Categories

اعلان

Loading…

د «نی کوڅه” دې د مرګي تجار ته پاته نه شي

(الهام د يو غزلبول پسرلي د مرګ په افواه)

د جمالياتو د خدای هره پيرزو
بس پر يوه سړي کېده هغه مې هم ونه ليد
ما او خزان دوه غبرګولي وروڼه يو
ما چې جنم کاوه، نو جنګ و زلميتوب ته رسېد
ما چې کتاب د رحمان لوست نو د غزل غوندې وم
ما چې غزل ته ځان سپاره نو په کابل کې د غزا ورځې وې
زه خبر نه وم چې غزا دې څوک تر کومه وړي
زه خبر نه وم چې غزا دې غزلبول شړلي
غزا پر ښکلو باګرامونو دې غومبرې کړي
ما چې “زهره” لوسته نو هله تش په دې پوهېدم
“چې زهرموره څوک هضمولی نه شي”
مړي ؤ ډېر، له هر يوه سره به دغه مرثيه راتلله
چې “هغه مړ نه دی او هغه څوک وژلی نه شي”
دا تسلي وه، حوصله وه، سياست و د وخت
ما دی تر زر ځله هم زيات دغه متل لوستلی
چې” سل دې ومره خو دا يو دې مه مره”
خو تر زر ځله زيات هم سل مړه شول، هم يو مړ شو
نسل کشي وه، ځان وژنه وه، ځانمرګي کېدل
زه ايله اوس په دې پوهېږم چې د ښکلي پېښور په هسک کې
ووه” رنګه ؤ د څه او کومه خوا خورېدل
خو بيا هم ډېرو د سبا سبا په تمه شوګېرې کولې
د پسرلي په تمه تمه د ووه رنګونو ضد دا سرنامه وه د ژوند
“څانګه به نن سبا کې ګُل شي
ما يې په سر کې سرې غوټۍ لېدلي دينه”
څانګه ګل نه شوه خو که ګل شوه نو غزل شوه زموږ
پسرلی رانغی، خو بيا هم پسرلي به پسرلي پنځول
اور، وينه، ښکلا او امنيت يې په يوه زمکه کې داسې کرل
تا به وې چرته د ملي روغې پسرلی دی سړی
تا به وې، دا خو سم غزل غوندې، پسرلی غوندې دی
تا به وې دا خو له سپېدو جوړ دی او موم غوندې دی
تا به وې ويلي به شي، ډېر په زړه نری غوندې دی
سړی ولاړ پر خپل مقام و “غزلبڼ” ترې جوړ شو
دا مناجات غوندې سړی، دعا دعا پاتې شو
وئېل يې دا چې د غزل “شپېلۍ” دې ماته نه شي
د “نی کوڅه” دې د مرګي تجار ته پاته نه شي

په درنښت

خان زمان کاکړ

65 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *