Categories

اعلان

Loading…

ځوروونکی (ناول- لومړۍ برخه) ډاکتر محب زغم

یادونه: دا مې ناچاپ ناول دی چې د تنظیمي جګړو په وخت کې د یوې کورنۍ کیسه کوي. په ناول کې د معصومي د شخصي ژوند ناخوالې د وطن له عمومي حالاتو سره موازي سیر کوي. ستاسو تبصرې، نیوکې او نظرونه د ناول په ښه کېدو کې مرسته کولای شي.

    لومړى څپرکى

مازدیګر او ماښام

معصومې د اوسپنيز  بکس پر سر ایښې هيندارې ته کتل او کرار کرار یې په ويښتو کې ږمنځ تېراوه. په چپ لاس یې د خپلو ويښتو سپين تارونه په تورو کې پټ کړل؛ خو سپین ويښته یې لکه شله سوالګر چې هرڅه یې وشړې دی بیا درجوت شي، بېرته راښکاره شول. له دې سره يې په تندي کې ګونځې راپیدا شوې.

 ورېندارې یې د همدې سپينو ويښتانو په وجه څو ځلي  پيغور ورکړى و، «وشرمېږه، سر دې سپین شو، په کور کې زړه شوې.» معصومې سترګې تنګې کړې، هېندارې ته يې په ځير وکتل، ځان سره وبونگېده: «دا ويښتان خو مې هسې خداى شرمولي. که نه نو په عمر کې خو دومره زياته نه يم. پلار مې دې خدای وبخښي، ایله همدا سپین ویښته یې په میراث راپاتې دى. هغه دى ورور خو مې لا نوی ځوان و، لا په عسکرۍ کې و چې نيم سر يې سپين شوى و.»

           په هينداره کې یې خپل  مخ ته وکتل، ځان سره يې وويل: «په رنگ کې خو دومره بده نه يم. سپينې خو هسې بې مالگې وي. همداسې غنم رنگه ښه يم.»

          لاس يې د پوزې سر ته ونيو، خوله او نیمه پوزه یې پټه شوه. په هېنداره کې غټې تورې سترگې د جګې پوزې په سر باندې ښکارېدې. اوږده باڼه یې د سترګو شاوخوا ته لکه پیره داران ولاړ وو. سره نښتې ځیږې وروځې یې لکه د ګوربت وزرونه. معصومه موسکۍ موسکۍ کېدله؛ خو لاس  يې چې ايسته کړ، خندا یې مروره شوه. پر تندي يې گونځې راغلې. پرېړې غوښنې شونډې يې سره راټولې شوې او د پاسنۍ ژامې راوتلې داړې يې پټې کړې. سر یې وځړېد، تيونو ته يې پام شو. لاس یې ورته وروړ او د شنو پنجابي کاليو له پاسه يې کچ مېچ کړل. ګوتې یې له نریو پوښتیو سره ولګېدې او په ورغو کې یې واړه تیونه د پېرکیو لپاره د پېړو په اندازه. همزولې وریادې شوې، له غټو چاغو تیونو سره. یوازې دا لا پاتې وه، همزولې ټولې واده شوې وې. هره يوه یې د درېو – څلورو اولادونو څښتنانې وې.

له دالانه د پښو ښکالو راغی. ژر يې تور پړونى پر سر واچاوه او له ځانه يې تاو کړ. د ږمنځ له غاښونو يې خپل تل شوي ويښته راټول کړل. د چپ لاس پر ورغوي يې د ښي لاس په دویمه گوته سره راوپېچل. هينداره يې  بېرته په بکس کې کېښوده. بکس ته يې قلف ورواچاوه او د صندلۍ لاندې چې پر سر يې بړستنې او نيالۍ کتار وې، پورې وواهه. د گامسکوټ له رخته جوړ شوى څادر يې پر کاليو باندې وغوړاوه.

ور خلاص شو. د ببو وچ کلک لاسونه له بډ وهلو لستوڼو سره راښکاره شول. د نیالیو له سره یې رومال راواخیست او مخ لاس يې ورباندې وچ کړل. له دېواله راځړېدلی د شطرنجیو جای نماز یې راکښته کړ. د معصومې له څنګه بره تېره شوه. تیندک یې وخوړ، نژدې پړ مخې لوېدلې وه. معصومه ژر ورپاڅېده: ببو! څه وشول؟

ببو د پښې په ګوتو باندې د ټغر راوتلي تارونه هوار کړل، ویې ویل: هېڅ، پښه مې بنده شوه.

          معصومې ږمنځ د کوټې د يوازينۍ لوړې کړکۍ له پاسه چې سيوري خوا ته وه، کېښود. تل شوي ويښته يې په لاس کې ټينگ ونيول. له کوټې را ووته. د سراى د ديواله خوا ته لاړه او ویښته یې د خښتو تر منځ په يوه چاوده کې وټومبل.

          څو شېبې هماغلته ودرېده. د چاودنو اوازونو ته يې غوږ ونيو، چې د کابل له سوېل او لمر خاته خواو راپورته کېدل. د کلوله پشتې غونډۍ يې د سترگو مخه ډب کړې وه؛ ځکه خو د چاودنو دوړې او لمبې ورته نه ښکارېدلې. دلته هم داسې څه نه وو چې په لېدلو يې د سړي زړه خوشحاله شي؛ خو بيا هم د کوټې تر تيارې ښه وو. کوټې ته لمر نه ورته او دېوالونه يې يوازې اخېړ شوي وو، رنگ شوي نه وو. لکه شګلنه ځمکه چې پر سر باندې اوبه نه پرېږدي، دا بې رنګه دېوالونه هم د رڼا تږي وو، رڼا به په کې ورکېدله، ته وا رڼا یې خوړله. د کوټې نيمايي برخه له غولي تر چته پورې په نياليو، بړستنو او اضافي لوښو ډکه وه او ايله په کې د درې په درې گزو ځاى پاتې و. د کوټې له چته ښکارېدل چې خاوند یې کوم بېوزلی انسان و؛ ځکه چې لاړي (دستکونه) يې له یوه بله سره لرې اچولي وو. چېرته چې درې لاړي پکار وو، دوه دانې. د لاړو پر سر د دړو او تختو پر ځاى د ولي څانگې او کاږه واږه ښاخونه له پاڼو سره. ځاى ځاى خټې ترې لاندې راوتلې وې.

          معصومې لمر ته ایښې د اوبو په ډبکو لاس کېښود، تړمې وې. د مني په مازديګري لمر كې نور د دې وس نه و چې د دوې په ډبكو كې اوبه ګرمې كړي. ډبكې يې راواخيستې او بېرته کوټې ته لاړه. د كوټې له وره سره جوخت يې ډبكې سره څنګ په څنګ كېښودې. د صندلۍ له لاندې يې زړه كمپله راوايسته او ډبكې يې ورباندې پټې كړې چې د سهار اوداسه ته تودې پاتې شي.

مور يې د مازديگر لمونځ خلاص کړى و. مخ قبلې ته پر جاى نماز ناسته وه او د اوږدو لرگينو تسبو دانې يې اړولې. پوښتنه يې وکړه: لورې! د باندې څه خبرې وې؟

          _ نور به نو څه وي. بيا سره ښکر په ښکر دي. سم دم غوبل يې جوړ دى.

          _ په کوم ځاى کې، درمالومېږي که نه؟

          _ نه ببو! لکه کارته نو خواته چې وي.

          ببو سر پورته کړ، چت ته یې وکتل او ويې ويل: خداى دې خير کړي. دا ورور خو دې ډېر ځنډ وکو.

           _ غم يې مه کوه. خداى مهربان دى، رابه شي.

    ببو لږه ها خوا ته شوه. د جاى نماز کښته سر یې، چې يو څه سره راټول شوى و، بېرته سم کړ او معصومې ته يې وويل: سترگه رالوېږي، راشه لمونځ دې وکه.

    دا په لمانځه ولاړه وه چې د وره غنجا شوه. تر لمانځه وروسته یې د صندلۍ له سره یوه کمپله راواخیسته. چوترې ته راووته. ببو د وړې نیالیچې پر سر ناسته وه. د اومو خښتو دېوال ته یې ډډه لګولې، تسبې یې اړولې.

معصومې کمپله ورباندې واچوله. بېرته کوټې خوا ته لاړه او ژر له یوه بالښت سره راغله. ببو مخې ته کږه شوه، دا یې شا ته ورته بالښت کېښود.

ببو وویل: «ښاده شې، لورې راځه کېنه»

د دواړو سترگې د انګړ په دړه کې ښخې وې. داسې غلې وې لکه دوه نا اشنا کسان چې یو د بل په ژبه سره نه پوهېږي. یو نیم ځل د ببو غږ اورېدل کېده چې د تسبو په اړولو یې «یا رحمن، یا رحیم» داسې ویل لکه د خوږمن انسان زګېروي.

معصومې سر پر زنګون کېښود او له پښو یې لاسونه تاو کړل، په کرار غږ یې د حمزه بابا دغه بیت زمزمه کړ:

شوګيرې د خپل زنګون د پاسه خوند كا
خو د خوب لپاره ستا زنګون په كار دى

رڼا خپله لمن ټولوله. لمر هم د معصومې غوندې سر د غره پر زنګانه ایښی و. ببو او لور یې هماغسې غلې وې تر هغې چې د ملا اذان دغه چوپتیا ماته کړه.

معصومه پاڅېده، له کوټې څخه یې دوه زاړه جای نمازونه راوړل. لمونځونه يې هماغلته وکړل. معصومې لمونځ ژر خلاص کړ او بېرته مخ دروازې خوا ته کېناسته؛ خو مور یې په ناسته لا نفلونه کول. تیاره وار په وار سره زیاته شوه. معصومې غږ وکړ: ببو بس دي، په تیاره کې لمونځ نه کېږي، د سجدې ځای نه درمالومېږي.

ببو سلام وګرځاوه خو دعا یې هم د لمانځه په شان اوږده شوه، لکه مزدور چې د خپلې اضافه کارۍ د پیسو په سر چنې ووهي. ځند وروسته یې لپه کړي لاسونه پر مخ راتېر کړل. هماغسې په ناسته راوڅښېده او ځان یې د معصومې څنګ ته ورساوه. ځان یې راغونډ کړ، مټونه یې په ورغوو باندې وسولول. معصومه پاڅېده، کوټې ته لاړه. چې بېرته راغله په لاس کې یې توره شړۍ وه. د ببو پر اوږو یې وغوړوله. پخپله هم د هغې څنګ ته کېناسته او پښې یې تر کمپلې لاندې پټې کړې. ببو کمپله پورته راکش کړه، تر ستوني په کې ننوته.

تیاره لکه وېره خورېدله او شېبه په شېبه زیاتېدله. ببو ځان سره لګیا وه، خوله یې ښورېدله، لکه کومه دعا یې چې ویله. یو نیم ځل یې له خولې څخه «خیر کې خدایه»، «خدایه ته مهربانه یې» راوتل.

نژدې وه چې تیاره لرې او نژدې هر څه تر ستوني تېر کړي چې چا  ور وټکاوه. دواړه اوچت پاڅېدې. جمال له دالانه غږ وکړ: ککۍ، زه به يې وگورم.

    هغوى هماغلته ودرېدې او لارې ته يې سترگې وگنډلې. د لرګین وره غنجا پورته شوه. د بایسیکل ټیر له وره راتېر شو. معصومې وویل: هغه دی لالا مې شکر په خیر راغی.

ببو پر تندي باندې لاس کېښود، مخې خواته لږه کږه شوه، ویې ویل: زه خو یې نه وینم.

ابراهيم په کراره له خپل بايسيکل سره انگړ ته راننوت. له نرۍ لارې راتېر شو. چوترې ته نژدې یې بايسيکل د ديواله څنگ ته ودراوه.

ببو ورغږ کړل: زویه په خیر راغلې؟

یوه ستړي غږ ځواب ورکړ: خیر یوسې، ببو.

جمال بایسیکل ټینګ ونیو او ابراهیم له كنجوغې څخه رابړي پړی خلاص کړ. لوى لرګین صندوق یې په کراره راکښته کړ او پر ځمکه یې کېښود.

ببو معصومې ته کړه: هله لانټین ولګوه.

معصومې د کوټې خوا ته ورمنډه کړه. بېرته له لګېدلي لانټین سره راووته. د زاړه لرګین صندوق له يوه سره ابراهيم او له بل سر يې جمال نیولی و او سوکه سوکه د دالان خواته روان وو. معصومه یې مخې ته رڼا کوله. جمال صندوق د دوى تر کوټې پورې ورساوه. صندوق یې په کراره په ځمکه کېښود، ویې ویل: د اکا زو! څه دې په کې اچولي چې دومره دروند شوی؟

ابراهیم ستمی وکېښ: «لوښي دي. چېرته؟ کېنه ډوډۍ همدلته وخوره»

جمال له وره سره ودرېد، شا ته یې وکتل، ویې ویل: «ته دې دمه جوړه که، زه به وروسته راشم.»

معصومې لانټين د ابراهيم مخې ته کېښود. لالا یې د صندوق له زنځیره نیلوني مزی خلاص کړ. سرپوښ یې لرې کړ او د چيني او ناشکن لوښو په راايستلو لگيا شو. معصومې ژر ژر لوښي راواخیستل او د کړکۍ تاخچې ته یې ورپورته کړل.

    ببو هم لستوڼي بډ ووهل. شیان یې سره ځای په ځای کړل. ابراهیم هماغلته د غولي په منځ کې وغځېد. معصومې ورته بالښت راواخیست. هغه سر پورته کړ او په بالښت یې سر ولګاوه. ببو پوښتنه وکړه: زويه لمونځ دې کړى؟

 ابراهيم سوړ اسويلى وايست: نه ببو، کالي مې بې لمانځه شوي.

    اواز یې ډېر ستړى و، د زګیروي په شان. ببو ورته په ځیر وکتل. د خت کيڼه اوږه او دواړه لستوڼي یې په تورو وينو ککړ وو. اوچته پاڅېده، ورنژدې شوه. پر اوږې او لاسونو يې لاس ورتېر کړ. په ويښتانو کې يې گوتې تېرې کړې.

ابراهیم وویل: ببو! رک روغ یم.

ببو په لړزانده غږ پوښتنه وکړه: مور دې ومره، وه زويه ژوبل خو به نه يې؟

    د ابراهیم پر وچو شونډو نرۍ موسکا تېره شوه، ویې ويل: نه ببو، هېڅ بلا نه یم وهلی.

–         بلا دې د سر دښمن ووهي. نو دا وینې؟

–         د بل چا وينې دي. بيا به يې کيسه درته وکم.

    معصومې د چايو په گيلاس کې کاشوغه ولړله او گيلاس يې د ابراهيم څنګ ته کېښود. ویې ویل: لالا دغه خوږ چای وڅښه، دمه به دې جوړه کي. سور نه دی.

ابراهيم لاسونه په غولي تکیه کړل، په کراره راکېناست. د کېناستو پر وخت یې د مخ ګونځې زیاتې شوې.

معصومې بالښت ورته سم کړ. ده ډډه ولګوله، غاړه یې تازه کړه. له غاړې څخه يې تور او سپين دسمال لرې کړ. د چپ لاس په گوتو يې سترگې وموښلې. بې لاستي روسي گيلاس یې پتري نيولو شونډو ته ونيو. د چايو یو غړپ یې چې وکړ، نور یې ګېلاس په سر پورته کړ. ټول ګېلاس یې په یوه ساه وڅښل او تش ګېلاس یې معصومې ته ونیو.

– نورام درته راوړم.

– که یو بل ګېلاسم راکې، بده به نه وي.

 پښې يې وغځولې، سترگې يې پټې کړې.

ببو څو شېبې په چوپه خوله ورته وکتل، بيا يې له کړکۍ بهر ته وکتل. هرڅه په ترږمو کې ډوب شوي وو. په نرمه غاړه يې ورغږ کړل: زويه!

    ابراهيم سترگې وغړولې. په کراره یې مخ ببو خوا ته کړ. ببو خپله خبره وغځوله: زرمينې …

    ابراهيم يې خبره ورغوڅه کړه: هو ريښتيا چېرته ده؟ لا راغلې نه ده؟

    _ نه، ورور يې راغلى و. ويل يې چې نن شپه به هماغلته وي. ته يېم غوښتى يې.

    معصومې وويل: لالا! په بدنۍ کې مې درته تودې اوبه اچولې دي. جامې دې هماغلته په تشناب کې دي.

ابراهیم په کراره پاڅېد. له کوټې څخه ووت.

معصومې وویل: ببو، وږې خو به نه یې؟

– نه، لورې. صبر وکه چې لالا دې په خیر لاړ شي، بیا به یې وخورو.

ابراهیم چې بېرته راغی، سپین خت پرتوګ یې په تن کې وو. په لاس سره یې ویښته سم کړل. د واسکټ له جیبه یې د قلم په شان اوږد نری لاسي څراغ راویست. ویې لګاوه، بېرته یې مړ کړ. ویې ویل: ببو، زه به نو لاړ شم.

– همداسې ځې؟

– ولې؟

– وه زویه، یخ دی. یا دې پټو واخله یا دې بنیان واغونده.

معصومې ورته د کالیو له سره خړ پټو راواخیست. ده ځان په کې راونغاړه او له کوټې ووت. معصومه لانټین په لاس ورپسې رهي شوه.

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *