Categories

اعلان

Loading…

نیویارک ټایمز وايي، کرزي له طالبانو سره پټې خبرې کړي

تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له افغان طالبانو سره پټ تماسونه نیولي څو هغوی له خپل حکومت سره سولې ته راضي کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا خبره نن /سې شنبه/ د یو شمېر افغان او لوېدیځو چارواکو، چې نومونه یې نه دي څرګند کړي، له قوله کړې ده.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس وايي، هڅه یې کړې چې په دې اړه د افغانستان د حکومت نظر معلوم کړي خو د کرزي ویندوی یې ونه موندلی شوای.

خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا ویلي چې د ولسمشر کرزي ویندوی تایید کړې چې له طالبانو سره په تېرو دوو میاشتو کې تماسونه نیول شوي او هغه مثبت بولي.

نورو افغان او لوېدیځو چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې دا خبرې د طالبانو په غوښتنه پیل شوي خو تردې دمه یې نتیجه نه ده لرلې. د دوی په وینا که څه هم د سولې لور ته په دې خبرو کې ګوم ګام نه دی اخیستل شوی خو ښايي له امریکا سره د کابل د اختلاف په ډېرولو کې یې رول لوبولی وي.

د ورځپاڼه له مخې، ویل کېږي چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو خبرې د نوومبر په میاشت کې پیل شوې.

خو د خبرو مخالف افغان چارواکي وايي چې طالبانو په وروستیو کې د افغانستان په ښارونو کې بمي حملې زیاتې کړي دي او له دې داسي ښکاري چې دا ډله سوله نه غواړي. دوی پر ولسمشر کرزي فشار راوړي چې له امریکا سره ژر تر ژره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

62 total views, 1 views today

2 comments

  1. تمیم شاهد Reply

    دا خبره که رښتیا شی نویو ښه ګام دی ځکه طالبان باید پدی پوه شی چی دهیوادددښمنانو له لوری په ناوړه توګه استعمالیږی او که طالبان پدی فکر کی وی چی بیا به دقدرت په ګدی کینی داخوشی خبیری دی ځکه په سیاست کی چی چا ماتی وخوړه دبل ځل لپاره نشی راتلای که تاسی تیر حکومتونه وګوری خلقیان اوپرچمیان اوس هم شته خوهغوی بیا په هغه ځیره هیڅ کله هم قدرت ته نشی رسیدی خوالبته فعالیت لری نوطالبان هم باید دجکومت خبری په تیره بیا دکرزی خبره ومنی همدغه خبری به داکتر نجیب الله هم کولی خوځینو دښمنو ډلو په تیره بیا حزب اسلامی هغه خوشی اوتی بوتی بللی خووروسته څرګنده شوه چی هغه رښتیا ویل اوبل داچی دورځی په تیریدو سره دواړه لوریوته پښتانه له فزیکی اومادی لحاظه له لاسه وزی ځکه په جګړه کی همدوی وژل کیږی نو دغو اودی ته ورته خبروته په پاملرنی سره طالبان باید لدی فرصت څخه ګټه واخلی او په دغویوولس تننوکاندیدانو کی یو را خپل کړی او په ټولو لوړو کرسیو کی ځانونه ځای پځای کړی چی دا دراتلونکی لپاره یو ښه قدم دی پرته لدی څخه دغه چانس له لاسه وزی او نور خلک دجګړی حوصله هم نلری اوجګړه هم مادی توان غواړی چی زه فکر کوم امریکا ییان وزی او امریکا خپل هدف ترلاسه کړچی هغه داسامه وژل او په عراق کی دصدام حسین له مینځه وړل ؤ نور امریکا هم نه باکستان ته پیسی ورکوی اونه هم ددغه شان جکړی لپاره نور سر خوږوی خودطالبانو دپرمختګ مخه په هرډول نیولی شی نودغو خبروته په باملرنی سره دا به دطالبانو لپاره په جګ سر په راتلونکی حکومت کی دیولوی ګډون پیلامه وی ځکه ډیری وخت جنګ اوجګړه ښه کار نه کوی بلکه خدعه یوډول سیاست دی چی ځان اوخپلو ملګروته سرلوړی وربښی لکه پیغمبر [ص] هم فرمایلی چی الحرب خدعه

  2. Zarghaoon Reply

    ډیره ښه خبره ده
    مګر دخلقیانو او طالبانو ډیر فرق دی
    خلقیان کمونستان دی او طالبان مسلمانان دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *