Categories

اعلان

Loading…

د ناټو مشران پر افغانستان خبرې کوي

 د ناټو په چوکاټ کې پوځي کمېټه به د جنورۍ له ٢٢مې تر ٢٣ مې نېټې پورې په بروکسل کې د ناټو په مقر کې د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

 دا په روان ميلادي کال کې د ناټو د پوځي مشرانو لومړۍ غونډه ده.  د ناټو د پوځي کمېټې مشر جنرال نود بارتليز به د دې غوندې کوربه توب کوي او د ناټو متحدان، همکاران او غړي هېوادونه به يې په کې برخه لري.

دوى به د ناټو پر روان پوځي ماموريت، په افغانستان کې پر امنيتي او اقتصادي انتقال، د همکاريو پر پياوړتيا او نورو مسايلو خبرې وکړي.

 د ناټو پوځي مشران او متحدان له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پر امنيتي وضعيت هم خبرې کوي، دغه راز د راتلونکو انتخاباتو د امن مسئله به هم د دې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې شامله وي.

 ځينو سرچينو تاند ته وويل چې په دې غونډه کې ښايي پر افغان حکومت ټينګار وشي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي او دفاعي تړون ژرلاسليک کړي.

د ناټو غړي هېوادونه وايي که چېرې دغه تړون لاسليک نه شي، له افغانستان سره به د نړيوالو مرستندويانو مرستې کمې شي.

425 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2