Categories

اعلان

Loading…

له ځوانۍ ویره ( د لغمان د جنازو یادښتونه) دوست

خبر:

د پنجشنبې ماسپښین نږدې یوه بجه ده. موبایل وکړنګید او بیا په ژړه غوني غږ وویل شول: خبر شوې؟ – نه څه خبره ده؟ – صفي الله یې ویشتلی، څلور نور ځوانان یې هم ویشتلي.

– چیره، ولې؟ – خپل کلي کې. د کرکټ نندارې ته ناست وو. سبا نهه نیمې بجې یې جنازه ده او نور موبایل بند شو.

د کلي په لور:

دا ځای د الینګار ولسوالۍ اړوند سیمه ده. سخره یې بولي. د سړک په غاړه ټولی ـ ټولی خلک ولاړ دي او شیبه په شیبه یې شمار ډیریږي. هلته یو ځوان هلک دوه نورو کسانو غیږ کې ټینګ نیولی او د دیواله بیخ ته یو بل ماشوم پړ مخې پروت دی او اوښکو یې شاوخوا خاوره لمده کړې ده.

هلک، د صفي الله کشر ورور دی. هغه چیغې وهي او وايي: ما مې خپل ورور سم ونه لیده. ما پریږدئ! خو چې کله یې پریږدي، د تابوت سر ته ودریږي، سترګې یې پټې شي، حیران ولاړ وي، بیرته یې ملګري را کش کړي.

زورورې چیغې:

د خټینې کلا لوړ دیوالونه د ښځو او ماشومانو چیغې نشي ایسارولی. یو شور دی. څو میرمنې په تابوت را قاتې شي، چیغې شي. نورې یې کش کړي، نصیحت ورته شروع کړي، خو وروسته د ناصحانو چیغې له هغو نورو ډیرې لوړې شي. کټ یې له انګړه راوویست. مور یې زما مخې ته راغله، په چیغه یې وویل: وه وروره! له صفي الله یې خلاصه کړم. خوره یې درته مړ که، وروره . زه ورته پاس نشم کتلی، خپلې اوښکې نشم کابو کولی او په خپله ژړا بندیز نشم لګولی. مور یې په سلګیو کې خپل مشر ځوانیمرګ زوی مخاطب کړي:

کاش! مریض شوی،وی. خدمت مې درته کړی وی. ته خو… یو دم فکر په ځای کړي، غواړي کیسه راته وکړي: وروره! ډزې شوې.

له کوره را ووتم. منډه مې کړه. صفي الله ته مې زنګ وواهه، زنګ ورغی خو چا ځواب نه ورکوه، څنګه به یې ځواب ورکړی و، هغه خو سوری سوری و. غواړي نور هم څه ووايي خو خبرې یې په سلګیو او سلګۍ یې په چیغو بدلې شي.


له انګړه مو په څه خوارۍ کټ راوویست. باغ کې د هغه د تره د زوی او یو بل کلیوال تابوتونه له مخکې ایښودل شوي وو. خلک ورته ولاړ وو. خو دوی ژیړ مخونه پراته وو او د سترګو پرانیستو وس یې نه درلود.

د ماشوم د خولې خبره:

د صفي الله د کشر ورور ژړا مې په څه خوارۍ غلې کړه، ما ویل ووایه څه وشول؟ هغه شیبه وروسته کیسه شروع کړه: زموږ او یو بل کلي د کرکټ میچ و. ټول ورته ناست وو. یو دم څو کسان په منډه راغلل اول یې هوایي ډزې وکړې او بیا یې خلکو ته ټوپکې ونیولې.

موږ منډې کړې، د تیږې شا ته پټ شوم. چې بیرته راغلم پنځه کسان په وینو کې شټیدل. یو په کې زما لالا و. نوره یې کیسه ونشوه کولای او غږ یې ټپ شو. نیمګړې هیلې: صفي الله سږ کال د ننګرهار پوهنتون زراعت پوهنځي نه فارغ شوی و.

له څو اونیو په دې لټه کې و چې د ننګراج د زراعت په لیسه کې ښونکی شي. د مقررۍ کار یې نږدی کړی و. خو کاغذونه یې کور کې انبار پاتې شول او د تدریس ارمان یې ځان سره یووړ.

له ځوانۍ ویره:

یو ماشوم راغی. راغلي میلمه ته یې سلام وکړ. لاس یې ورکړ. هغه ورته ویل: ځوان شې بچیه! ماشوم هک پک شو. لکه څوک چې ورته ښیرا وکړي. شاوخوا تابوتونو ته یې وکتل، ټولو کې ځوانان پراته وو.

منډه یې کړه. شاید ځان سره یې ویلي وي: دلته خو د ځوانانو لو دی. چې ځوان شم وژني مې. جنازه: شیبه وروسته، صفونه برابر شول. ملا صاحب غږ کړ: نیت کوئ! څلور تکبیره وویل شول. لږ وقفه وشوه. بیا نیت وتړل شو. او ورپسې بیا نیت وتړل شول. درې تابوتونه ایښي دي. دوه نورې جنازې یې نورو کلیو ته وړي دي.

د قبر په لور:

جنازې د قبر خواته روانې شوې. ژر را ته یو حدیث شریف په یاد شو. رسول مبارک ص فرمایلي: خپل ظالم او مظلوم ورور سره مرسته وکړئ. صحابه کرامو وپوښتل: له مظلوم سره خو به مرسته وکړو. له ظالم سره څنګه مرسته وکړو؟

حضور پاک ځواب ورکړ: هغه له ظلم کولو ځنې منع کړئ. همدا یې مرسته ده. ملا صاحب مې بیل کړ، ورته ویل مې: لږ په موجوده حالاتو خبرې وکړه. ځوانان مو تباه شول. هره خوا وژل کیږي. خو هغه ویل: تر څو چې په اسلام برابر نشو، همدا به مو حال وي.

ما ځان ته وکتل، شاوخوا خلکو ته مې وکتل. نه د چا غاړه کې صلیب و او نه له چا سره بوتان وو. ټول په اوداسه وو. ملا صاحب، توره وکړه. دغه وژنه یې ستر ظلم وبلله او د ناحقه قتلونو سزا یې همیشنی دوزخ وګڼه. خو ډیر په موضوع ونه څرخیده او شاید دا یې مجبوریت و.

های! زموږ وطن کې خو له مودو راهیسې نه څوک ظالم سره مرسته کوي او نه له مظلوم سره. همدا دلیل دی چې هم بې شمیره ظالمان لرو او هم مظلومان. د پلار خبرې: د وژل شویو ځوانانو پلرونه ټول غلي، خو نارامه وو. شاید ویلو ته یې ډېر څه لرل خو نه یې ویل. اخر د یوه پلار غلي وويل: وه ناځوانه! زوی مې څه ګناه کړې وه؟ وهلې به دې و. بندي کړی به دې و، نو واژه دې ولې؟

شاړ شوي جوماتونه:

سهار وختي لمانځه ته پورته شوو. غوښتل مو جمعې ته لاړ شو. خو یوه ویل: وروره، اوس څوک سهار جمعې ته نه راځي. ماسخوتن ته هم څوک زړه نه ښه کوي. هغه وختونه لاړل. اوس خو جوماتونو کې هم خلک وژني.

عجیبه ویره:

د شپې ډوډۍ وخوړل شوه. خلک بیخوبه وو. د کوربه حجره له کوره بیرون وه. موږ غوښتل همدلته ویده شو. خو څو کسانو، مشوره نه راکوله. هغوی ویل: کورونو کې ویده شئ. حالات خراب دي. یوه غږ کړ: موږ څه کړي؟ نه حکومت سره یوو، نه خارجیانو سره. مقابل لوري خبره ور پرې کړه: دې وژل شويو څه کړي وو؟

دې خبرو پسې مه ګرځئ! ځان ساتئ. خدای شته ډیر ناهیلی شوم له دې لویه ناهیلۍ به نوره چیره وي؟ چې هم در کې مړی وشي او هم له ډاره ارام خوب ونشې کولای.

محمد نعمان دوست، جلال اباد د سلواغې ۶مه، ۱۳۹۲ ( ګرداب ورځپاڼه)

یادښت:

د پنجشنبې په ورځ شاوخوا یولیس بجې، د لغمان د الینګار ولسوالۍ په سخرې کلي کې، څو وسلوالو د کرکټ د لوبې په نندارچیانو ډزې وکړې. په دې ډزو کې پنځه ځوانان ووژل شول. په دوی کې یو سږ کال له زراعت فاکولتې او یو له انسټیټوت څخه فارغ شوی و. یو د شرعیاتو پوهنځي د درېیم ټولګي محصل و. یو دکاندار و او یو سیمه ییز پولیس.

26 total views, 1 views today

2 comments

  1. حامد Reply

    سخته دردوونکې پیښه ده، خدای ج دې ځوانیمرګو شهیدانو ته جنتونه ورکړي. سملاسي نه وایم چې خدای ج دې خدای د قاتلانو ته سزا ورکړي، خدای ج به خپل حساب ورسره خامخا کوي، مګر دا زموږ بنده ګانو دنده څه ده؟ د خدای لپاره،یونیم دوه میلیونه خدای خبر چې څومیلیونه به وو له منځه لاړل تر اوسه یې حتی یو کس هم د دغه قتلونو مسولیت وانخیست، آیا موږ ژوندي انسانان یو؟ موږ ته اوبو قیمت له وینو زیات دی، په اوبو به له خپل ګاونډی وینه تویو، خو د دغسې ناحقو توی شویو وینو ته د عدالت راوستو ته حتی خوله هم نه خوزوو، نا حق قتلونه به خدای خبر تر کومې مودې روان وي، موږ به بیا هم وایو شکر چې مسلمانان یو

  2. ښادی خان حبیبی Reply

    سخته دردوونکې پیښه نه پیښی دی ، یوه نه په لسهاو په زرهاو خدای ج مو د توبه قبوله کړی دې الله د ټولو شهیدانو ته جنتونه ورکړي. خدای خبر تر کو مو به دا دردونه او نا خوالی روانی وی قدرمن ورور په قلم د برکت شه باور وکړه کله می هم ستاسی لیکنه نده لوستی چه په چیغو می ندی ژړلی الله د داسی با احساس ځوانان ،ډیر لری ستاسی لکنی که تو ل ملت ولولی حتمی به انقلاب راځی الله مو وساته الله مو د حقیقی مسلمانان او انسانان جوړ کوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *