Categories

اعلان

Loading…

یو شمېر شخصیتونو د اشرف غني او زلمي رسول ملاتړ وکړ

تاند- د انتخاباتي کمپاین له پیلېدو سره له کاندیدانو سره د ډلو او شخصیتونو د ملاتړ لړۍ پیل شوې ده.

نن د ولسي او مشرانو جرګې څو غړیو د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د زلمي رسول له کاندیداتورۍ څخه ملاتړ اعلان کړ.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر او مطرح سیاسي شخصیت علي احمد جلالي په مشرۍ د فکر او عمل جرګې په یوه لویه غونډه کې د ولسمشرۍ د یوه بل کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

تر دې مخکې درو ګوندونو، د پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ ملي اسلامي محاذ، د صبغت الله مجددي په مشرۍ ملي جبهې او د انوارالحق احدي په مشرۍ ټولنپال ولسواک ګوند (افغان ملت) د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ملاتړ څرګند کړی وو.

علي احمد جلالي د فکر او عمل جرګې په مشرۍ نن په کابل کې په یوه غونډه کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

غونډې ته د جرګې مشر ډاکټرعلي احمد جلالي وویل:«زموږ لپاره اشرف غني احمدزی د جمهوري ریاست وړ کاندید دی.»

ښاغلي جلالي د ولسمشرۍ د کاندید، اشرف غني احمدزي کاري پلانونه وستایل او هغه یې د تایید وړ وبلل.

علي احمد جلالي همداراز وویل، د اشرف غني احمدزي کاري پروګرامونه یې په دقت مطالعه کړي او هغه څه یې په کې موندلي چې پلي تطبیق یې د هېواد پرمختګ، ملي یووالی او اقتصادي وده تضمینوي.

ده په همدې اړه زیاته کړه:«دا هغه څه دي چې د فکر او عمل جرګه یې د اشرف غني په پروګرام، سیاسي او مسلکي ملګرو او د ده په ازمویل شوې رهبرۍ کې ویني.»

د فکر او عمل د جرګې د غړیو د معلوماتو له مخې، دې جرګې له شاوخوا یوه کال راهیسي د یوه خپلواک مدني اورګان په توګه فعالیت پیل کړی چې د هېواد یو شمېر دیني عالمان، روشنفکران، ځیني سیاستوال او د ځینو قومونو مشران یي غړي دي.

اشرف غني احمدزي د فکر او عمل د جرګې د ملاتړ هرکلی وکړ، ویي ویل:«دې ملاتړ د بریا لاره راته لنډه کړه.»
ده همداراز وویل:
«زموږ لومړی ظرفیت دا دی چې د ښوونځي، جومات، ارګ او محراب ترمنځ تضاد له منځه یوسو. زموږ د علماو د مادي او معنوي عزت ساتل زموږ ستره دنده ده او دا جرګه به ماته نور جراات هم راکړي چې پرمخ ولاړ شم.»

د ملي شورا څو غړیو زلمي رسول ملاتړ څرګند کړ

zALMAI rASOULد افغانستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر زلمي رسول د انتخاباتي کمېټې ویندوی نن وویل چې د ولسي او مشرانو جرګو یو شمېر غړیو د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د زلمي رسول د پروګرامونو ملاتړ کړی دی.

جاوید فیصل وویل:«د ولسي جرګې مرستیال میرویس یاسیني، د مشرانو جرګې دوهم مرستیال رفیع الله ګل افغان، د جرګې منشي سید اکرام، د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي او د دې جرګې پنځلس نورو غړیو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د زلمي رسول د کاندیداتورۍ ملاتړ کړی دی.

ښاغلي فیصل دا هم وویل چې د اوسنۍ کابینې ځیني وزیران هم په انتخاباتو کې د زلمي رسول ملاتړ کوي خو په ټاکنو کې له دولتي وسایلو څخه د استفادې نیت نه لري.

جاوید فیصل د کوم وزیر نوم وانخیست خو ټینګار یې وکړ چې ځیني وزیران د زلمي رسول د پروګرامونو ننګه کوي.

404 total views, 1 views today

19 comments

  1. ګنډېری Reply

    تاسو باور وکړئ چې که زه د زلمي رسول پر ځای وای چې لا د وخته مې اعلان کړی وای چې بس زما کاندید اشرف غني دی.

  2. speen Reply

    Ai khdaya!

    Zmong tse bad haal dai. Os Zalmai rosul aw double Abdullah ham de jamhoori ryasat khoboona wini. Bey kefayati ham yaw had lari.

  3. تمیم شاهد Reply

    دادواړه راتلونکی و لس مشری لپاره وړ څیری دی که څه هم ډاکتر اشرف غنی په هیواد ډیر مین شخص دی خو ډیر داسی معلومیږی چی په خپل حکومت کی به که بریالی شی روابطوته ډیره ترجیح ورکړی او هم به ډیر عاجلانه یا به تلوار پریکړی ترسره کړی چی وروسته به بیا پښیمانی ولری او داکتر زلمی رسول ډیر آرام سړی او په عین حال کی مرموزه شخص دی او دسیاست دډګر غوښتنه هم داده چی دی کرسی ته باید ډير آرام سړی ورودانګی ،دی که بریالی شی نو زما په فکر لاسته راوړنی به ولری او هم به کار ، وړ خلکوته ورکا

  4. Akhtar Muhamad Sahak Reply

    Zalmai rasool ba yoo khianat de pashtano pa haq ke wakri hagha da che zini rahi ba bezaya kri – nor hes nashi kawali

  5. معلم ثنا ګل Reply

    زما فه فکر اشرف غنی که دکزی فه شکل غلاوی ونکری شه کاندید دی خو ګیلم جم چی نه وای ورسره ۰۰۰ خو متاسفانه محمود کرزی او قیوم کرزی دومره غلا وی وکری چی دافغانستان خلق یی تباه کرل که دا حکومت بل هر چا سره وی با ور وکری چی افغانستان کی به ارامی او سو کالی راغلی وی خو متاسفانه چی دی ۳۰ ملیونه افغا نا نو حق قیوم کرزی او محمود کرزی له زان سره بیرته امر یکاته نقل کر ۰۰۰الله دی داسی تباه کری لکه افغان ولس یی چی تباه او فقر سره مخ کر۰۰۰ که افغانان غول او خام کله نه وی بیا به کرزیانو ته رایه نه ورکوی او که یی سوک ورکوی خدای ج دداسی وزوروی لکه موز مظلوم افغا نان ۰۰۰

  6. انجنر حبیب الرحمن Reply

    زلمی رسول خو فشتو دفلار فه قبر کی فریشی محمدزیی قوم چی واک ته ورسیزی فشتو دمور خاوند سره فریزدی تاسو خو فو هیزی چی محمود زیا نو فشتو ته سو مره خیانت کری چی یو یی هم فشتو نشی ویلای او که غواری کابل کی مور ده ګاو خانی چک کری نو هرو مرو به یی محمد زیان فه کی وی او هغه محمد زیان چی زبه یی ذه فشتو فه فارسی بدله وی ۰۰۰او کرزیانو هم ورته شروع کری ۰۰۰۰

  7. Lali Reply

    Dr Ashraf ghani tartolo war kandid dey. Mohtaraman Shirzai, ostad Sayaf, zalmay Rasol aw Qayom karzai di wa dr Ashraf Ghani ta tir si av da ba da doy loy khidmat we,

  8. baryal Reply

    د اختر محمد ورور نظر درست دی زلمی رسول به د پښتنو رایی تقسیم کړی او داکتر عبدالله ته به لاره هواره کړی. فکر کوم صرف د همدی کار لپاره دی را مخ ته شویدی.
    ښاغلی زلمی رسول چی د طب ډاکتر دی او په حقوقو او سیاسی علومو یا اقتصادی علومو کی کومه تجربه نه لری، د خپل وزارت په دوره کی هیڅ کوم ابتکار نه دی کړی او پخوای پنجشیریان چی داکتر عبدالله مقرر کړی وو لا پر ځای پاته شول. که تحصیل اومسلک مهم نه وای نو په نړۍ کی به دا دومره زیات پوهنتونونه او پوهنځی نه وو او خلکو به یواځی طب لوست او هرکار به چی زړه یی غوښته ، هغه به یی کاوو. تحصیل . تجربه او خلاقیت د یوه کاندید لپاره تر ټولو مهمه مشخصه ده . زما مقصد د دادی چی ښاغلی زلمی رسول کار اهل د کار ته ونه سپاره او د دی لپاره چی د شورای نظار تر انتقاد لاندی را نه شی نور یی هم هغوی ته میدان خالی کړ.په محافظه کاری او خاموشی هیواد نشو رهبری کولای.پلان جوړول او د هغوی عمل کول په کار دی. له ده نه لا داکتر سپنتا زړه ور وو او یو څه عملی کار یی وکړ. که یو څوک یو وزارت رهبری نشی کړای نو د هیواد مشرتوب لا دروند پیټی دی. د ده بریالیتوب به یواځ د اوسنی موجود فاسد ، بی تفاوته ، غاصب او بی مسوولیته نظام ساتل وی او بس.
    حال داچی زمونږ هیواد یوه زړه ور او مبتکر شخص ته ضرورت لری. راځای له شخصی او سمتی یا ګوندی تنګی حلقی را ووځو او د هیواد ، سیمی او نړۍ په مقیاس فکر وکړو. د ښاغل ډاکتر اشرف غنی احمدزی تر قیادت لاندی به زمونږ د هیواد ملی یوالی ، اقتصادی پرمختګ او سوله رامنځ ته شی . اعتماد او لیاقت ته به له سره ارزش ورکړل شی.په پای کی به هیڅ رایی ورکوونکی تاوان نه وی کړی او ټول به بریالی وی. بریال

  9. دانگ پیلی Reply

    فکر کوم چی رسول هم هغه دکرزی لارتعقیبه وی که چیری رسول میدان ته راجی. نو گواکی

    هغه درک هغه خرک البته
    زه دکوم کاندید ملاتر نکوم

    خو زماشخصی نظر دی

  10. Zadran Reply

    Every afghans have responsibility to active their friend family to vote for only ashraf ghan it’s golden chance for stability of our motherland

  11. روزالدین ملاخیل Reply

    یوازی او یوازی د فکر او عمل اتل ډاکټر اشرف غنی احمد زی د راتلونکی ولسمشری وړتیا لری ، دا ځکه چی پاک لاسونه ، شکاره تګلاره او برنامه او او چت ګامونه دده له وسه او له توانه پوره خبره ده ،او راتلونکی ولسمشر هم ده

  12. تنګیولا Reply

    دواړه شخصیتونه د قدر وړ دی خو که نظر وکړو نو اشرف غنی په حقیقت سره د د ریاست جمهوری لپاره لایق شخصیت دی

  13. ارمانی Reply

    اشرف غنی خو واقعا د لوړ استعداد خاوند دی مونژ یی کامیابی غواړو

  14. حبیب Reply

    دافغانستان لپاره قاطع ریس جمهور په کاردی چی هره فیصله یی قاطع او د تطبیق وړوی هسی خوکرزی صاب هم شته خوقاطع ندی هر کاربه یی د مصلیحت له مخی کاوه او دا یی کمزوری وه نو قاطع شخص که هرڅوک وی هغه باید ریس جمهور شی نوددی کار لپاره زما په آند چی وړ سړی به همدغه ډاکترصاب اشرف غنی احمدزی وی ځکه چی ډاکترصاب ښه ماضی لری او پوه ده نړیوال شهرت لری ښه تعلم لری نور خوپدی نوماندانوکښي تردی وړ سړی ماته نه ښکاری که تاسی یی په ګوته کړی نو مهربانی…………… مننه

  15. افغان منم Reply

    تمیم خان صاحب لږه سړه خوره ته غواړې چی یو د هغو اشخاصو چی تیر کلونه یی پر دې وطن کوم کوم ظلمونه ونه کړل اوس ریس ددې هيواد شې افسوس افسوس پر هغو کسانو چی حتی ددې فکر هم کوې چی زلمی زوړ رسول دی د افغانستان واکدار شې…. دا حتی د افسوس خبر ده چی مونږ داسی کسان د ډاکټر صاحب اشرف غنې د نړۍ ستر متفکر او د هېواد اصلی بچې سره مقایسه کړو. وګورۍ د ډاکټر غنې څخه علی احمد جلالې ملاتړ کوې او د زلمی زوړ څخه مږه یاسینې او ګیدړه کوفی ددوې شخصیت ټولو ته مالوم دی حی لعنت پر خاینینو…. یواځې او یواځې ډاکټر صاحب اشرف غنې احمدزی باید او حتما چی ریس جمهور شی…. آمین

  16. mustafa Reply

    زلمی رسول ځان په پښتونوکی شماری خو له بده مرغه بیاوایم له بده مرغه پشتو نه پوهیږی او نه هم پری خبری کولی شی داکس به خپلوخلکویا خاصتأ پښتنوته څنګه خدمت وکړی دده مرستیال احمدضیامسعودخو لا پخوابدمعاش وو او او س هم بدمعاش ده ددی زلمی رسول چی یو عاجز فقیرانسان ده دی به څنګه له خلکوڅخه دفاع وکړی دا ټول هیوادوالوته وایم چی عبدالله عبدالله ته رایه ورکړی خونه زلمی رسول ته عبدالله عبدالله می په دی وویل چی هغه خو په ښکاره د پښتنو دشمن دی په نره خو دشمنی کوی .که چیرته ولسمشرشوو واک اختیاربه د احمدضیامسعود وی نام به دده وی لکه اوس چی ټول صلاحیت د مارشال فهیم ده نام د کرزی بد بده .بغیرله اشرف غنی احمدزی څخه بل هیچاته رای ورنه کړی
    مصطفی له کابل څخه

  17. speen Reply

    Ajiba kaar ta gora!
    Zalmai Rosul de dasey khalko de raio (votes) pe tama dai, chey da shaghelai de haghoi pe zheba khaberey hatta ne shi kawelai, da kho preygda chey hekoomat wekrhi.

  18. shpun Reply

    سلامونه! زلمی رسول که چری د استعداد وړ وی نو څنګه کولی شی چه مورنی ژبه هیره کړی؟ دا به د خپل قوم سره څرنګه مینه وی چه ژبه هم له لاسه ورکړی. دا وګړی به څنګه دهغه ملت سره چه هیڅ اړیکه ورسره نلری او ټولی ا ړېکی یې ورسره په غټ لاس شکولی وې مرسته وکړی. لومړی پوښتنه باید دا ترې وشی چه ولی ده خپله مورنی ژبه(مورنی امانت) له لاسه ورکړو؟ کوم چا مجبور کړو او که نه دا ژبه ده ته هم د دوزخ ژبه معلومه شوه او ځان ېی په ویلو ورته بد ښکاریدو

    ټولو لوستونکو ته په درنښت

  19. Said Ghufran jalalzai Reply

    زما په خیال چی د ولسونو ملاټر په کاندیدانو کی زیات د ډاکټرعبدالله عبدالله سره دی ځکه چی مسلمان مجاهد اوپه وطن مین شخص دی زه نه پوهیږم چی تاسو ولی حقیقت نه وایي همیش موتعصب کړی ده یو کمونیست ملاټر کوی اوپدی خبرو سره تاسو مجاهد ملت نشی غولولی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2