Categories

اعلان

Loading…

د نن غم وخورﺉ! عصمت قانع

د محققینو، څېړونکو او اکاډمیکو سټو هم عجیبه مشغولا ده. د دوی د تحقیق او څېړنې بنسټ همدا دی چې رحمان بابا دا شعر د پېښور په بهادر کلي کې لیکلی وو، بل یې وایي نه، نه یې وو لیکلی، د هزار خوانې د کلي په یوه واده کې یې ویلی وو.

بل محقق بیا په خوشال بابا پسې را اخستې وي، د هغه په شعرونو، جنګونو او سفرونو تحقیق کوي.

یوه محقق صاحب په پېښور کې د خپل تحقیق پروژه د رنتبور جېل ټاکلی وو او همدا غرتې یې وېشتې چې خوشحال بابا دومره کاله، دومره میاشتې، دومره ورځې او دومره ساعته د هند د رنتبور په کلا کې بندي وو، د وخت پاچا سمه ډوډۍ هم نه ورکوله.

بیا حواله ورکړي، چې خوشحال بابا دغه شعر د همدې لپاره ویلی دی، چې دده د شان او شوکت وړ دسترخوان یې په زندان کې نه درلود.

دا څو کاله حتی دا څو لسیزې کېږي، چې زموږ اکاډمیک تحقیقات همداسې دي، چې پر تېرو پېښو باندې ماغزه شړومبې کوو.

بس یوه لنډۍ تر لکۍ ونیسو او بیا نو په متنازعه بیانونو باندې زور خرڅوو، څوک وایي، چې دا لنډۍ په پلاني جنګ کې پلاني غازي ویلې وه، یو بل محقق صاحب بیا د خپل علمي تحقیق په زور باندې بله بابولاله وایي او په اصطلاح تحقیقي ثبوت وړاندې کوي چې دا لنډۍ پلاني او بیستانکي غازي نه وه ویلې، بلکې مور یې ویلې وه. دا زموږ د تحقیق حال دی.

نن دوهمه ده، چې فرهنګي او مطبوعاتي جمهوریان پر خوشحال خټک باندې علمي او تحقیقي نظرونه وړاندې کوي.

د محترم جهاني صاحب د وروستۍ لیکنې په دفاع او رد کې د بابولالو بازار ګرم دی. یو وایي چې ګناه د مدون ده، بل بیا وایي، چې د خوشحال بابا په سوات نامه کې د مدون لخوا د نوې نسخې چاپ له تېرو شلو او دېرشو نسخو سره مقایسه شوی دی.

دانش صاحب ګناه نه لري، پښتو ته یې دومره خدمت کړی دی، چې د چا پلار یې نه شي ورته کولای. حال دا چې دانش صاحب نه د خدمت په غم کې دی او نه د بل څه غم اخستی دی، یوازې تجارت کوي.

موږ ددې لپاره چې د سودا په نویو مېتودونو څېړنه وکړو د پرون د بګتیو پر سور او تال بېخونده کرېږې وهو.

دې ته مو پام نشته، چې ټولنه مو د بې سوادۍ په تورتم کې د مرګ له ګواښ سره لاس او ګرېوان ده.

په دې غم کې یې نه یو چې ځوانان مو د چرسو او هیرویینو په لوګیو کې د ژوند د پوپناه کېدو لمبې ته ناست دي.

په دې فکر کې نه یو چې بېکاري مو له وطن څخه د ژوندو مړیو هدیره جوړه کړې ده، په دې خیال کې نه یو چې په هر ساعت کې یوه مور د توبرکلوز د تداوۍ د نیستۍ په وجه پر هدیرو سپارو.

په دې غم کې نه یو چې د پوهنتونونو د تدریس کیفیت مو د نورو هېوادونو د ابتدایه ښوونځیو تر تعلیمي کیفیت په ټیټه سطحه کې واقع دی.

ددې خیال نشته راسره چې یوه رمه بې سواده نسل مو نه سواد لري، نه ډوډۍ لري او نه دوا. بې پوښتنې مرګونه، بې دوا رنځونه، بې سواده مغزونه، محتاج لاسونه، بې اوره تنورونه، بې اوبو کښتونه، بې ضمیره او مزدور حکومتونه د خپل وطن مشکل نه بولو، بلکې مشکل مو دا جوړ کړی دی، چې رحمان بابا په کوم کال زېږېدلی وو، خوشحال خټک یو شعر داسې ویلی او بل په کې را دانګي چې نه داسې یې ویلی.

دا ټول د انحطاط نښې دي او ورپورې نښلېدل د منحطو افکارو مشغولا ده. پر افغانستان د مرګ توپان راغلی دی، د دغه توپان خونې څپې لا پاتې دي.

که د خدای دوستان یاست د نن غم وخورﺉ او د نن د غم په خوړلو سره د سبا ورځې د هغه نسل د ستونزو بار کم کړﺉ، چې زموږ د غسې کړو او وړو په وجه به په عذاب او مشکل کې وي.

که سبا ته قران شریف هم په تحریف شوي شکل د خرڅلاو بازار پیدا کړي بېدرنګه یې چاپوﺉ او ژر یې په بازار کې خرڅوﺉ او هغه د پېښوري کمیډین خبره ده، همدا به وایي چې یاره څوک یې تپوس کوي؟

خو چې جهاني د تپوس او پوښتنې تکلیف پر ځان قبول کړ، نو ګویا جهاني صاحب متنازعه شو، شعر یې متنازعه شو او په اصطلاح په زرهاوو نورو افتونو کې په لاس لرلو تورن شو.

حال دا چې جهاني صاحب له یوه معقول دریځ څخه د یوه اب داره سپین ږیري او مشر په توګه د نصیحت په ژبه یو اخلاقي رسالت ترسره کړ او په خواخوږۍ سره یې وویل، چې د چا د نظریاتو او اعتقاداتو بدلول بد اخلاقي ده، هغه هم په داسې حال کې چې څلور پېړۍ پرې تېرې دي.

خوشحال د خپل وخت یو عظمت وو، خوشحال د خپلې زمانې سیاست، فرهنګ، کلتور او نظامي مکتب وو.

څوک باید دا حق ونه لري چې د تېرې زمانې اخلاقي، فرهنګي او کلتوري حقیقتونو ته د نن زمانې په خیاط باندې واسکټ وګنډي. فرمایشي او کاروباري جیبونه په کې جوړ کړي.

یوه د نر زوی خو بیا اسد دانش له پیر روښان سره مقایسه کړی وو او د خپل عصر پیر روښان یې ترې جوړ کړی وو، خو دانش بېچاره نه پیر روښان پېژني، نه یې عصر او نه یې ارمان لکه څنګه چې مې وویل، هغه خوارکۍ صرف یو دوکاندار دی، چې ابتدایه ښوونځی یې هم نه دی لوستی.

اوس به راشو هغه لوستو، پوهو او اکاډمیکو شخصیتونو ته چې د تحقیق او څېړنې مدار یې د تېرو کیسو او افسانو پر محور را چورلېږي.

زه چې د خپلې ټولنې نني مشکلات وینم د سبا لپاره مې د امیدونو ټوله دنیا تالا ترغه شي، لږ تر لږه موږ د نني بشري جهان کړو وړو ته هم نه ګورو، په دې کیسه کې نه یو چې دنیا څه کوي او موږ پر کومه خوا روان یو.

په همدغه اروپا کې چې زموږ د فیسبوک، ټویټر او نیټ په نړۍ کې د چت د ستنو حیثیت لري تر پنځوس کاله ور آخوا ادبیات څوک نه لولي.

هغه کلاسلیک ادبي ژانرونه چې د فرانسې د لوی انقلاب په پنځولو کې یې رول درلود هم همدا اوس د فرانسې په ادبي محافلو کې د تقلید وړ نه دی، بلکې هغوی د نن په غوښتنه د سبا لپاره د ادبي پنځونو په لټه کې دي.

16 comments

  1. م. افغان Reply

    ښاغلی قانع صیب اباد اوسی
    نن دي هغه لیکنه کړیده چه په ریښتیا سره زمونږ دټولنی اوپه تیره بیا زمونږ دپښتنو اړین ضرورت دی.
    زه هم خپل شخصی نظر په لا ندی ډول لیکم
    زمونږ دټولنی او وطن حالات نن دی ته اماده نه دی، اونه په چا ښه لګیږی چه ، زمونږ ښاغلی لیکوالان همیشه دچارګل، زلفو،پیزوان، لونګو ، رنجو اوخماری سترګو په تکرار تکرار یادونی کوی، ځکه هم خپل وخت ضایع کوی اوهم دنورو وخت ضایع کوی، زمونږ دټولنی سخت حالات
    دا نه ایجابوی چه لیکوالان یو دبل سره تربګنی وکا، زمونږ لیکوالان دپښتنو په نننیو حالاتو یا واقف نه دی اوکه واقف وی نوبی پروا دی

    ښاغلی لیکوالان باید هغه لیکنی وکړی چه په نننیو شرایطو کی پښتون ته څه ډول نجات ورکړی شی، په څه ډول ددی راتپل شوی غمیزی څخه ځان خلاص کړو، په څه ډول پرمختګ وکړو، په څه ډول اتفاق اواتحاد مینځته راوړو، په څه ډول حلالی پیسی پیداکړو، په څه ډول دمشر اوکشر او دکورنی ادب پرځای کړو، په څه ډول دجنګ اوجګړی، نشو، لاپو، درواغو، ښکنځا، ریشوت، اصراف، غیبت اوورانکاری څخه لاس واخلو

    شعرونه پریږدی چه یو څو وړ کسان یی پرمخ یوسی، ټول دمخی مه شاعران کیږیی دقیصو اوپخوانیو شاعرانو تعریف اوکړه وړه مسلکی .شاعرانو لکه جهانی صیب، شپون صیب اونورو مشرانو ته پریږدی

    .مونږ اوتاسو باید ټولنی اوپښتنو شاه ځلمیانو ته په ادبیاتو، سیاست، اقتصاد اوداوسنی غمیزی په له مینځه وړلو کی لیکنی وکړو

    په ډیر ادب سره

    په درناوی

  2. پای لوچ Reply

    ددې فاشیستانو ځواب به څوک ووایی؟
    دوی په اشرف غنی پسې داسې تبلیغات کوی چې د هغه د خبرو نیمه برخه ویډیو ېې را اخیستې او پر هغه باندې ېې منفی تبصرې کړیدی.

    http://www.kabulpress.org/my/spip.php?article186697

  3. qayum Reply

    قانع صاحب ډیره مننه ستا له په حقیقت ولاړو او خوندرو لیکنو نه کله چی در ویب پاڼی ته راشم سترګی ستاپه نوی لیکنه پسی اړوم خدای دی تل ستا دقلم سیاهی ډکه لری

  4. said rahman Reply

    زه په يوه دفتر کې کار کوم او څلور زره ډالر معاش اخلم چې کابو څلور سوه يې ماليه کېږي. په مينه کار کوم خو دا نه وايم چې خدمت کوم، ځکه معاش اخلم، که معاش رانه کړي نو ځم په کور کېنم او د کور کار کوم. د دانش او يا بل هر ناشر چې کتاب خرڅ نه شي او ګټه يې په کې نه وي نو هغه دې کتاب چاپ کړي.
    دا ناروا کار دی چې په کتاب کې لاسونه کوي – ناشر او راټلوونکی دواړه بايد جريمه شي. ښاغلي داش کلونه وړاندې د افغانستان لنډ تاريخ (تاريخ مختصر افغانستان) چې پوهاند حبيبي صاحب ليکلي او استاد بينوا ژباړی د بل چا په نامه چاپ کړی او په دې حق کې يې ستره جفا کړی دي. په دې کار بايد دانش مجازات شي. دا څوک چې د خدمت خبره کوي بايد لږ ګرېوان ته سر ټيټ کړي.
    درناوی

    1. Kamawal Reply

      سید رحمانه وروره ماشاالله څلور زره ډالره معاش اخلې.

      تاسو باید د چاپ یا مطبعې او لیکوال یا اثر لیکونکي ترمنځ تفکیک وکړئ.

      دانش خپرندویه ټولنه علمي ټولنه نده چې د کتاب یا بل چاپیدونکي څیز د صحت او نه صحت په اړه تحقیق وکړي او هغه وپلټي. دانش یوازې د یو مزدکار په توګه دا دنده لري چې د یو چا کتاب یا بل اثر د کمپیوټر څخه کاغذ ته واړوي.

      که دانش ټولنه لکه تاسو چې ګوته ورته نیولې، علمي آثار را ټولوي او بیا ېې خپروي؛ بیا نو د تیروتنې په صورت کې پړ دی او باید خپله خطا ومني.

  5. Zabih Reply

    قانع صیب!!!
    د یوچا سپکاوی دي پکې کړی، او دهغه ټول خدمتونه دي په اوبو لاهو کړي.

    جهاني صیب هم دپښتو د ادب د اسمان ستوری دی، خو دانش هم تري کم ندی، او که يې پښتو ،پښتنو او پښتو ادب ته ترجهاني زیات خدمت نه وي کړی کم يې هم ندی کړی.
    خو تا ډېر یوطرفه قضاوت کړی،
    داتمه مو نه درنه درلوده

    باید د منځګړي رول دي لوبولی دي وای، او داجنجال ته مو دپای ټکی ایښی وای

    درناوی

  6. سهرکال خان Reply

    زه خو فکر کوم چه قانع سیب هم اصلی خبره هیره کړی ده او هغه داده چه مونږ باید د سبا غم وخورو نه د نن او پرون ، د پرون نه باید عبرت واخلو او په نن کی د سبا پلان جوړکړو، د نن غم خوړل به هم مونږ ترنن پوری محدود کړی

  7. inayatullah Reply

    قانع صیب لیکل ډیر په ځای لیکنه کړي چي لیکوالان او اکاډمیک اشخاص يې د سبا ورځی ستر ګواښ ته متوجه کړي . لیکل هغه پکار وي چې د ټولنې د درد دواشي ، روان ودروي، ساکن په حرکت راولي . د تاید لپاره به زه یوه کلمه ورسره اضافه کړم چې د کابل پوهنتون کې د خارجي هیوادونو د فارغانو د ماسترۍ او دکتوری د ارزوني لپاره چې کوم کمیسیون ټاکل شوی نو هغه اوس هم د سیاسی او نړیوالو اړیکو د ماستر نه پوښتنه کوي چې اسرایل لومړي منځ ته راغلي که صیهونت ؟ فلانې په کومه ورځ زیږیدلی ؟
    په لیکنه کې مې لاندی پارګراف ډیر خوښ شو
    ددې خیال نشته راسره چې یوه رمه بې سواده نسل مو نه سواد لري، نه ډوډۍ لري او نه دوا. بې پوښتنې مرګونه، بې دوا رنځونه، بې سواده مغزونه، محتاج لاسونه، بې اوره تنورونه، بې اوبو کښتونه، بې ضمیره او مزدور حکومتونه د خپل وطن مشکل نه بولو، بلکې مشکل مو دا جوړ کړی دی، چې رحمان بابا په کوم کال زېږېدلی وو، خوشحال خټک یو شعر داسې ویلی او بل په کې را دانګي چې نه داسې یې ویلی.

  8. Kamawal Reply

    ګر چې لیکنه مو پر ادبي کاروبار را څرخي، د ټولنیزو او سیاسي هغو سره توپیر لري او تاسو باید دا پوله په پام کې نیولې وی.

    په هر صورت،

    چې د تحقیق خبره شي، تحقیق ستاسو د خبرې په تائید یوازې په تیرو نه کیږي، بلکې حال او راتلونکې هم را ونغاړي. همدا دلیل دی چې نن زموږ 90 پښتانه تر خپلې مورنۍ پښتو ژبې پر خپله دوهمه او دریمه ژبه ښې او مانا لرونکې لیکنې کولی شي.

    دا ستاسو ادیبانو ګناه ده چې له یوې خوا تاسو هر یوه پښتو ژبه پخپله خوښه او خپل طبیعت پر هر لوري روانه کړیده. له بلې خوا بیا هم همدا تاسو یاست چې تر نن پورې مو د پښتو د دفتري کولو لپاره نه د دولت او نه هم شخصي امکاناتو له لارې ګام پورته کړیدی.
    له دولت څخه مرسته د لیکوال یا ځان سپکاوی ګڼئ، پر یو میز او یوه خبره مو سلا حرامه بللې ده.

    ځولۍ درته غوړوم، راشئ، د پیښور، کویټې، کندهار، او کابل ټولې پیژندلې څیرې سره یوځای شئ، د کابل یا پیښور د حکومت ته د پښتو د ودې د یوې لوېې پروژې پروپوزل ورکړئ او ښه زیاته بودیجه ترې واخلئ.

  9. جاهد Reply

    انتقاد معقول شکاری. مگر یو سوک مخامخ یادول د ضعیفو خلگو کار دی

  10. نثار Reply

    ګټور مطلب دی. مګر کوم ښاغلي چې د اړوندې موضوع باره کې د ښاغلي جهاني مقاله تحقيقي ګڼي، ښايي ووايي چې ښاغلي عصمت قانع يې په باره کې ځينې ځای هسې بوس باد کړي؛ مثلا:
    “حال دا چې جهاني صاحب له یوه معقول دریځ څخه د یوه اب داره سپین ږیري او مشر په توګه د نصیحت په ژبه یو اخلاقي رسالت ترسره کړ او په خواخوږۍ سره یې وویل، چې د چا د نظریاتو او اعتقاداتو بدلول بد اخلاقي ده، هغه هم په داسې حال کې چې څلور پېړۍ پرې تېرې دي.
    تحقيقي مقاله کې د عواطفو اظهار مجاز نه دی. دلته د نصيحت، اخلاقي رسالت،او بداخلاقۍ مقولې ګنجايش نه لري.
    او د ښاغلي قانع دا خبره هم بې بنياده ده چې وايي اروپا کې څوک اوس د پنځوس کاله پخوا ادبيات نه لولي. ولې دغه شکسپير د ښاغلي قانع همزولی دی که څنګه چې د دنيا پوهنتونونو کې لوستل کېږي!

  11. kharidar Reply

    ای قانع ه په چل چل کی دی ګوزارونه کړی دی ښه خوداوچی داموضوع دی حل کړی وای او دداړو ترمنڅ دی
    سوله کړی وای خوپه هرحال زما داسی لیکوال خوښ دی چی په بی طرفانه توګه قضاوت وکړی اوپه قضاوت کی یی خیرپروت وي نه شر

  12. فرهاد سکندر Reply

    ای ملګرو! د قانع صاحب دا پاراګراف په سروزرو وليکئ چي راتلونکي نسلونه يې هم ولولي ځکه چي د کاڼي کرښه ده او بايد تل پاته سي او هر ځوان يې په تېره بيا ټول فرهنګي کهول يې سرمشق وګرځوي، څومره ښه يې ويلي دي

    څوک باید دا حق ونه لري چې د تېرې زمانې اخلاقي، فرهنګي او کلتوري حقیقتونو ته د نن زمانې په خیاط باندې واسکټ وګنډي. فرمایشي او کاروباري جیبونه په کې جوړ کړي

  13. عبده Reply

    ښاغلی قانع سلامونه اودرناوې درته وړاندې کوم.
    قانع صاحب !!!
    په ډیره درناوې هیله درڅخه کوم چې دښاغلې اسدالله دانش پر لیکنه عکسالعکل ښکاره نه کړې.په ډیره درناوې هیله درڅخه کوم چې دصبر او حوصلې څخه کار واخلې. مننه
    که دی هیڅ زړه صبر نکوی نو ددانش پر ځای وماته چې هرڅه وایه وېوایه ستا بلا دې واخلې.زه ستا څخه هیڅ نه خپه کیږم.
    یوه نړی مننه

  14. عاصم Reply

    که دومره تکلیف مو په پشتوته په عملي خدمت کولو کي لګولی وای او ټول مخکښ مو راغوښتی وای ترڅوله دولت نه دپښتو دقوت لپاره یي غوښتني کړي وای اوخپل مخکښان مودغندنې پرځای ستایلي او دملاتړ دریځ موترې څرګند کړی وای ښه به وو، افسوس دپښتنوپه حال ( چي ښه دریا یي وهله هغې پیغلي هم ….)
    بس خدای دي مل شي دوطن او دملګرو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *