Categories

اعلان

Loading…

د پروان د پېښې د غلط عکس په اړه تحقیقات کېږي

تاند- فرانس پریس اژانس وايي د پروان د سیاه ګرد په بمبارۍ کې د ملکیانو د وژل کېدو د ادعا په اړه د افغانستان د حکومت له لوري په خپرو شویو عکسونو کې د ۲۰۰۹ میلادي کال د پېښې یو عکس هم شامل دی.

د فرانس پریس خبري اژانس له راپور سره سم د افغانستان د ولسمشر دفتر خبریالانو ته د پروان د لس ورځې پخوا د پېښې په عکسونو کې د کندوز د بمبارۍ د قربانیانو عکس هم ورکړی دی. دا عکس د فرانس پریس خبري اژانس عکاس اخیستی و.

د ۲۰۰۹ میلادي کال د سپټمبر په څلورمه نېټه په کندوز کې د جرمني پوځیانو د قومندان په غوښتنه تر سلو زیات ملکیان ووژل شول.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي د دغه عکس په اړه وویل:«موږ دا مسله ډېره جدي تعقیبوو څو معلومه کړو چې چا دا عکس د پېښې د نورو عکسونو ترڅنګ ورکړی دی.»

ښاغلي فیضي د پروان د سیاه ګرد د جنورۍ د پنځلسمې نېټې د برید په اړه وویل:«د دې عملیاتو شواهد کم نه دي، لږترلږه لس نور عکسونه او د کورنیو او ژوندي پاتې شویو کسانو ویدیو شته.»

فیضي دا خبره رد نه کړه چې یو عکس په غلطه خبریالانو ته ورکړای شوی دی خو پر نیویارک ټایمز یې تور پوري کړ چې د امریکايي پوځیانو له لوري د ملکیانو په وژلو کې د شک پیدا کولو لپاره یې په سیاسي انګېزه راپور خپور کړی دی.

د ولسمشر کرزي ویندوی وویل:«دا (پېښه) حقیقت ده، ملکیان وژل شوي، کورونه نړېدلي، یو اړخیز عملیات شوي او له سیمه ییزو چارواکو سره همکاري او هماهنګي نه ده شوې.»

نیویارک ټایمز د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د سیاه ګرد د پېښې په دوسیه کې ځیني وړاندې شوي مواد دوه ورځې مخکې د طالبانو په ویبپاڼه کې خپاره شوي ول.

نیویارک ټایمز پر یوه عکس هم شک څرګند کړی و.

کرزي او ناټو تایید کړې چې په حمله کې ملکیان وژل شوي دي.

ناټو ویلي چې د څلرویشت ساعتونو په عملیاتو کې څو تنه ملکیان وژل شوي خو سیاه ګرد ته د حکومت لېږلي پلاوي ویلي چې ۱۲ ملکیان وژل شوي دي.

د پروان والي بصیر سالنګي تېره اوونۍ فرانس پریس اژانس ته ویلي و چې ۶ ملکیان وژل شوي. نوموړي د پلاوي مشر عبدالستار خواصي د ملکي تلفاتو په شمېر کې په مبالغې تورن کړی دی.

8 total views, 1 views today

2 comments

  1. تمیم شاهد Reply

    دی کی شک نشته چی ملکیان ددی برید اوورته نورو بریدونوقربانی ګرزیدلی خوزیاتره وخت داسی هم شوی چی ارقام یی زیات ښوول کیږی په ډیری ځایونوکی چی هلته دغه شان عملیات شوی پښتون میشتی سیمی دی اوپښتنوته ټول په یوه خوله که طالب هم نه وی نودطالب په سترګه ګوری ډیری خبریالان چی پښتانه ندی هم دغه جنایت کوی هغوی په خپلو رپوټونوکی ددی پخاطر چی رپوټ یی جالب شی نووایی چی دومره طالبان وژل شوی ځکه دوی پدی اند دی چی که طالب هم نه وی نوپښتون خودی خیر دی چی وژل شوی دوی پدی فکر کی دی چی که طالب هم ندی نوطالب ته یی خو ځای ورکړی اوددوی په وینا چی ولی په نورو سیموکی طالبان نشته دسیا ګرد په څیر پیښی توری زیاتی شوی دکندز پیښه چی ترټولو لویه پیښه وه نو هلته هم په لومړی سرکی داویل کیده چی طالبان وژل شوی حتی هغه مهال په خپله دکندز والی انجینر عمرپه لومړی سرکی وویل چی له شپیتوڅخه نیولی تر اویاووپوری طالبان وژل شوی خووروسته چی په ډاګه شوه نودکندز والی بیا په خپله خبره پښیمانه ؤپه هرصورت دسیاګرد پیښه کی هم زیاتره ملکیان وژل شوی اوپدی برسیره هرڅوک چی وژل شوی مونږ ته یی درد یوشان دی که طالب هم وژل شوی یوه مور به پری اوښکی تویوی اوکه ملکی کس هم وی نوخامخا به یوه موراو بیا پرته له شک څخه یوه پښتنه مور بوره اویا یوه ښځه کونډه وی

  2. خلیل Reply

    خبریال دی که چارواکی خوچې افغان دی نو افغاني غیرت باید ورسره وي دیو افغان وینه خو لاپریده چې څومره قدر لري، افغاني ونه ،خاوره،ډبره اوفضا د قدر وړ ده او هیڅ پردی حق نه لري چې پرې مرمۍ ووروي.څوک چې پرې نه خپه کیږي نو په خپل وجدان دې وشرمیږي چې څومره بې حسه او بې غیرته وجدان لري.دا هرڅه زموږ په پاکو وینواو زموږ د ونو بوټو په اوښکولیکل کیږي او هیڅ کله به هم د ریښتینو افغانانوله زړونو ونه وځي.هیڅ پردي پاله دې دا فکرنه کوي چې حالات به ټول عمرهمداسې وي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *