Categories

اعلان

Loading…

پکتياقومي مشران:چاته به اجازه ورنکړو ،چې دولس په سر معامله وکړي

.

هجرت الله ساحل

د احمد ابا ولسوالي لسګونه اوسيدونکو  د يوې غونډې په ترڅ کې د رڼو او شفافو ټاکنو د ترسرکيدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې په پراخه کچه به په ټاکنو کې ګډون کوي .

دغو قومي مشرانو وويل څوک د دوی استازي توب نشي کولای او په ټاکنو کې به هغه چاته رايه ورکوي چې د پکتيا لپاره ليکلې ژمنې ورسره وکړي .

قومي مشرانو دا هم وويل چې يو شمير ډلې کابل ته ځي او له ځينو نوماندانو سره د احمدزيو د قوم په استازي توب ژمنې کوي خو وايي چې دغه قومي مشران د دوی استازي توب نشي کولای او چاته به اجازه ورنکړي چې د دوی په سر له چا سره سودا وکړي .

قومي مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د رايې اچونې پر مهال دې د خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره کار وکړي .

په همدې حال کې د احمد ابا ولسوال ګل احمد پيمان هم د ټاکنو د پروسي د بشپړ امنيت د ټينګښت ژمنه کوي او زياتوي چې امنېتې ځواکونه ددې وړتيا لري چې  د ټاکنو د پروسي امنيت وساتي .

په پکتيا ولايت د ټاکنو په رارسيدو دمدني ټولنو خوځښتونه زيات شوي او دټاکنو له پاره دکانديدانو په ټاکلو خبرې کوي

27 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *