Categories

اعلان

Loading…

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له نوازشریف سره د افغانستان د سولې پر بهیر وږغېد

تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف نن/ سې شنبه/ د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل سره په کتنه کې وویل، اسلام اباد په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ او په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته ځان ژمن بولي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر نن په اسلام اباد کې په یوه خبرپاڼه کې وویل:«نوازشریف له سعود الفیصل سره په خبرو کې وویل چې پاکستان د افغانستان د خلکو غوښتنو او هیلو ته په پام سره په دغه هیواد کې د سولې او ثبات ننګه کوي.»

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د پاکستان صدراعظم په افغانستان کې سوله او ثبات د دوو هیوادونو په ګټه بولي.

نوازشریف زیاته کړې، د پاکستان حکومت به د دوو اسلامي هیوادونو ترمنځ د یووالي او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپل رول ته دوام ورکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل تېره شپه /دوشنبه/ له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره په دوه ورځیني سفر اسلام اباد ته ورسېد.

د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې نوازشریف او سعود الفیصل په افغانستان کې د سولې د رامنځته تګ لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د پخلاینې د درېدلي بهیر په اړه هم خبرې وکړې.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له صدراعظم نوازشریف او نورو پاکستاني چارواکو سره د اسلام اباد – ریاض د دوه اړخیزو همکاریو، سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د خبرو اترو د بهیر د بیا پیلولو او د روان ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د وتلو په باب خبرې وکړې.

328 total views, 1 views today

5 comments

  1. نااشنا Reply

    زما په اند د سعودي بهرنیو چارو وزیر یوازې د پرویز مشرف ازادولو لپاره تللی دی چې په دار نه شي

  2. Afghan Peace Reply

    داسلام بربادپالیسي هیڅکله هم دافغانستان په وړاندې نه بدلیږي. له یوې خواپه افغانستان کې دسولې دبهیره ملاتړاعلانوي خوله بل لورې په کوټه کې دکوټوشوراحمایه کوي اوپه افغانستان کې یې غیراسلامي اوغیراخلاقي کړنوته هڅوي. دوې اوس هم موږته په سترګوکې دشګواچولوکوشش کوي! زرده چې الله پاک اسلام بربادددوې دغلطوپالیسیانوله کبله وران کړي. دهمداسې یوې ورځې په هیله!!!

  3. بااتش بازي کردن Reply

    پاکستان شیطان هیواد دی داټول دروغ وایی او نه غواړي د ده ترڅنګ مقتدر هیواد ولري او که ولري نو د دوی ټولې ګټې د تل لپاره په ابو لاهو کیږي د پاکستان د زږیدو راهیسې تر ننه د افغانستان په داخلي چارو کې تل لاسوهنه کوي!

  4. Zarghaoon Reply

    سلامونه
    ښه خبره ده مګر ازمویلی باید بیا ونه ازمویل شی

  5. Afghan Reply

    دا سی سفرونه بی معنا او بی ګټی دی نور ولی موږ خطا باسۍ سوله خو یو هم نه غواړی بس دا بیوزله انسانانو وژل خوند درکوی.

Leave a Reply to Zarghaoon Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2