Categories

اعلان

Loading…

کرزي امر وکړ چې لس کلنه سپوږمۍ دې خپلې کورنۍ ته وسپارل شي

تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو وزیر ته امر وکړ چې لس کلنه سپوږمۍ دې بېرته خپلې کورنۍ ته وسپاري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې سپوږمۍ په سیمه کې د طالبانو د یوه مشهور قومندان خور ده او د یکشنبې په مازدیګر مخکې تر دې ونیول شوه چې د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې پر سرحدي پولیسو ځانمرګی برید وکړي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:«د کورنیو چارو وزارت موظف دی چې د هلمند د مشرانو په حضور کې د ضمانت او اطمینان له ترلاسه کولو وروسته دا نجلۍ (سپوږمۍ) خپلې کورنۍ ته وسپاري چې د هیواد د نورو ماشومانو په شان له خپلې کورنۍ او د خپلې مور و پلار په سیوري کې ژوند وکړي.»

په خبرپاڼه کې زیاته شوي: د افغانستان ولسمشر په ځانمرګو بریدونو کې له ماشومانو څخه کار اخیستل او یا هغوی دا ډول حملو ته مجبورل په کلکه غندي.

ښاغلي کرزي طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې په انتحاري حملو کې له ماشومانو څخه کار اخیستل او یا داسي حملو ته د هغوی مجبورول غیراسلامي او غیرافغاني عمل دی.

په خبرپاڼه کې طالبان چلینج شوي چې که دوی دا ډول کارونه نه کوي او ترې منکر وي نو باید په زغرده ورسره مخالفت اعلان کړي اود افغانستان له خلکو سره یوځای هیواد له ترهګرۍ او تشدده وژغوري.

د افغانستان ولسمشر د افغان ماشومانو ښوونه او روزنه مهمه وبلله، هیله یې څرګنده کړه چې یوه ورځ ټول افغانان په ګډه د خپلو ماشومانو د راتلونکې لپاره هڅې وکړي، هیواد د بهرنیانو له دسیسو وژغوري، سوکاله او ودان یې کړي.

ده ویلي چې ماشومان د هیواد د راتلونکې جوړوي او باید د زده کړې لارې ورته پرانستل شي نه دا چې په ځانمرګو بریدونو کې ورڅخه کار واخیستل شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی صدیق صدیقي په وینا پولیس وايي چې دا نجلۍ د خپل ورور له لوري هڅول شوې وه چې پر پولیسو حمله وکړي.

صدیقي وايي: نجلۍ، چې د ځانمرګو واسکټ یې په تن و، د یوه سرتېري له لوري وپېژندل شوه.

دی وايي داسي ښکاري لکه چې نجلۍ نه شوای کولی چې د ځانوژنې د واسکټ ټنۍ کښېکاږي او ځان والوزوي او یا دا چې مخکې تر دې چې په دې کار بریالۍ شي ونیول شوه.

سپوږمۍ اوس د ولایت په مرکز لشکر ګاه کې ساتل کېږي.

307 total views, 1 views today

10 comments

  1. ګنډېری Reply

    له هغه ځناور نه چې دا یې داسې کار ته هڅولې ده باید ضمانت واخیستل چې ویې نه وژني. بابا له غله نه چا ضمانت اخیستی دی؟ خو چېرې به یې په کابل کې په کوم دارالایتام کې شامله کړې وای چې تعلیم یې کړی وای. هلمند مې نه لیده او رحم.

  2. م. افغان Reply

    ډیر ښه خبر

    ولسمشره خیر یوسی ډیر ښه، ډیر عاجل اوډیر غیرتی اومیړنی کار دی وکړو

  3. hassan Reply

    که دا ماشومه د هغه ځناور او وحشی ورور په لاس ورشی ، وبه یی وژنی. ښه به دا وی چی هغه تر یوه معلوم وخت پوری د هغی نورو خپلوانو ته په ضمانت سره وسپارل شی تر څو چی لویه او خپل خیر او شی وپیژنی او خپل سرنوشت په خپله تعیین کړی.

  4. ع٠ توخي Reply

    که چيري دغه معصومه او بې وزله نجيلی بل چا و دغه انتحاري عمل ته تشويق کړې ،مجبوره کړې او يا هم تېر ايستلې وای او بيا نيول سوې وای نو بيا افغاني ،اخلاقي ،اسلامي او شرعي قوانين ټوله د دغه خبري سره جوړ دي
    چي نجيلی دي و خپلي کورنی ته و سپارل سي ،ولي که چيري مشوق او تېر ايستونکی پخپله دنجيلی کورنی وی نو
    بيا داستا غيرت اومېړانه به نه يادوم پوهه او عقل هم دومره رسيږي چي کورنی ته يې په لاس ورکی ځکه دا ځل يې
    ښه تربيه نه وه ورکړې بل وار ته به يې ښه تربيه او و هڅوي چي ځان وژنه يې کاميابه سي ،ډېرو خلګو اوس پيژندلی
    يې چي ته خپل هر ملي او افغاني ضد عمل ته د مهربان او زړه سواندې چپنه ور اغوندې ،ته خپلي ګټي لټوې تاته نه
    افغانستان مفهوم لري او نه ددغې معصومي نجيلی ژوند او سرنوشت ٠
    ته څنګه د ولسمشر يې چي دا ټول ولس خو پريږده چي په شرمښانو دي لوټ کړی اوس دي په دغه خپله ولسمشري کي
    د دغه يوې ماشومي د ساتني او روزني چاره هم و نه سوای کولای٠
    ته چي دغه لس کلنه نجيلی ته د بد بختيو څه نجات نه سې ور کولای نو لاپي ډېري مه وله چي ته افغانستان ته نجات
    ور کولای سې٠

  5. باچا Reply

    کرزی ریښتیا هم لیونی شوی، داسې کار لیونی هم نه کوي. په ترهګرو څه باور دی.که دا جینۍ ووژل شي ، قاتل يي کرزی دی!

  6. بااتش بازي کردن Reply

    داسې ځنانران د خدای ج تباه او برباد کړي، چې به خپلو ماشومانو دین وطن او افغانیت باندې رحم نه کوي دا خلکو خو پښتونیت یې را وشرماوه خدای ج مو تباه او برباد کړه.
    ځانونو ته د دین پتنګان هم وایی او دینی معلومات هم نه لری الله تعالی په وایی، چې سپینګیرې ماشومان او ښځې په جنګ کې نه دي شامل او هغو مه وژنی!!

  7. shakir Reply

    دا خو یی ښه کار ندی کړی په لوی لاس یی د ماشومی ژوند په خطر کی اچولی دی

  8. Sabir Arman Reply

    که دا ماشومه (ښپوږمۍ جانه )هر څوک مړه کي ، پر کرزي تاوان ده ، ځکه چي د کرزي په امر د مرګ کندي ته غوځول کيږي .
    حامد کرزی بايد د خپل زوی ميرويس جان او سپوژمۍ جاني په هکله يو ډول فکر وکړي.

  9. عبداله کابلی Reply

    په دغه خبر می ډیر دخوشحالی احساس وکړه، ځکه دیوی خوا ښځینه (ماشومه) وه، دبلی خوا پښتنه وه
    اګرچه که هر چا داماشومه دغی کار ته هڅولی وی دایی ډیر بد او دپښتنو درواجونو خلاف کار کړیدی، خواوس بله چاره نه وه غیر له دي چه دغه ماشومه واپس خپلی کورنی ته حواله شی ځکه دلته مونږ دپت، عزت او سطر موضوع هم باید دیاده ونه باسو، که ددوی کورنی په دغه سطر او پت نه پوهیږی، نومونږ خو پوهیږو

    لنډه داچه زه دي پریکړی ډیر خوشحاله کړی یم

    ، په اخر کی وایم په نړی کی به ډیر کم خلک وی چه ددغی پریکړی په ضد وی، مسلمان، پښتون، معقول، پوهه پلارونه، اومورګانی اودازاد فکر خاوندان به هیځکله ددی پریکړی په ضد نه وی

    په دی امید چه ماشومه ډیر ژر خپلی مور ته ورسیږی

  10. اوشتون Reply

    خلگوداهسی یودسیسه ده فه باګرام اونوروزندانوکی د۱۲۰کلوسه بیاتر۷کلوفه عمرنراوشزی ناستی دی دهغوده ضمانت ژغ ولی نه کیژی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2