Categories

اعلان

Loading…

سرتاج عزیز وايي، طالبان به د افغانستان له راتلونکي حکومت سره خبرې وکړي

تاند – د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، چې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو په اړه د خبرو لپاره په واشنګټن کې دی، تېره شپه وویل چې له کرزي وروسته د افغانستان له نوي حکومت سره د طالبانو د خبرو احتمال ډېر دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې سرتاج عزیز د جان هاپکنز پوهنتون د نړیوالو څېړنو په پوهنځي کې وویل:«پاکستان باوري دی چې که طالبان د افغانستان له نوي حکومت سره خبرو ته لېواله وي په دغه هیواد کې د سولې د درېدلي بهیر د بېرته پیلېدو چانس شته.»

ده همداراز وویل:«زه داسي احساسوم چې په افغانستان کې به له انتخاباتو وروسته طالبان احتمالاً د دغه هیواد له نوي حکومت سره خبرو ته زیاته لېوالتیا ولري.»

سرتاج عزیز هیله څرګنده کړه چې د ۲۰۱۴ کال تر پای ته رسېدو مخکې به خبرې پیل کړای شي.

ده همداراز وویل چې د پاکستان حکومت به د سولې په بهیر کې د ملابرادر له ګډون سره مخالفت ونه کړي او ښايي نوموړي ته اجازه ورکړي چې یوه درېمګړي هیواد ته لاړ شي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د ملابرادر په اړه، چې اوس په پاکستان کې نظربند دی، دا هم وویل چې د نوموړي په وړاندې حساسیستونه شته ځکه چې امریکا ورته د امنیتي خطر په سترګه ګوري.

سرتاج عزیز یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان د افغانستان په بې ثباته کېدو اندېښمن دی.«موږ په نوي یمه لسیزه کې په افغانستان کې د یوې لویې کورنۍ جګړې توقع نه لرله. خو دغسي ونه شول.»

سرتاج عزیز زیاته کړه:«که د افغانستان انتخابات له پروګرام سره سم ترسره شي او نوی حکومت امنیتي ګواښونه کنټرول کړي د طالبانو د حملې احتمال به ډېر لږ وي.»

ویل کېږي چې پاکستان د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ځانګړي کاندید د بریالي کېدو هڅه کوي څو په دې وسیله په افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي شي.

432 total views, 1 views today

6 comments

  1. hassan Reply

    سرتاج عزیز د افغانستان په باب داسی خبری کوی لکه د افغانستان ولسمشر چی وی. دی په پوره واک او اختیار د افغانستان کورنی او باندینی سیاست جوړوی او وایی چی طالبان به له راتلونکی منتخب ولسمشر سره خبری وکړی او ملا برادر د دی لپاره نه خوشی کوی چی له هغه امریکا ویره لری. د افغانستان د راتلونکی کورنۍ جګړی وړاندوینه هم کوی.
    که په طالبانو کی لږ غیرت وی نو اوس د دا وضیحه کړی چی دوی خپل مستقل سیاست لری او هر وخت له هرچا سره چی وغواړی خبری کولای شی او د افغانستان ملی منافع او ګټی دوی ته له پاکستان او بل هر هیواده مهمی او اولویت لری. دوی باید د ملا برادر اونورو بندی ملګرو د خلاصون جدی غوښتنه وکړی.

  2. هیواد اتل Reply

    او هغه کاندید اغلبا ډبل عبدالله دی

  3. ګنډېری Reply

    خالق تعالی دې دا د شرم تبخی یعنې چڼي/طالبان په شرمونو وشرموي چې دوی خو افغانان او په تېره بیا پښتانه سپک او ذلیل کړل چې اوس یې ټولې تګلارې ورته پنجابیان ټاکي. توف او شرم دې وي په داسې بدبختو او د پردیو په تالیڅټو سپیو باندې.

  4. mirajan Reply

    ای هغه کسانو چی تاسی ته راجع وی فکر وکړی احساس دځان سره پیداکړی دغلامی سه ځان خلاص کړی دا څه وایی دا ستاسی مشر دی دا تاسی دمرګ څخه ساتی دغه تاسی ته زوند درکړی دی زوند او مرګ دحق تعالی (ج)په لاس کی دی رزق خدای درکوی دخطراتو افاتو بلایاتو سه مو خدای ساتی پریږدی دپردو غلامی

  5. لالا ، بټنوال Reply

    د قيامت راتلل حق دي او سوال ځواب شته ، ائ د پرديو تالي څټو ! د خدای نه وویریږۍ نور دا بی ګناه خلک چې په نړۍ کې د سوچه مسلمانو په صفت پیژندل شوی مه ځوروۍ او بهرنيانو ته د پاتې کیدو بانه په لاس مه ورکوۍ ، که نه د حشرپه ورځ به د کونډو او تيمانو لاس او ستاسې ګریوان وی

  6. Hameed Reply

    السلام و علیکم زما ګرانه افغان ورونو!
    .خپه کیړی مه، سرتاج عزیز د طالبانو عزیز ، سرتاج او ویاند دی،

Leave a Reply to ګنډېری Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2