Categories

اعلان

Loading…

بلوچ: امریکا او هندوستان په پاکستان کې له طالبانو ملاتړ کوي

تاند: (جبارخېل)- د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند یو مشر لیاقت بلوچ پرون ملتان کې یوه غونډه کې امریکا او هندوستان په پاکستان کې د یو شمېر طالب ډلو په ملاتړ تورن کړي دي.

پاکستاني تلویزیون جیو د لیاقت بلوچ له خولې ویلي: (( په پاکستان کې د طالبانو ۶۵ ډلې فعالیت کوي چې ځینو سره د امریکا او هندوستان ملاتړ شتون لري)).

بل پلو یو شمېر کتونکی بیا وايي چې پاکستان د افراطي ډلو په زیږولو سره هڅه کوي ترڅو په افغانستان او هندوستان کې خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.

بلوچ په داسې حال کې امریکا او هندوستان په خپل هېواد کې د طالبانو له ډلو په ملاتړ تورن کړي چې لا هم افغانستان بیا د پاکستان له لوري له ورته ستونزې سره مخ ده. خو افغان دولت له اوږدې مودې راهیسي د وسله والو طالبانو او د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس آی) ترمنځ له اړیکو پرده پورته کړې او د کابل د وروستي برید پړه چې په کې د بهرنیانو په ګډون ۲۱ کسان ووژل شول د بهرنیو استخباراتو کار بللی چې هدف یې د پاکستان استخبارات دي.

11 total views, 4 views today

1 comment

  1. تمیم شاهد Reply

    ښاغلی بلوچ برعکس خبری کړی دطالبانو له ټولو ډلو سره په لومړی سرکی دپاکستان مستقیمه مرسته اوپه دوم پړاو کی دامریکی څه ناڅه مرسته شته دهندوستان هیڅ ډول مرسته له طالبانو سره دمنلووړنده همدغه باکستانی دوه مخی سیاستوال دی چی په افغانستان کی یی دجګړی اورتود ساتلی اواوس که خدای کول دغه داورلمبی ددوی لمن ته رسیدلی اوډیر ژرده چی همدغه نامسلمانه اوله خدای پاک څخه نه ویریدونکی ګاونډیانو هریو پاکستان اوایران دچیغو شاهدان واوسو

Leave a Reply to تمیم شاهد Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *