Categories

اعلان

Loading…

له حقه د انکار عوامل/ مومن مهاجر

سره له دې چي حق د خپل ذات له مخې څرګند، ثابت او واضح دئ مګر ځیني کسان بیا هم حق ته غاړه نه ږدي، په مقتضا یې عمل نه کوي او د خپل ضمیر او وجدان پر خلاف درېږي. لاندي به له حقه د انکار عوامل په ګوته کړو.

۱) تکبر:

ځان غوښتنه، تکبر او خپل ځان لوی ګڼل له هغو عواملو یو دئ چي پرې اخته کس نه شي توانېدی حق ومني او عمل پرې وکړي. مغرور او متکبر شخص فکر کوي چي حق ته غاړه اېښودل او عمل پرې کول د ده سپکاوی، ذلالت او د ستر مقام خلاف دي. له همدې امله رسول الله ویلي: خلګ سپک ګڼل او له حقه انکار تکبر دئ.

د تاریخ په اوږدو کي تل هغو انسانانو د حق مخالفت کړی او پر خلاف یې درېدلي چي ځان ورته لوی ښکارېدی، په ټولنه کي یې لوړ مقام درلود، شتمن وو، نوم یې درلود او نورو ورته د یو مشر او رهبر په سترګه کتل. په پوه، خان، ملک، ولسمشر، حاجي صاحب او نورو داسي نومونو یادېدی چي په ټولنه کي یې د ده ځانګړی مقام څرګنداوی.

۲) تعصب

تعصب، بې ځایه ټینګار او د ځانګړو اشخاصو، ډلو، مفکورو، کړنو، وختونو، ځایونو ، مذهبونو، مسلکونواو دودونو په اړوند له څه منطقي توجیه پرته بې موجبه محبت هم د دې لامل ګرزي چي یو سړی د حق له پېژندلو، منلو او عمله بې برخي شي. تعصب هغه ذهني او رواني ناروغي ده چي په نړۍ کي د ډېرو نسلي، نژادي، مذهبي او عقیدوي شخړو لامل ګرزېدلې. متعصبو اشخاصو، ډلو، قومونو او ملتونو ته یوازي هغه څه ښه ښکاري چي دوئ پرې عقیده لري، کوي یې او په دوئ کي دود وي.

د دین په ډګر کي تعصب یوازینی عامل دئ چي د ډلو-ټپلو، شخصیت پالنې، تفرقو، شخړو، بېلا-بېلو مذهبونو، د دین د اصل روح له منځه تللو، تحریفونو او د اسماني دین په آرو سرچینو کي د لاسوهنې سبب ګرزېدلی.

متعصبې کړۍ فکر کوي د دین هغه تعبیر او تفسیر سم دئ چي د ده د خوښې د یني پوهان یې کوي. هر څوک چي یې نه مني ګمراه، بې لاري او آن کافر دئ. د تاریخ په اوږدو کي دین تل د هغو ډلو او اشخاصو په لاس تباه شوی چي د تعصب له مخې یې ځانګړو فکرونو، عقیدو، اعمالو او توجیهاتو د دین د یوازیني، اصل او اخیري تعبیر په سترګه کتلي.

د پوهانو تر منځ د اندونو، اجتهادي اخیستنو او فهم اختلاف یوه طبعي پدېده ده چي نه له منځه ځي او نه یې له منځه وړل منطقي کار دئ. مګر څوک چي یوازي د تعصب، تنګ نظرۍ او بې منطقه زړوپالنې له کبله پر ځانګړي نظر ټینګار کوي، هغه د حق معیار ګڼې او نه شي کولای له خپل مخالف سره د استدلال، منطق، ځان پوهنې د تلوسې او حق ته رسېدو په ژبه خبرې وکړي. هغه په حقیقت کي د خپل وجداني مرض او تعصب د ړانده مسلک له امله په داسي مزمنه ناروغۍ اخته شوی چي درملنه یې ناشوني ښکاري.

په اسلامي نړۍ کي د اوسنیو ډلو-ټپلو تر منځ اختلاف پر ازاد فکر، خپلواک نظر، اجتهاد، استدلال او منطق نه دئ ولاړ بلکي تر ډېره یې سرچینه تعصب، شخصیت پالنه، د پلار ونیکه د لاري تعقیب، له اسلافو سره بې دلیله ړنده مینه، پر مخکینیو د معصومیت او هر څه پوهېدو ړنده عقیده او دیني ګروهو په هکله یو اړخیز چلند دئ. که زموږ پوهان د اخلاص، ښه نېت او حق موندلو په رښتنې ولوله الهي دین ته رجوع وکړي، د عقل او نقل په رڼا کي مسلم اسلامي او انساني اصول ومني او هڅه وکړي د خپل منځي اختلاف د حل لپاره منطقي ګام واخلي نو ان شاء الله له یوې خوا به ډېر ژر روانې شخړې له منځه ولاړي شي او له بلې خوا به که د ځینو فطري لاملونو پر بنسټ د اند او نظر کوم اختلافي ټکي هم وي نو هر یو به د استدلال په مټ هڅه کوي خپل دریځ روښانه او نور قانع کړي چي په دې صورت کي د اندونو له اختلاف سره-سره یو ځای ژوند کول او اتحاد هم شونی دئ.

۳) تقلید

تقلید د پوهې او دین لپاره هغه وژونکې ناروغي ده چي تل یې د پوهې او دین بهیر ګډوډ کړی، د پوهې په وړاندي خنډ ګرزېدلی او د جهالت راتلو ته یې لار اواره کړې. په دین او علم کي تقلید د دې لامل ګرزي چي وګړي د تحقیق، پلټنې، څېړنې، فکر، تدبر، عقل کارونې او خپلو مختلفو امکاناتو د استعمال پر ځای د تېرو په کارنامو وویاړي، زاړه فکرونه وپالي، له پوهې لاس واخلي، زحمت ایستنه خوشي کړي او په دې قانع شي چي د مخکینیو پاتي شوني وخوري. فکر، عقل او ذهن یې همداسي جامد پاتي شي. وده ونه کړي او د پر مختګ پر لور د هوډ، هڅو او ګام اخیستو زغم ورسره نه وي. د پوهې پر ځای یې جهالت خوښ وي او ځان په دې تېر باسي چي په دې شیانو پوهېدل زموږ د وس خبره نه ده. څوک چي پر دې شاهراه ځي هغوئ مافوق الفطرت ځواک درلود، عقل یې ښه کار کاوی، پوهه یې زیاته وه او موږ  چیرته هغوئ چیرته؟. دا ډول ذهنیت د دین او دنیا دواړو لپاره وژونکي زهر دي.

مقلد وګړي د سم –ناسم، کره-کوټه او ثابت وناثابت تر منځ توپیر نه شي کولای. هغوئ ړانده وي، د شپې او ورځې په توپیر نه پوهېږي. مشران چي یې څه ورته حلال ګڼي دوئ یې ورسره مني او څه چي پرې حراموي هم دوئ څه نیوکه نه کوي. هره ورځ یې مشران خپل دریځ بدلوي مګر دوئ به په دې نه پوهېږي چي د دې بېړني بدلون عوامل څه دي، ایا په دین کي ورته جواز شته که نه او که زموږ د مشرانو سیاسي، ټولنیزې، مالي او ځاني غوښتنې دي؟

    د تقلید او له دلیل پرته یوې عقیدې او مفکورې خپلول په نړۍ کي د شرک، بدعت، جهل، بې بنسټه اختلافونو، کرکو، دښمنیو او لویو تاریخي شخړو ته لار هواره کړې او زموږ په ټولنه کي د اصولي اختلاف، منطقي بحث، یو-بل ته د غوږ نیولو، د مختلفو نظرونو تر منځ د وس تر حده د مناسب غوره کولو او حق لپاره د دلیل د لټې کولتور د همدي تقلیدي فکر او تعصب په سبب له منځه تللی او ځای یوازي زوړ پالنې نیولی چي د ژوند ټول ډګرونه یې له بلا ناخوالو ډک کړي او موږ یوازي د علم، پلټنې او منطق په مټ ترې وتلای شو. مقلد هیڅکله دې ته چمتو نه وي چي د خپل دریځ لپاره دلایل وړاندي کړي، د بل خبرې ته غوږ ونیسي، د ځان او خپل سر لاري په اړه د بشریت په دایر ه کي د تېروتنې امکان ومني او په دې اعتراف وکړي چي زما مشران، ډله، خپلوان، پلار-نیکه او له وختونو راروان فکرونه، عقیدې، کړنې او عنعنات هیڅکله د حق معیار نه شي کېدای بلکي دلیل او منطق یوازینی ځواک دئ چي د حق او باطل تر منځ بېلوونکې کرښه ایستی شي.

۴) پر ګټو او مقام وېره:

په ټولنه کي ځیني کسان د کرسۍ، ټولنیز مقام، شتمنۍ، مخورتوب، مذهبي مشرۍ او نورو اسبابو پر بنسټ ځانګړی، لوړ او امتیازي ځای لري، کله-کله د حق او حقیقت ټول او یا ځیني اصول د هغوئ دې امتیازاتو ته خطر پېښوي له همدې کبله دا ډول کسان پر خپلو ګټو او مقام د وېري له امله د حق او حقیقت منلو ته چمتو نه وي، ځکه د حق منلو مانا به له مشرۍ، لوړ مقام، مخورتوب او نورو امتیازاتو لاس اخیستل وي او یا به یې هغه مالي سرچینې وچي شي چي په ناروا بهانو او پلمو یې موندلي دي. ډېر کسان شته چي حق او حقیقت داسي ورته څرګند وي لکه خپل زوی، مګر یوازي له دې امله یې نه مني چي یا پر خپل ستر مقام وېرېږي او یا یې ګټې په خطر کي وي چي تل له عقل، منطق او وجدان سره په جګړه وي. هغوئ که له یوې خوا د حق او حقیقت په پټولو تل له ځان سره په نفسیاتي او فکري جګړه اخته وي له بلې خوا هغه ناولې اسوه هم رامنځ ته کوي چي د نورو لپاره په تیارو کي د پاتېدو لامل شي. په هره ټولنه کي داسي کسان شته چي ديني، علمي، منطقي، اخلاقي او بشري حقایق او ارزښتونه یوازي له همدې کبله په خوله، زړه او عمل نه مني چي په کورنۍ، ټولنه او هیواد کي یې نوم او ګټې له خطر سره مخ وي.

۵) بې هدفه ژوند:

په هره ټولنه کي داسي لااوبالي وګړي شته چي د ژوند اخیري هدف یې یوازي  ژوند وي. هغوئ تل په دې هڅه کي وي چي څرنګه د شهواتو، خوندونو او شوقونو غریزه سړه کړي؟. هغوئ یوازي ماديات، محسوسات او له دې څو ورځني ژوند سره تړلې ګټې پېژنې. د هغوئ په ژوند کي معنویات او اخلاقي ارزښتونه هیڅ ځای نه لري. د دوئ د ژوند فلسفه ژوند د ژوند لپاره شعار وي.هر څه یې یوازي تر محسوسو خوندونو محدود وي. د دوئ مړ شوی وجدان له دې څو ورځني ژوند ها خوا بل څه نه پېژني او نه یې مني. له همدې امله یوازي هغه څه کوي چي په دې څو ورځني ژوند کي ګټه ورته وکړي.

له دوئ سره یوازي د ځان فکر وي، هیڅکله د نورو او ټولنې په اړه فکر نه کوي، ځکه ټولنیز او پراخ فکر له هغه چا سره وي چي رحم، عاطفه، احساسات، نرم زړه او دردېدونکی وجدان ولري. مګر دوئ د خپل خیرن حارص شیطاني مزاج له امله د شهواتو په دوزخ کي داسي سوځېدلي وي چي تل ورسره د نورو د زبېښلو او ځورولو فکر وي. دا ډول کسانو په  قاموس کي د حق او حقیقت په نوم ویوکي نه شته. د دوئ په اند حق یوازي هغه دي چي دوئ یې کوي او یا یې کولای شي باطل هغه دي چي دوئ نه  دي کړي او یا یې نه شي کولای.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *