Categories

اعلان

Loading…

۴ – د فدا محمد نظري څو شعرونه

حقيقت هم،

يو ماشوم دی

فکر مې کاوه،

((حقيقت))،

ډېر ستر موجود دی،

فکر مې کاوه،

زمانه،

         نه تېرېږي،

– زه به تل هغه زه يم –

ما،

مکان هم د ځان باله،

خو،

زمانه راغله،

په آسانۍ يې ،

            له مکانه غلا کړم،

حقيقت ماته خلاصون رانه کړ!

  • o

اوس،

   ګورم چې،

       ((حقيقت))،

        يوازې يو ماشوم دی،

او ماشومانه

لوبې کوي.

ځوان نسترن

ماليار،

د نسترن،

وړوکې،

         څانګه،

                   وليدل،

ترې،

پاک يې کړل،

                 واښه او پيچک،

مخامخ يې کړ هغه،

                     د باد لوبې،

                             د لمر تودوخې،

او د رڼا پر له پسې،

                   مچکو ته،

  • o

بيده شو،

ځوان نسترن،

د بڼ د خوشبويۍ،

په بستر کې.

((حي اللفلاح))

د کار و بار،

                مرداريو،

د بازار لښتي،

                           بند کړل،

لشو،

او

بوی ناکو اوبو،

              لاره په سر اخيستې ده،

په سړک،

د ونو برګونه،

          ځوړند سرونه،

                           سراسيمه،

د ((حي اللفلاح))،

                     چغې وهي،

لارويان،

کورونوته،

په منډه دي.

خپل سرې بوټۍ

پخپل سر،

په سپېره،

           دښت کې،

– د دوو تېرو تيږو ترمنځ –

له زڼې نه،

–  هغه زڼه چې باد،

او تو پان له کومې بلې،

بېديا راوړې وه –

                 پخپل  سر راشين شو،

  • o

له هغې کلکې ځمکې نه،

د هيڅ ماليار،

له ناز نه پرته…

خوله رانزدې کړه

د  مازديګر،

په نارنجي بستر کې،

ستا اننګي،

                او شونډې،

د بيا بيا کتو،

           او مچېدو دي،

  • o

مخامخ درته کښېنم،

خوله را نزدې کړه.

د اغزي انډيوالي

سره له دې،

چې اغزي،

        د بلبل په شور،

        او سندرو کې ويده وي،

او،

     د بلبل شور او سندرې،

نور هم،

          اغزي و ژور خوب ته،

بيايي،

د اغزي انډيوالي،

د ګل،

           تقدير دی.

2 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *