Categories

اعلان

Loading…

بې سازه، خو له سوزه ډکه نڅا

ښایسته سعادت لامع
په هوټل کې د برم ناک واده او د ناوې او زوم د موټر تر شا د لومړي ځای د نیولو دپاره د موټر ځغلولو له سيالۍ وروسته، نږدې خپل خپلوان د زوم په کور کې د ټنګ تکور کورنی محفل تود کړ. ځوانان په گډا ستړي شول او مشران هم په نندارې!  بس په همدې ترڅ کې چا غږ کړ، راځۍ اوس زوم او ناوې یو څه وخندوو!
ورسره جوخت د زوم کشر ورور خپل د تره زوي ته لاس وغځاوه او په اشارې یی ورته وویل، راځه میدان ته!
شاته ناستو نارې کړې، ګونګي ته گوره، څنگه د مشرانو سره دروند ناست دی؟ میدان ته یی جگ کړئ! جگ شه که نه!
دوی خوشحال ښوده، له موره گونگ او کوڼ پیدا شوی خوشحال!
خلکو به ویل د هغه د معلولیت سره د هغه نوم هیڅ نه لگیږي! داسې کیدای شي چې څوک  گونگ وي او کوڼ او ورسره هم خوشحال! له همدې کبله اکثرو ته د هغه هويت په یوه نوم خلاصه و، ګونګی!!! خو خدای بښلې مور به یی ویل، د خندا نه د ده د ډکې خولې دپاره همدا یو نوم تر ټولو غوره دی، خوشحال!
خوشحال چې د گډا دپاره د بلنې له شرمه تک سور شوی و، نارې وهلې، ده،ده، به، ده ه ه ه ه!
خو نورو کله پرېښوده! درې تنه نور هم ور اوچت شول او هغه یی په زور میدان ته وڅکاوه. هغه خپل مشر تره ته مخ کړ او شرمیدلې خندا سره یی بیا ربړیدلی غږ اوچت شو، به وو، ده، به، به.
مشر تره یې له ځایه اوچت شو د حیای حضور دپاره یې په خپلو مینه ناکو نظرونو ونازاوه، په موسکا یې نرم په مټ وټپاوه او پداسې حال کې چې خپله چپنه یې سموله، ورو ورو له خونې ووت. د مشر تره په وتو سمدستي په خونه کې د نورو چیغې شوې او په لاس به یی خوشحال ته اشاره کوله چې ها! نور څه غواړې؟ مشر آکا خو لاړ! اوس نو ولې شرمیږې؟
خوشحال، اشاره وکړه چې هوکې، هوکې، زوم ته یی وکتل او نږدې ورغی. د تره زوي یی چې په عمر ترې ډیر کمکۍ و، په سر ښکل کړ او پداسې حال کې چې په سترگو کې یی اوښکو پړک واهه، په اشارې یې دوه لاسونه د زانگو په شان ورته وزنگول او دهغه د ماشومتوب د وختونو یاد یې چې ده به په غیږ کې گرځاوه، تازه کړ. لاسونه یی پاس، الله ته، د شکر دپاره اوچت کړل.  بیا یی ده او ناوی ته په اشارې د لاس پر شا د دایرې وهلو د خوشحالۍ اظهار وکړ، او بیا شرمیدلی، شرمیدلی، میدان ته ستون شو او پټې سترگې داسې په غورځید شو چې ته به وایی په خټو کې واښه اخږي.
بس په همدې سره د خندا بوغارو کوټه په سر واخیسته. چا خپل پښتورگي نیولي و، او چا هم مخ په لاسونو پټ کړی و.
د زوم کشر ورور غږ کړ، بس، بس، بس، ساز ودروه وروره!
ساز غږونکي حیران شول او بیا یی د خوشحال نڅا ته وکتل، او پوښتنه یی کړه، بس یی کړم؟ دا خو لگیا دی که نه!
د زوم ورور وویل، هو، هو، بیا یی خوند ته گوره!
ساز بند شو، خو خوار خوشحال په بې خبرۍ لا هم په دربهارو د خپل تره زوی د واده خوشحالي په پایکوبۍ نمانځله!
ټولو خندل، ځینی خو ورته له خندا پر مځکی شنه پراته و. د بوغارو داسې خندا چې اوښکې یې وبهولې او مخونه یې تک سره وګرځول. د زوم ورور چې له خندا یی خبری بندې بندې کیدې وویل، ودې لید، اصلي خوند یی دلته و!
خو په دې کی یوازې د یوې د مخ سوروالی له خندا نه بلکه له غصې و او د یوې د سترگو اوښکې د خندا نه بلکه له ژړا رڼې وې.
دا د خوشحال ماشومه خور، گورگوره وه چې ژړل یې!
گور گورې په چابکو گامونو میدان ته ځان ورساوه او د خپل ورور د لاس په نیولو د دروازې په لور رهي شوه. خوشحال حیران، حیران ورته وکتل. او لاس یی د (ولی؟) په اشارې پورته کړ. او بیا یی خپل بل لاس د خپلی کمکۍ خور له لاسه وشکاوه او پر شا باندی یی د دایری په وهلو خوشحالي ښودله.  په همدې شیبه کې د ناستو کسانو ترمنځ د کټ کټهاری خندا بیا زور واخیست.
گور گورې نور ددې خنداو د اوریدو زغم نه درلود، دا ځل په نارو په  ژړا شوه,
خو د ژړا آواز یې د خندا د بې باکو چېغو په څپو کې هيچا نه اوريد!!!
ښایسته سعادت لامع

83 total views, 1 views today

23 comments

  1. ملا ميوند آخوند Reply

    اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ډېره ښايسته ليکنه ده. په افغانستان کې دې خدای هېڅوک بدرنګه، کوڼ، ړوند او له داسې نورو معيوبيتونو او معلوليتونو سره نه پيدا کوې او يا دې يې دژوند په بهېر کې نه پرې آخته کوي، ځکه د کور او کلي د پسخند او ريشخند به شي، چې په دې برخه کې د بل انسان بشري عواطفو او رواني حالت ته پآم نه نيول کېږي.
    په ليکنه کې د «بوغارو خندا » څو ځايه ياده شوې ده او بل ځای بيا د «کټ کټارو خندا»، نو د ليکوالې د بوغارو خندا په انځورلو کې لږ څه پاتې راغلم، ځکه راته ستونزمنه وه، چې په څه ډول فکر وکړم، چې په يوه خوله وخاند په بله وژاړې او بيا په بله پسې بوغار ووهې. په پښتو کې چيغه، کريغه، کريکه، کوکه، بوغارې، کوکارې د ژړا لپاره دې، خو رمباړې، غپېدا، غورېدا بيا د حيواناتو د غږو لپاره کارول کېږي او چنګېدل، ستنېدل، چړونګېدل او داسې نور بيا د ژړا يآ ناخوښي بلې برخې ته ځانګړې شوي دي، نو لیکوالې د «بوغارو خندا» په ګوته کولو د يوې ډېره بېځايه خندا ابراز ته نغوته کړې! که داسې نه وي، نو موږ لوستونکي دې پوه کړي!
    معه سلاموکوم الاهلول فنون
    ملا ميوند آخوند

  2. سمندر Reply

    ډیره ښکلې او اغیزناکه کیسه وه ښایسته جانی. خدای دی پر قلم برکت کړه. هغه صحنه دی ډیره ښه انځور کړی او باور وکړه چی اوښکی می ورته راوبهیدی. ستا د نورو لیکنو او لنډو کیسو په تمه

    سمندر

  3. asef afzali Reply

    دیره مننه په زره پوري لیکنه وه
    ښایسته جاني خورې زموږ ویاړ یاست زموږ ټولنه تاسي غوندی قدرونه ته سخت اړتیا لری.
    تاسی نور لیکنی په هیله

  4. Hafizullah jalali Reply

    دیره په زره پوری قیصه وه خدای دی دتسی خلکو ته هدتیت ورپه نصیب کری چی په معیوبو اوناچاره خلکو خندا کوی

  5. Bilal Qalandar Reply

    شایسته جانی رشتیا چی ڈیره جالبه وه چی زمونژ دسترگو نه ورته اوشکی لاڑی
    الله دی کامیابی درنصیب کڑی

  6. جواد الله شیرزی Reply

    ډیره په زړه پوری کیسه وه،
    ستاسو د نورو لیکنو په هیله

  7. malyar Reply

    شایسته جانه لکه څرنګه چی دنوم ښایسته دی ستا احساس ښایسته دی ستا حواس ښایسته دی ستا مبارزه ښایسته ده ستا صله رحمی ښایسته دی ستا وجدان ښایسته دی په داسی حال کښی چه سترګی می له اوښکوډکی دی ستا مطلب می پوره پوره ولوست .کاشکی زمونږ دخلکو وجدان اوحواس داسی ښایسته وای لکه ستاسونو بیا به ولی مونږ داسی درپه دره وای ای کاش چه مونږاحساس درلودلی زه هم پس له 25 کلو دسپیانو دجنګ میدان ته تللی وم باوروکړی چه قیامت وه ولی افسوس زمونږ ډیرپرمختللی خلک ورته ناست وه او دضعیف سپی له کوکارویی خوند اخیست نو آیا دی خلکووجدان درلود؟ ستا له خواږه احساس نه یو جهان مننه الله دی له مونږ سره باعزته وساته ګرانی خوری

  8. محمدحامد عزیزی Reply

    ښایسته خوری ډیره په زړه پوری لیکنه څرنګه چی سرلیک دی بې سازه، خو له سوزه ډکه نڅاله سوزه ډکه لیکنه هم ستاسودبریاووپه هیله

  9. abdul bari raziqzada Reply

    شايسته خوري ديره شكلي كيسه دير خوند يي راكره ما فكروكرو سي زه هم بدي محفل كي ناست يم به كوتو د بركت شه

  10. خالد تکل Reply

    ډېر ښکلی موفقیت مو غواړم

  11. کریم شاه خان Reply

    ښایستی خوری دیره زیاته مننه د ښایسته لیکنی څخه واقعآ چی ډیره ښایسته لیکنه وه او په رشتیا کی دیره دردونکی ده زړه می ورته اوبه اوبه سو

  12. نصیر احمد کوټوال Reply

    نه پوهېږم چې دا کیسه ولې دومره له سوزه ډکه وه چې د صحنو په انځورولو سره یې زما سترګې د ډله خلکو تر مینځ نمجنې او له اوښکو ډکې کړې!

  13. hamidullah arif Reply

    ماشاالله ديرفه زره فوري ‏د
ه ‏
ماشاالله

  14. ظفر خان Reply

    ښایستی خوری! رښتیا هم داسی قصه مو لیکلی وه چی ته وا عین همدغه حالت می د قصی د لوستلو په وخت کی په سترګو وینم، حتی تر سترګو می اوښکی توی شوی

  15. حیدرحیل Reply

    دا دیره په زره پوری کیسی وه شایسته جانی حور کشکی چی مونژ په افعانستان داسی وای ملگری حوشاحاله او حندا داک محپل مو درلودلی
    ستاسو ورور حیدرحیل منگل

  16. Lutfuallah Reply

    په رشتيا چي خكلي قيصه وه ځوانان بأيد د معيوبو سره دا رقم كار ونكړي خوركي بأندي مي سخت زره بد شو

  17. ایمل پاڅون Reply

    په رښتیا چې جالبه او په زړه پورې لیکنه وه اغلې ښایسته
    د لا بریاؤ په هېله مو

  18. Sher mohammad Reply

    دیره شکلی او عبرتناکه کیسه مننه

  19. ښایسته سعادت لامع Reply

    ستاسو د مهربانیو او هڅونکو پیامونو څخه د زړه له تله مننه کوم. شکر چې ستاسو په شان با احساسه وروڼه خدای راکړي. بس تاسو سره د زړه خواله کوم او په همدې سره مې پر زړه دروند بار هم یو څه سپک شي.
    بیا هم د سمندر صاحب، آصف افضلی صاحب، حفیظ الله صاحب ، جلالي صاحب، بلال قلندر صاحب، جواد الله شیرزی صاحب، ملیار صاحب، محمد حامد عزیزي صاحب، عبدالباري رازق زاده صاحب، خالد تکل صاحب، کریم شاه خان، نصیر احمد کوټوال صاحب، حمید الله عارف صاحب، ظفرخان صاحب، حیدرخیل صاحب، لطف الله صاحب او ایمل پاڅون صاحب، هر یوه څخه مننه!
    خدای مو مه کموه او تل مو زړونه، همداسې، له نیکو ولولو ډک غواړم!!
    ستاسو خور،
    ښایسته سعادت لامع

  20. ارمان Reply

    ډېره په زړه پورې، موضوع نوې او په ډېر هنر را خیستل شوې وه، ستا د نورو پنځونو په هیله.

  21. saidahmadkhan(Payman)Kunar Reply

    کیسه می ولوسته ګرانی خوری!
    دګونګی خور هم غوښتل چه دخپل ورور داسی واده ی لیدلای وای دا دده ارمان وه چه نه داسی وضیعت چه دده په ورور دی خلک خبل بندار تود کړی دوی ته هو ګونګی ښکاریده هو هغه خورته ی دهر چا بهتر او هره خور دا ارمان لری چه یو ځل دی دده ورور هم دنور نه شه داسی دکور خاوند شی
    او هم داسی عزت دی ورکړ شی چه نور ی خپل ځانته غواړی
    په درنښت
    سیداحمد خان(پیمان
    دکنړ څخه

  22. shariat ullah Reply

    ښایستی خوری! رښتیا هم داسی قصه مو لیکلی وه چی ته وا عین همدغه حالت می د قصی د لوستلو په وخت کی په سترګو وینم، حتی تر سترګو می اوښکی توی شوی

    1. zahid amin Reply

      شایسته جانی رختیا دیر خکلی قصه دی لیکلی وه د بدن هر غری د الله تعالی نعمت دی خدای د هیچ چوک معیوبه نه کری زکه په دنیا کی رقم به رقم خلک دی پدی نه پو هیژی چی دا د خدای کرنه ده بی زایه توکی کوی خدای د ی دوی پوهه کری
      تانه هم یو جهان مننه د خلکو د اصلاح لپاره د تولنی د اصلاح لپاره داسی خکلی قیصی لیکی تر چو خلک تری پند واخلی دیر زیاته مننه دی نیک اخلاص نه دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *