Categories

اعلان

Loading…

پسرلی د کاروان میر(د ارواښاد استاد پسرلې په یاد) پیر محمد کاروان

اخی څه خوږه شرنګا
ګډوله یې اروا
په نازکو زمزمزمو
په پسته مسته موسکا
ماتوله یې چوپیا
وو لفظونه پانزېبونه
او مسرې یې تکې سرې
د خیالونو د کوترو
وې مهینې تنکۍ پښې
پوست غزل یې د ښکلا
دوې کوترې خوا په خوا
وې مښوکه په مښوکهnewustad
په غومبر او په ګډا
یوې بلې ته یې ورکړه
د خوږې مینې دانه
د پستې مینې ښکالو
پسرلی ؤ د پښتو
د حیا د سر سالو
پسرلی ؤ یو ملنګ
وو د مینې د ښکلا
د میَنو شهنشا
بس د ټولو ؤ اشنا
ور پسې مې رېږدي زړه
لکه لاس د وارخطا
پسرلی د کاروان میر
دادی اوس هم راسره
دی مې لپه کې دعا
په ګلونو دی مین
ربه ته یې کړې بلبل
د جنت د شنې فضا

۲ دلو ۱۳۹۲

18 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *