Categories

اعلان

Loading…

رسنۍ او خبر/مصطفی باور

 اروا پوهنه کې وایي:کله چې یو شی په ټولنه کې زیات تکراریږي، هغه شی ورځ تر بلې زیاتیږي.دا بېلګه ورته ښه بولم:په هند کې یو کال مخکې په یوې انجلۍ جنسي تېرۍ وشو،دا خبره رسنیو تر دې حده و غځوله،چې له هند نه یې افغانستان ته هم پښې را وغځولې.په هندي ټولنه کې دغه ډول کړنو نور هم زور واخسته او تر دې دمه یې د جنسي تېري مخه ډب نه کړه.همداسې زمونږ په رسنیو کې د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي خبرونه  هره ورځ اورو؛خو دښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه راټيټه نه ،بلکې نور هم زیاته شوه.غلت یې څه شی دي؟غلت یې دا دی، چې رسنیو یواځې د خلکو او د ژوند په منفي ټکو پسې راخستې،خلکو ته یې ژوند نه ور ښودلی او خپل مسوولیت یې سم نه دی درک کړی.

زمونږ ټولې تلویزوني رسنۍ همداسې دي، د جنګ او جګړو نه یې بله خبره نشته.لامل هم همدا دی، چې په هیواد کې جنګ ورځ تر بلې زیاتېږي او دسولې مراندې ورځ په ورځ سستېږي،نو دلته د ارواپوهنې خبره اړخ لګوي.

خو دغه دود تېر ماښام شپږ بجې یوې رسنۍ مات کړ،البته له دې مخکې اشنا تلوېزیون دغه دود مات کړی و؛ خو که اشنا تلوېزیون په هیواد کې د ننه وی، نو کېدای شي هغه به هم د دغو رسنیو پر لاره قدم اېښوده.

تېر ماښام اریانا تلوېزیون د خبر په برخه کې یو نوی ګام کېښوده ،چې نورې رسنۍ ترې بې برخې دي.دوی خلکو ته د جنګ او جګړو تر څنګ د ژوند تېرولو نورې لارې چارې هم ورښودې،خو په دې ګام کې لویه ونډه د ازادۍ راډیو بولم،ګنې اریانا تلوېزنون به هم د نورو رسنیو غوندې په پټو سترګو روان و.

په دې خبرونو کې یې د نورو ټولنو ژوند زمونږ ټولنې سره پرتله کړی و.لومړی خبر یې د کوزې پښتونخوا پر سړې هوا او د ګاز پر کمښت و.په دې خبر کې یې دا را ښوده، چې نورې ټولنې هم زمونږ په څېر بېوزله دي،خو د صبر له مخې غني دي،بې لارۍ ته مخه نه کوي ،لارې نه لوټي،جنګ نه کوي او خپله شپه سبا کوي.

دویم خبر یې بیا هم له همدې سیمې و،په دې خبر کې یوه انجلۍ د نړۍ پر لویه پرخه ـ چې مونټ ایورسټ ورته وایي ـ د ختو سیالۍ ته ورتله.په دې خبر  کې  بیا هم زمونږ ټولنه له هغې ټولنې سره پرتله کړې وه،چې نړۍ کوم لور ته خوځښت کوي او مونږ پر کومه لاره روان یو،د نړۍ د نورو خلکو فکرونه کوم لور ته اوختي او زمونږ فکرونه پر کومه لاره روان دي.

دې ته ورته د لوېدېځې او ختېځې نړۍ راپورونه پکې شامل وو او د هغوی ژوند یې زمونږ په څېر بېوزله وښوده ؛خو فکرونه یې له مونږ نه څو چنده مخکې وو.

د ازادۍ راډیو دغه چمتو شوي خبرونه عصمت څاروان پر مخ وړل،ده په دومره خواږه انداز ویل، چې دټولنې ډېر منفي ذهنونه یې مثب لور ته را کاږل.

د ذهن خبره مې ځکه وکړه،چې پلار مې په کورنۍ کې بېسواد دی؛خو فکر یې په ټوله نړۍ هم نه ورکوم.ماته یې مخ راواړه او راته یې وویل: نن د خبرونو په خوند په پوی شوم او بیا یې را ته وویل: چې ژوند له دوو اړخونو جوړ دی، چې هم یې خندولی شې او هم یې ژړولی شې،خو کامیاب هغه دی چې هم یې وخندوي او یې وژړوي،په دې خبرونو کې دغه دواړه اړخه له ورایه ښکارېدل.ما مې د پلار په خبرو فکر وکړ،چې یو بېسواده سړی سره دا فکر شته،چې خلکو ته ژوند ور زده کړي،خو زمونږ لوی ژورنالستان او رسنۍ د فیل په غوږ کې اوده دي.

په راتلونکي کې مې له ټولو رسنیو هیله ده،چې خپل مسولیت ته متوجه شي او په خپلو خپرونو ، په تېره د خبر برخې ته پام وکړي او خلک دې یو مثب لور ته متوجه کړي.د اشنا تلوېزیون،آزادۍ راډیو،بي بي سي راډیو غوندې دې په وړو وړو څېزونو راپورونه دي جوړ کړي او د هغوی په ارزښت دې خلک پوی کړي،که یو خبر د مرګ ژوبلې وي نو دوه خبرونه دې د ژوند په ارزښتناکو څېزونو ولیکي، چې د خلکو  ذهنیت د جنګ نه،ژوند ته راوګرځي.

مصطفی باور

239 total views, 2 views today

1 comment

  1. خالد تکل Reply

    .باور صیب ! لیکنه موښکلې او هر اړخېزه وه بریالی اوسې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2