Categories

اعلان

Loading…

ټپه ايزه او پښتو موسيقي

فريد احمد تسکين/

ټپه ايزه د پښتو ادب ادب هغه نوی فورم دی چې په تېرو څو کلونو کې يې د تخليق جامې واغوستلې او نوي نوي قدمونه يې ايښي دي په ډېر کم وخت کې يې ډېر مينه وال پيدا کړل.

 دغه فورم د موضوع په لحاظ نظم ته ورته شعر دی،چې هم قافيه او هم رديفه پنځه کړۍ لري او د ټپې په دويمه مصرعه چې ځينې ورته ټکی هم وايي پای ته رسيږي.

 د ټپه ايزې دغه فورم څومره چې زه خبر يم يا ډېر شمېر د ادب لارويان پرې متعقد او همغږي دي د دې فورم د تخليق او د هنريت زيور د نوښت ګام ډاکتر حنيف حيران ته رسيږي.

 يو شمېر شاعران د دې فورم نوښت او تخليق د ځان په ګټه بولي ولې ماچې د ټپه ايزې نوي فورم هغه مهال چې د دې فورم نوم نه چا اوريدلی و او نه مې د چا له خولې اورېدلې ده؛خو ټپه ايزې چې ما په لومړي ځل ولوستلې د ډاکتر صیب حيران په خپل شخصي ويبلاګ( پکتيا په ډاګ کې) وې.

 د ټپه ايزې دغه فورم چې د موسيقي د ودې لپاره يې نن سبا خورا ارزښتمن رول لوبولی دی او هر سندر غاړی يې په موسيقي کې د يوه ځانګړي اسلوب سره زمزمه کوي.

 که له يوې خوا دغه فورم د موسيقي په وده کې د ذوق او پرمختګ ګامونه  کيښودل ؛خو له بلې خوا د ادب او موسيقي د بربادۍ لامل هم شول چې علتونه د خپل اصلي جوړښت ته نه پاملرنه او په زور ليکل يې غټې نمونې دي.

 کله چې دغه فورم له موسيقي سره يو ځای په زمزمو بدرګه شو د موسيقۍ بازار مخ پر ودې روان شو او په موسيقۍ کې د دغه فورم تخليق بنسټګر کرن خان دی. کرن خان د ذوق دې تابلوته د نوښت رنګ ور ګډ کړ او هغه يې د يو ځانګړي خوند او کيف خاوند و ګرځاوه.

 ښاغلی کرن خان دغه فورم د خپل ځانګړي اسلوب او خپل تخليق سره تر خپلو مينه والو د خپل غږخواږه ورسول اوپر موسيقي کې يې د نوښت مشري خپله کړه.

 د ټپه ايزې دغه نوی فورم چې ډېر شمېر شاعران يې تخليق نه ګڼي ولې ورسره ورسره داهم وايي چې ټپه ولسي مال دی او شاعر يې مالوم نه دی.

 دوئ وايي دڅلورو کړيو سره ټپه هم ور زياتيږي د ټپه ايزې خوند او کيف هم همدې ټپې پيدا کړی دی.

 دغه ګوتنيوونکي شاعران دا هم وايي :د ټپې خوند د دې لامل شوی ،چې مينه وال په خپل کيف ماړه کړي.

 زه پخپله دې فورم سره چندانې جوړ نه يمه،جوړ په دې نه يمه چې د دې فورم شاعر مالوميږي نه نو ځکه خوند نه راکوي ولې پښتو ادب ته د نوي فورم راتګ لپاره خوشبين يمه او د نوښت او تخليق هرکلی کوم.

  نن سبا د ټپه ايزو بازار ښه ګرم دی. ځکه چې اسانه ليکل کيږي او بله داچې هغه هنريت چې ما وړاندې هم ورته نغوته وکړه چې نظم ته ورته موضوع لري؛خو اوس مهال زيات شمېر شاعران د ډاکتر صیب حيران هغه پوله هم ماته کړې کومه چې ښاغلي حيران  د خپل اصلي شکل لپاره ټاکلې وه او اوس مهال خو بيخي د غه فورم د ډېر زيات بې ذوقۍ له وجې مخ پر نابودۍ روان دی.

 ځيني شاعران خو بيا د څو نورو کړيو په زياتوالي سره بيلابېل نومونه ورکوي،چې ټکوريزې او غزليزې يې بولي.

د دومره نومونو د بدلون او تقليد پايله دې ته رسيږي چې له ټپه ايزې چټيزه چوړه شي.

 د داسې مسايلو په راتګ سره چې د بې ذوقۍ طوفان هم ورسره دی  د ادب پالو هغه انديښنې چې ويل يې ادب د نابودۍ خواته روان دی اثبات ته رسيږي او د تخليق بڼه به تقليد ونيسي.

زه په دې عقيده يم چې که چېرته د دې فورم هغه اصلي  بڼه په هماغه خپل حالت کې پاتې نه شي نو لرې نه ده چې د دې فورم د بربادۍ لامل به هم شي او د پښتو ادب ملا به ماته شي.

 زه چې ډېر شمېر رسنيو يا د چا له خولې کومه ټپه ايزه اورم د يوه او بل نه یې غلا کوي.

نه يوازې چې په دې فورم کې هم غلا روانه ده بلکې د پښتو ادب په نورو صنفونو کې لکه غزل، نظم او نورو کې هم روانه ده.

هيله ده زموږ ځوان شاعران  او هنرمندان چې فکري انرژي او قوت ورسره دی د بې ذوقۍ او خمود لمنه ټوله کړي او د نويو نويو فورمو د تخليق لپاره مټې را بډ وهي او د خپل فکر د تخيل د چينې ورخونه را مات کړي او د مينه والو ادبي تنده خړوبه کړي.

په همدې هيله

فريد احمد تسکين ـ کابل خير خانه مېنه

۱۳۹۲/

10 total views, 3 views today

2 comments

  1. حمید توخی Reply

    ته چې د ادبیاتو په اړه خبرې کوې، زه شرمیږم. تر اوسه یم او یمه نه پیژنې، تر اوسه د ځان په اړه نه پوهیږې، چې مذکر ېې که مونث، نو د ادبیاتو د مشکلو موضوعاتو په اړه به ستا خبره څه ځای ونیسي؟

  2. حمید توخی Reply

    دویمه خبره دا ده، چې که ته څه شی په اول ځل ووینې ایا هغه به د هماغه شي اول ورژن وي؟. تا چې ټپه ییزې د حیران په ویبلاګ کې اول ولیدې، نو ځکه اول حیران لیکلي دي؟ له دې معلومه شوه، چې د شیانو د اولیت ټاکونکی ستاسو نظر دی . حیران هم بیځایه هوا ګزوي، چې په شاعرۍ کې یې شل نکړه، نو ډ ټپیزې د لومړیتوب دعوې کوي. خو دا ټولې دعوې پوچې دي. ته خپل ولسي ادب ولوله، چې د ټپیزې بیلګې څومره مخکې تخلیق شویدي؟. درېیمه خبره دا ده، چې ژانرونه د بې زوقۍ له امله نه نړیږي. ژانرونه هله له منځه ځي، چې د رامنځته کیدو عوامل یې له منځه لاړ شي. قصیده یو وخت د ستاینو لپاره اړینه وه، نو شاعرانو ته محبوب او د ګټې صنف و، خو کله چې هغه عوامل له منځه لاړل ځای یې نورو اصنافو ونیوه. د غزل همیشنی بزمي ضرورت ددې باعث شو، چې غزل په هره زمانه کې لوستونکي او اوریدونکي لري.ته وایې زه له دې فورم سره پخپله جوړ نه یمه (یم) ځکه چې شاعر یې معلومیږي نه، خو مخکې دې ویلي، چې حیران رامنځته کړیدي او ډیرو شاعرانو خو د حیران په شمول د ټپیزو کتابونه هم چاپ کړیدي.په دوه پراګرافونو کې دې خبرې نه سره جوړیږي. دا به څه کووو؟. ستا وروستی پاراګراف:
    . يله ده زموږ ځوان شاعران او هنرمندان چې فکري انرژي او قوت ورسره دی د بې ذوقۍ او خمود لمنه ټوله کړي او د نويو نويو فورمو د تخليق لپاره مټې را بډ وهي او د خپل فکر د تخيل د چينې ورخونه را مات کړي او د مينه والو ادبي تنده خړوبه کړي
    ـ جمود که خمود؟ ستا له لیکنې سړی پوهیږي، چې پروفي تیروتنه نده.
    ـ د خپل فکر د تخیل….. د فکر تخیل لا څه بلا ده:؟
    زښتې ډیرې خبرې کیږي، ستا په خبرو، خو سړی څه ووایي؟، ټپه ټپیزو بدرنګه کړه او لیکوالي تش مغزو لیکوالو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *