Categories

اعلان

Loading…

غزني کې څه تېرېږي؟

محمد ابراهیم ګران/

په غزني کې ګڼ شمېر ولسوالۍ اوس هم د جنګ او جګړو په ناتار کې ګډې دي. د طالبانو د واکمنۍ له پیله بیا د لنډ مهاله ادارې تر دوه لومړیو کلونو  پورې د غزني په ده یک، اندړو، ګیرو او قره باغ ولسوالیو کې چا د ټوپک ډز نه پېژانده، داسې شپې او ورځې تېرېدې تابه ویل، چې دا ولایت له پیدایښته تر اوسه پورې هېڅ د جنګ تر پولې نه دی تللی، د خلکو روحیات دومره په مستۍ وو، چې هېڅ په چا کې د خپګان کومه نښه نه ښکارېده، د ځوانانو، پېغلو، سپین ږیرو او آن ماشومانو خولې به هم له خندا ډکې وې او د وېرې کوم څرک نه وو.

د ودونو په خوشالیو کې ډولونه، د اختر په ورځو کې د (میري اختریزه مېله)، د هګیو جنګول، د آسونو زغلول، والیبال لوبه، د ځوانانو اتڼیزې ډلې او داسې نور پدې سیمه کې د خوښۍ نښې وې… زما لا دا هم په یاد دي چې د شپې په دوولسو بجو به ځوانانو د کلیو او بانډو په شاوخوا کې منډې وهلې، محفلونه به جوړېدل، مستۍ به وې او آن تر دې چې د شپې مهال سندرو او په زوره غاړې کول یې هم په کې ګډ کړي ؤ، په ځانګړې توګه د غنمو د لوونو پرمهال به چې د غرمې ډوډۍ او له ناشتې وروسته د لوګرو په منځ کې یو تن سندرې ویلې او نورو به چکې او تالونه ورته ټکول، ټول د خوښۍ نښې وې، خو متاسفانه چې یو څه وخت وروسته دا ټولې مستۍ په غمونو بدلې شوې.

د وختونو څرخ څه عجیب وڅرخېد، سر له لمر لوېدو تر سهاره د خلکو په ګرځېدو بندیز ولګول شو، د امن لمن ټوله شوه، د وسلو او باروتو بویونه را ستانه شول، د خوښیو پر ټغر د غمونو مېلمانه کښېناستل، د ځوانانو او خلکو پر وړاندې یې په لارو کې اوسپنیز اغزي واچول، د ټوپک شپېلۍ په بېلابېلو دلایلو د ځوانانو ټټرونو ته ورغبرګې شوې، ځوانان خو لا څه چې سپین ږیري، پېغلې، ماشومان او سپین سرې هم د دښمن د ټوپک نښه وګرځېدل او مخ پټي په دومره ناځوانۍ په دې سیمه کې تر پاڅون وړاندې خلک په نښه کړل، چې د غم کیسې به یې کتابونه ډک کړي.

د خلکو ترمنځ د نفرت او بې باورۍ توره پرده پرېوته او کله کله به له اسمانه هم د بمونو باران وشو، د کلیو او نږدې بانډو ترمنځ دومره کرکه پیدا شوه، چې یو پر بل د کافر، خلقي، اربکي، حزبي، بې دینه، القاعده، تروریست او نورو ټاپې ووهل شوې. پدې جریان کې څوک له وېرې هم له یوه کلي بل کلي ته نه شول تللی. له ټولو نه به راتېر شم، یوازې ددې سیمې د ځوانانو په ژوند او د هغوی راتلونکې ته په پېښو ګواښونو لیکم، چې له یو دردونکي تصویر ډېر څه نه ترې جوړېږي.

ددې سیمې ځوانان په څو ډلو وېشل شوي دي، یوه ډله حکومت پلوه ځوانان، چې څه نا څه اقتصادي وضع یې ښه بلل کېږي، بله ډله ځوانان د طالبانو طرفداره دي، چې هغوی هم د خلکو په خبره موټرسایکل لري، دریمه ډله ځوانان هغه دي، چې په متحده اماراتو کې یې د ګټې څادرونه غوړولي دي او د خلکو تمه ورته زیاته ده او همدارنګه څلورمه ډله ځوانان هم هغه دي، چې له خدایه پرته هېڅوک او هېڅ شی نه لري.

دا وروستۍ ډله ځوانان د خپلې ناڅېزه مالدارۍ په لرلو سره له سهاره تر بېګاه د یوې ګولۍ ډوډۍ په تکل چاودې لاسونه، چاودې پښې، خیرن کالي او شلېدلې ګرېوانونه یوې او بلې خوا ګرځي څو له کورنۍ سره دروند اقتصادي پېټی پورته کړای شي.

دغه ډله ځوانان په اصطلاح هېڅ هم ندي، ځکه دوبۍ، پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره د تلو وس او توان نه لري او که په کلیو کې پاتې کېږي د طالب جال ورته لا له وړاندې غوړول شوی دی.

په حکومت کې په کار کولو یې طالبان وژني، د طالبانو لوري ته په کار کولو یې حکومت یا امریکایان وژني، په کلیو او ولسوالیو کې کار نه پیدا کېږي او بیرون ښار یا بل ولایت ته پسې د تلو اقتصادي توان دوی نه لري او ددې ټولو ترمنځ بیا د ګډ ژوند لپاره درانه او بېخونده دودونه بیخي له سړي لار ورکوي. ددې سیمې یوازې هغه ډله ځوانان ایله په سر لوړۍ واده ته غاړه اېښودلی شي چې په دوبۍ کې کلونه په پیسو پسې ورک دي او د کال ګټلې په یوه میاشت کې د خسر په کور کړي.

که د پښتني غیرت او دودونو خبره نه وای او څوک ددې سیمې د پېغلو د حالت په اړه هم ولیکلی شي، نو ددې سیمې دا قشر تر ټولو ډېر مظلوم او بېوسه دی.

ددې سیمې د هغو پېغلو شمېر د تېرو کلونو په پرتله څو چنده دی، چې ددې ناوړه دودونو له وجې د پلار په کورونو زړې شوې.

ځکه یوه ډله ځوانان د جنګ لمبو خوړلي، بله ډله ځوانان مسافر دي او پاتې ډله ځوانان چې ځان نشي ساتلی نو وادونه به څنګه وکړي؟

یوه میاشت کېږي چې پدې سیمه کې د ولورونو د کمېدو اورېدل کېږي، خو چې عملي بڼه ونه لري، دا خبرې له ډنډورو زیات ارزښت نه لري.

د کلیو او ولسونو مشران او ملا امامان چې ددې سیمې وضع بدلولی شي قاطع دریځ نه لري او په اصطلاح دا ډله هم د سیاستونو قربانیان دي.

خبرې ډېرې سر یې یو؛ زما هدف دادی چې ددې سیمې ځوانان د پان او پړانګ ترمنځ دي چې که ونه ژغورل شي لس کاله وروسته به څوک ددې سیمې د ځوانانو نوم په خوله هم وانخلي.

غوښتنه

مشرانو او ملا امامانو تر بل هر چا ددې قشر د ژغورلو مسوولیت تاسو ته متوجه کېږي، چې په هره لاره یې استوﺉ، که مو نور هېڅ له وس نه کېږي، نو حد اقل د مرګ کندو ته یې مه ټېل وهئ! که مو دا هم له وسه نه کېږي، د خدای په پار دا فرصت ورکړﺉ، چې خپل ښه او بد پخپله انتخاب کړي، یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي، د ژوند په ارزښت پوه شي او نور د غرور، پښتونیت او اسلامیت په نوم یې د پردیو لپاره مه جنګوﺉ!

43 total views, 1 views today

2 comments

  1. Haroon bawar Reply

    Da rapor da tol Ghazni waqiat nashi shodalai.faqat par 3walaswalio jor shawai da

  2. shaheer Reply

    دیره شه لیکنه مو.کری، هغه دله چی درس وایی په گته کی دی، کوم چی د طالبانو.سره دی،هغوی خپل ژوند خراب کر، که د طالبانو حکومت هم.راشی، بی سواده زوانانو ته یوازی پیره داری وظیفه ورکوی

Leave a Reply to Haroon bawar Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *