Categories

اعلان

Loading…

د مرحوم استاد پسرلي ابدي سفر، د و.ا.ګ پیغام

په ډېر خپګان سره خبر شوو چې د پښتو ادب او مقاومت کلک سنګر راونړېد او استاد محمد صدیق پسرلی د تل لپاره د ابدي منزل پر لور د خپل مزل لاره راڅخه بېله کړه.

انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم پسرلي د یوه مشر او پاخه استاد په صفت د فکر رڼا ته د هنر له پانوسه د رنګارنګ جلوو په بڼه انعکاس ورکاوه او تماشې یې خاص بصیرت غوښت.

د جهاد او مقاومت رهبرانو د هغه وطن تر دښمن په لا زیات جنایت سره تباه او برباد کړ خو ارواښاد استاد پسرلي هم د یرغل پر مهال، هم به کورنیو جنګونو کې او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د خپل برباد وطن د ابادۍ خوبونه ولیدل، سوچونه یې وکړل او د علم و فرهنګ پر ویاړلو کارنامو یې د ابدیت پخې ټاپې ووهلې.

هغه د افغانستان د معاصر ادب د ویښتیا، روښانتیا او بدلانه د پړاوونو  شاهد او د هر پړاو مخکښ پهلوان و.

هغه په خپل جسمی بېلتانه سره موږ یوازې پرېښودو، خو د فکر او هنر میراث یې تر ابده راته ډالۍ کړ.

ودان افغانستان  ګوند چې د یوه روشنفکري سیاسي حرکت په توګه رامنځته شوی او د مرحوم استاد پسرلي د برباد وطن د ابادۍ سوګند یې خوړلی، په دې غمجنه موقع یو وار بیا ژمنه کوي چې د استاد پسرلي د افکارو په رڼا کې به د هغه د نیمګړو ارمانونو د بشپړېدا لپاره شپه و ورځ مبارزې ته دوام ورکوي.

ان شاءالله

ساقي زما هم زده ده د مستۍ ناسته ولاړه

مینا ته به پرېوزم او ساغر ته به درېږم

ودان افغانستان ګوند

مرکزي کمېټه

کابل- افغانستان

۱۳۹۲/۱۰/۲۳

176 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2