Categories

اعلان

Loading…

جان بولټن: اوباما غواړي چې له افغانستانه ټول پوځیان وباسي

تاند- په ملګروملتو کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، ولسمشر بارک اوباما نه غواړي چې په افغانستان کې یې لږ یا ډېر پوځیان پاتې شي.

جان بولټن وویل، اوباما غواړي چې له افغانستانه هم هماغسي عسکر وباسي چې له عراق څخه یې ایستلي ول.

بولټن فکس نیوز تلویزیوني چاینل ته د اوباما په اړه وویل:«ده نه غوښتل چې په عراق کې یو امریکايی پوځي هم پاتې شي، زه فکر کوم دی (اوباما) نه غواړي چې په افغانستان کې یې هم پوځیان پاتې شي.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو د پاتې کېدو په اړه د لویې جرګې له پرېکړې سره سره حاضر شوی نه دی چې له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

په م.م. کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پخواني سفیر جان بولټن په وینا د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې جوړجاړی ممکن دی.

ده زیاته کړه:«فکر کوم که موږ غوښتلای چې له عراق سره جوړجاړی وکړو، کولای مو شوای. اوس هم فکر کوم چې که موږ وغواړو چې له کرزي سره جوړجاړی وکړو ممکنه ده چې وشي.»

بولټن په دې اړه چې اوباما غواړي له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي، وویل:«زه نه پوهېږم چې د کال (۲۰۱۴) په پای کې به څه پېښ شي، له بده مرغه به هغه څه وشي چې نن سبا یې په عراق کې وینو.»

د عراق په فلوجه او یو شمېر نورو سیمو کې، چې امریکايي پوځیانو له القاعده څخه نیولې وې، القاعده شبکې خپل بیرغونه پورته کړي دي.

64 total views, 2 views today

2 comments

  1. نجیب ا لله علیزی Reply

    دا فقط پرا فغانانو با ندی فشا ر دی خو که په افغانستان کی توندلار بیا لاره ومومندله نو امریکا هم و ا لله که ا رام را څخه وکړی.

    مننه
    نجیب الله علیزی

  2. شبیراحمد Reply

    داچې بولټن څه وایي هغه دده خپله خبره ده خو مونږ دا په ځغرده ویلې شو چې که امریکایان وتښتي یا پاتې شې زمونږ هیواد به ترهغه په ارام نشي ترڅو سوچه اسلامي حکومت پکښې قائم نشي دلته بې له اسلامي حکومته جنګونه نشي ورکیدلې دویم دا چې افغانان باید متحدشي دپردیو له غړوندي خپل سرونه خلاص کړي دخپل هیواد آبادولو ته خپله ملا وتړي هیڅ پردي ته اجازه ورنکړي چې زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي پردي فرهنګ ختم کړي هرڅه داسلام او افغاني اصیل فرهنګ سره برابر کړي کنه نو نن هم ویني توئیږي صبا به هم وینې توئیږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *