Categories

اعلان

Loading…

د جمعیت او جنبش سیالیو په سمنګان کې مظاهره پارلولې

  1. تاند- په سمنګان ولایت کې د والي پرضد مظاهرو کې، چې ویل کېږي د جمعیت او جنبش ترمنځ له اختلافاتو او راتلونکو انتخاباتو سره تړاو لري، دوه تنه ووژل شول. دا په روان دسمبر کې د والي خیرالله انوش پرضد دوهمه مظاهره ده.

د سمنګان والي خیرالله انوش د جنرال دوستم په ملي اسلامي جنبش پوري اړوند دی خو د ده پر خلاف د مظاهرې پاروونکی د ولایتي شورا رييس محمد اصف عظیمي د جمعیت ګوند پلوی دی.

په مظاهره کې نن سهار دوه تنه هغه مهال ووژل شول چې مظاهره چیانو هڅه وکړه د ولایت ودانۍ ته ننوځي. امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د هجوم مخه ونیوله.

د سمنګان امنیه قومندان ویلي چې مظاهره چیان په وسلو سمبال ول او وروسته له دې چې پر پولیسو یې ډزې وکړې ، پولیسو ځوابي ډزې پرې وکړې.

د ولایتي شورا رييس محمد اصف عظیمي، چې پخوا په مشرانو جرګه کې د سمنګان استازی و، وايي، تر هغو به مظاهرو ته دوام ورکړي چې والي له دندې لېرې شوی نه وي.

د سمنګان اوسېدونکي وايي چې مظاهرې پر واک د دوو ګوندونو ترمنځ د سیالۍ پر سر راولاړې شوي دي خو ځیني بیا دا وايي، انتخابات رانژدې کېدونکي دي او جمعیت اسلامي د بلخ د والي په مرسته هڅه کوي چې د سمنګان د اوسني والي ځای د جمعیت یو غړی ونیسي.

2 comments

  1. تمیم شاهد Reply

    په سمنګانو ولایت کی ننی خونزی لاریون چی مرګ ژوبله یی واړوله ترشایی دلوړپوړودولتی چارواکو لاس دی له کله چی جنرال دوستم داشرف غنی په پلوی دشمالی ټلوالی څخه خپله لاره بدله کړه دایوازی دایبکو ښار ندی چی پکی دجنبش دپلویانو پرضد توطیه کیږی بلکه به خپله دمزار شریف په ښار کی پانګه وال ازبکان خپل خطر وینی اوڅوتنه یی تښتول شوی یاهم هره ورځ دعطامحمد نوردوسله والو له خوا ګواښل کیږی همدارنګه په تخار ولایت کی هم دشمالی ټلوالی له خوا ازبک مشرانوته هره ورځ دسیسی جوړیږی خوترکومه ځایه چی لیدل کیږی پرته له سمنګانو ولایت څخه په بل ځای کی بیا ازبکان پرته له پښتنو په نورو قومونوبرلاسی دی اوشمالی ټلواله په تیره بیا دبلخ والی لدی ویری څخه چی ګنی اشرف غنی احمدزی په راتلونکو ټاکنو کی بریالی نشی نوپه یو ډول نه یو ډول خنډونه جوړوی چی ښه بیلګه یی همدغه دسمنګانو لاریون دی چی په تاوتریخوالی واوښت

  2. baryal Reply

    مظاهره د قانون له مخی سوله آمیزه وی او مخکی دولت ته خبر ورکړل شوی وی چی څومره کسان او په کومه ورځ د کوم مقصد لپاره دوی مظاهره کوی. داخو مظاهره نه بلکه بلوا یا شورش دی او حتی یورش یا حمله ورته ویلی شو. چی مسوولین یی باید تر جدی پوښتنی لاندی ونیول شی. د لوړپوړو کسانو مقرری د دولت له خوا تر سره کیږی او که دوی په خپل کار کی بریالی نه وی ، خلک خپل نظر او وړاندیز ونه دولت ته سپاری او دولت د شرایطو په ارزونی سره خپل تصمیم نیسی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸