Categories

اعلان

Loading…

دغنی خان رنګینه ځواني او د زړونوخاني/ رڼا ګل اریوبزی

غنی خان د ځوانی په رنګین خیال کې د سند د سپینو شګو ځانته جوړ کړ یو محل چې«دا ټول خرګی جهان ورته حیران حیران کتل».

هسکې مناری ،جګ جګ دیوالونه،شنه شنه چمنونه او باغونه،رنګ په رنګ ګلونه د نرګس ودرامیل او دمرسل،مالیار یی کړ بلبل.

یوه ښکلی معماری ده،د ار مان یوه نقاشی ده،بس دخیا ل فکر سیا لی ده.هنرونه، فلسفی او ارمانونه، دا هر څه پریمان دی،پکښی مینه شهزادګی ده،دا نور ټول یی نوکران دی.

د خیا ل په دی محفل کې نه شیران شته نه پړانګان،نه ګیدړی نه لیوان،نه جنګ جنګسالا ران او نه کونډی یتیمان .بس زرکې دی تنځری،شنی سپینی کوتری،شنه طوطیان، توری بلبلی، خوږی خوږی نغمی دی په زړه پوری سندری.یو سوز دی یو ساز دی،هم ناز دی هم راز دی،یو محفل دوصال دی دمجنون دلیلی،د فرهاد شیرینی،د ادم درباب ترنګ دی ،ددرخو دبنګړو شرنګ دی.غنی یی په منځ کې ناست دی،نه سر دار دی،نه آغا او نه باداردی،یو دغم تاج یی په سر دی،په مینه کې سر شار دی،بس دزړونو خریدار دی او په هر زړه کې مکان دی، دغه خان دزړونو خان دی.

هلته په یوه باغ کې دانګورو یوټولګی راغی دحورو،نغمو ته دبلبلو نڅید لی،خندید لی، غنی چې دخیال په آسمانو کې لا پخوا وی پیژندلی اظهاریی ورته وکړ داڅولاندی مرغلری:

               زوړند د دوو  ستورو نه  چې ستا د زرو ټال و

             پروت چې په دی زلفوکې د منګ په ځای هلال و

           هغه  چې  په  دړو  کې  دستو   رو   ګر  ځید لی

           یا به د سپوږ می   شغلو   کې پټه   ګډ  ید    لی

          حور ی  ما  هم  بوزه  د  رڼا  هغه   جهان    له

           تا  سره  به زه   هم  خوا  کې ټال وچوم ځان له

دغنی په رنګین خیال کې اوپه دغه خیالی ټال کې د پښتو شعر وادب چې زنګیدلی پورته ستورو ته ختلی،دشغلی په شان ځلیږی، یوه رنکینه منظیره ده،یو کمال دی دجمال،یوه عجیبه ننداره ده،د پتمن ژوند ترا نه ده.په لوستو یی یاره ګوره ړندی سترګی بینا کېږی، تور زړونه رڼا کېږی،کینه ډار ور ځنی تښتی او له مینی نه ډکېږی.د غنی دغه ارما دی ،دا خان دزړونو خان دی.

خو چې زور چاړی ته لاس کړی یو وحشی غوندی جلادشی، دا نازک دمینی ډک زړه هم فولاد شی. دحسین په شان یزید ته ټینګ ولاړ وی په میدان کې، په ښار کې،په بیدیا او په زندان کې.نه ایریږی ، نه ماتیږی او نه ټیټیږی.یو سرکښه نارینتوب شی،یوجنون شی دمجنون،د مینی لیونتوب شی او کمال دسړیتوب شی.دا زړه د غنی خان دی،غنی ځکه لوی انسان دی چې د مینی لیونی ته اپلا تون لاس په سلام دی،دا خان دزړونو خان دی

دمینی دا لیوال دامن طلبګاردی، دزور سره په جنجال دی او ورته وایی چې زه ذات یم دانسان،ته بچې یی دشیطا ن، زما وینه پا که مینه، ته یی اور دجهنم، نور نلری تک توریی،ته کینه یی ته فتنه یی،ته یی غم ته یی ماتم،ته آفت یی ته ذلت یی،ته استازی دستم.ته په ځان باندی مغرور یی،زه په مینه کې سر شار، ته یی وږی دلالونو زه یم تږی دخمار.زه اوته نه سره جوړیږو،ته او زه به سره جنګیږو،په بحر او په بر، په سمه او په غر.دا می عزم داایمان دی،دا ګز اودا مبدان دی.غنی په دی سنګر کې نه توپ او نه تفنګ لری،نه دتوری پړک لری نه دزغرو شرنګ لزی. دی دمینی په لښکر په زور شو زوروراو تری جوړ یی کړ خړ خر.دجهاد په دی سنګرکې غنی خان یو قهرمان دی،دخپل پلار په لارروان دی او سوری وهی چې:

               وهم  منډی  تا  پسی خو ته هم لری    وینم ستا ایله ایله د پښو غباره

               پروا  نشته  که  منډو منډو مړ   شم     فقط ستااودخپل قوم دنوم دپاره

بابه ته دغنی دغه پیغام دی،بابه فخر دافغان دی او غنی دزړونو خان دی.

بل خوا ته چې ګوری دا له مینی خالی زړونه،دا بی زړونو جسدونه،اوږدی بمبلی ږیری،دریا عبادتونه،په وینو سره لا سونه اوشلمی خیټی دپخی غلی کندوان،دا بی پته مار شالان،د فساد قهر مانان، زورور په یتیمانوخو دزور دی غلامان،دادخاوری دلالان او دا بی رحمه لوټماران چې نه یی دین شته نه ایمان او نه بل کوم یو ارمانااوبس دیته یی تلوسه ده چې چرته چې پیسه ده،هغه دده کعبه ده، دده ورنه سجده ده،دا یی عهد دایی پیمان دی،دا مغل دی که افغان دی، غنی ور سره وران دی،غنی ځکه زړونو خان دی.

38 total views, 1 views today

1 comment

  1. عبدالرشید Reply

    باره رڼاګل اریوبزی صاحب ! داخوداسي ترنګ دي پورته کړچه ورسره دي زموږدزړونو زنګ پورته کړاودمینوپه ننګ کي داغیاروسره جنګ ؤ . مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *