Categories

اعلان

Loading…

سېټ (لنډه کیسه) ليكواله : شهناز خانم عابدي

ژباړه : ذبيح الله قرار-

په يو لاس كې يې له وريژو ډك اخبار نيولى و او په بل لاس يې غټې، غټې مړۍ جوړولې او خوړلې يې.د موبايل پلورنځي شيشې ته يې تكيه كړې وه. پر مخ يې د خولو څاڅكي داسې ښكاريدل لكه په ګلاب پرته پرخه. د مخ له سوروالي يې مالوميده چې په وريژو كې مرچ زيات دي. په پيادرو به چې هر څوك تېريدل نو په يوه ځغلنده نظر به يې سترګې ددې په لېدو خوږې كړې.هغه په زړو او خيرنو جامو كې هم ډيره ښكلې ښكاريده. د پلورنځي مخ ته ناست څوکيدار ته وا ددې پيرې ته ناست دى. وريژې خلاصې شوې، اخبار يې تاو، راتاو كړ او يوې خوا ته يې وغورځاوه. لاسونه يې په ټيكري پاك كړل. په يو لاس كې يې د دسمالونو پنډ واخېست، په بل لاس كې څو دانې خلاص شوي دسمالونه او پاڅيده. يو څه وړاندې لاړه او د سره څراغ روښانېدو ته په تمه شوه. لږ لرې دوه ماشومان چې څيرې او خيرنې جامې يې په تن وې په خبرو بوخت وو. د سرك پورې غاړې ته يوې ښځې چې زړه چادري يې پر سر وه، د بريښنا ستنې ته تكيه وهلې ناسته وه. يوه بله ښځه يې هم په څنګ كې وه چې ماشوم يې سينې ته اچولى و او شودې يې وركولې. د سره څراغ په روښانېدو دواړو هلكانو د سرك په لورې منډه كړه ( وږي يو، خير دى د ډوډۍ له پاره پيسې راكړئ، د خپلو ماشومانو د سر صدقه وركړئ) په همدې چيغو يې خيرات ټولول پيل كړل. په چادرۍ كې ناستې ښځې هم خپل توكي راواخيستل او د موټرو پر لور راغله. ورسره خوا كې ښځې خپل ماشوم له سينې بېل كړ او د خير ټولولو له پاره په موټرو سر شوه. جينۍ هم خپل دسمالونه په لاس روانه شوه. يوې ركشې ته ودرېده او د دسمالونو ډك لاس يې وروړاندې كړ ( د پنځو روپيو لس دانۍ)  ركشه چلونكي يې مخ ته ولېدل او بيا يې له سره تر نوكه له نظره تېره كړه.زيړ غاښونه يې ښكاره شول او ويې ويل ( كينه ! چې چكر دركړم) جينۍ هغه ځاى پرېښود او وړاندې لاړه. موټر، ركشې، موټرسايكل هر يوه ته به دريده ، دسمالونه به يې ورښكاره كړل او وبه يې ويل : د پنځو روپو لس دانۍ !  چا دسمالونه واخيستل او چا هم خپلې سترګې خوږې كړې. كله چې شين څراغ روښان شو نو ټول د سرك پر غاړه كيناستل او د سره څراغ په روښانېدو به چا د خير غوښتلو نارې پيل كړې او چا هم د پلورلو.

هر ورځ همدا حال و. دا هر څه د يوه سړي په امر كېدل. ټوله ورځ به دې بې چاره ګانو خيرات ټول كړ، دسمالونه به يې خرڅ كړل خو د پيسو كمه برخه ددوى جيبونو ته راتله او ډيره برخه كوم بل جېب ته.

–       مورې! زه نوره له کوره نه وځم، زما نه خوښېږي چې پر سرك دې لره، بره شم.

–       ته چې په كور كې پاتې شې نو د سېټ پيسې به څوك ورپوره كوي؟ موريې په غوسه ترې وپوښتل.

–        خو عارف او ذكو هم پيسې ګټي، زما لېږلو ته څه اړتيا ده؟

مور يې هيڅ ځواب ورنكړ. هغه مور ته نږدې شوه. سترګې يې ښكته نيولې وې او په زړه نا زړه يې وويل: مورې! هغه د تور موټروالا نن بيا په سرك تېريده. نن يې بيا ټول دسمالونه رانه واخيستل. راته ويل يې چې له ماسره لاړه شه، واده به درسره وكړم.

–       د هغه به ماغزه درته په ځاى كړم. بيا چې راغى ماته اشاره وكړه، زه خو درسره نږدې وم ولې دې ماته نه ويل، او ته ولې نږدې ورځې؟ بيا يو دانه دسمال هم پرې خرڅ نه كړې، شابه!  ډوډۍ پورې كړه چې اوس به دې پلار راشي.

د لالۍ پرمخ د غوسې نخښې له ورايه ښكاريدې. ګلابو پيړه هواره كړه او په تبۍ يې واچوله.

       –    مورې! هغه فضلو نه دى؟ ها د سېټ سړى، نن ما ډوډۍ خواړه چې راغى. لومړى يې ځير،

              ځيرراته كتل، بيا يې رانه وپوښتل چې ته د رمضان لور يې؟ ما هيڅ ځواب ورنكړ، دى

            څو شيبې هملته ولاړ و، وروسته بيا بيرته لاړ.

ددې خبرې په اوريدو د لالۍ رنګ داسې ژيړ واوښت، ته وا د وجود ټوله وينه يې چا نخيځلې وي.نو اوس د سېټ سړو هم ګلابو ته ورپام شو؟ لالۍ خپل ځان ټينګ كړ، ګلابو يې په ځان پوه نه كړه. سترګو ته يې د وريندارې خبره كلكه ودريده، هغې څو ورځې وړاندې ورته ويلي وو: لالۍ! ګلابو ډيره بيرون مه پرېږده، ژر يې لاسونه په نكريزو كړه، كه د سېټ كسانو ورته پام شو نو ډيرې ستونزې به درته جوړې كړي.

شپه ډيره تيره وه. رمضان ډوډۍ خوړه چې دروازه وټكيده.

–       په دې شپه څوك دي؟ هغه ډوډۍ پرېښوده او دروازې ته ورغئ.

–       څوك يې؟

–       فضلو، د سېټ سړى.

بيرون چې كله ووت نو له فضلو سره يې ستړې مه شې وكړه. مخكې له دې چې دى پوښتنه وكړي هغه ورته وويل: ته د جمعې په ورځ سېټ غوښتى يې، ماښام پنځه بجې.

–       كوم كار يې راسره و؟ ما خو ټولې پيسې انور صيب ته وركړي.

–       بيا يې خپله له سېټ نه وپوښته.

فضلو خپله خوله له پان څخه تشته كړه، دسمال يې له غاړې تاو كړ او روان شه.

–       څوك راغلى و؟

–       فضلو …. رمضان خپلې ميرمنې ته ځواب وركړ.

لالۍ په دومره زور خبره راوويسته لكه چا چې له ستوني نيولي وي.

–       نو په دې وخت يې څه ويل…؟

–       سېټ د جمعې په ورځې غوښتى يم، نه پوهېږم چې څه مې كوي، فضلو يوازې همدومره راته وويل اونور لاړ.

 رمضان دا خبره وكړه او نور ډوډۍ ته كيناست.هغه پوه نه شو خو لالۍ په هر څه ورسيده. رمضان يې ولې غوښتى؟ هغه پوهېده، دلته چې كومه ښكلې جينۍ سيټ يا د هغه كسان وګوري نو ځان ته يې نكاح كوي. مور او پلار ته يې لږې پيسې وركړي او جينۍ بيا ټول عمر لادركه وي.

دوه كاله مخكې سېټ د عرفان لور شامو وغوښته، عرفان انكار وكړ. د سېټ بدمعاشان راغلل او هغه يې په زور وتښتوله. عرفان يې دومره ووهه چې كټ كې پرېوت او شپږ مياشتې وروسته يې كټ هم د تل له پاره پرېښود. د شامو لا ترننه درك نشته چې چيرته ده او څنګه ده؟

ټول خلك خبر دي خو هيڅوك دومره زړه نه شي كواى چې له سېټ نه يې په هكله پوښتنه وكړي. سبا ورځ چې كله ټول خپلو كارونو ته روان شول نو لالۍ خپل زامن ذكو او عارف هم ولېږل. دوى دواړو په سرك خير ټولاوه.رمضان ويده و، د نشې په زور ويده، درې څلور بجې به وېښېږي، ډوډۍ به خوري او ملګرو ته به ورځي. كله چې ماښام ټول پيسې راوړي نو ټولې پيسې به دى راغونډوي او دسېټ مالي انورته به يې سپاري، هغه به هم ډيره برخه له ځان سره ساتي او لږې به بيرته رمضان ته وركوي. كه پيسې كمې وي؟ كه پيسې كمې وي نو انور به د تل په څير غوسه كوي او جنجال به جوړوي. لالۍ له دې فكرونو وروسته ګلابو كوټې ته دننه كړه او ورو يې وويل : كه نن هغه د تور موټروالا تاته له تلو وويل نو ورسره لاړه شه. ګلابو مور ته په حيرانۍ وكتل. د لالۍ له سترګو اوښكې روانې وې. خپل صندوق يې خلاص كړ، يو ګلابي رنګه كميس يې راواخيست او ګلابو  ته يې وويل (دا وغونده !) د سرو زرو بنګړى يې ورپه لاس كړ او زياته يې كړه ( يوه، يوه پيسه مې جمع كړې، دا بنګړى مې درته اخيستى، پلار دې نه دى خبر، كه خبر واى نو د نشې له پاره يې خرڅاوه) مور يې چې په ژړا ولېده نو ګلابو هم په ژړا شوه. لالۍ د هغې اوښكې پاكې كړې او سينه پسې يې جوخته كړه. دزړه ټوله مينه يې له هغې سره شريكه كړه. ګلابو جامې بدلې كړې. ګلابي جامو يې ښكلا لا زياته كړه. خپل مړوند كې پراته بنګړي ته يې ولېدل. لومړى ځل و چې د سرو زرو څه يې په تن و، هغه هم بنګړى.لالۍ ګلابو ته ولېدل هغه يې تر اوسه هم دومره ښكلې نه وه ليدلې. زړه يې صبر نه شو او كلكه يې په غېږ كې ونيوه. ګلابو د مور له خبرې سره سم بنګړى په لستوڼي كې پټ كړ او دواړه خپل كار ځاى ته روانې شوې.

–       هغه رانغئ؟ لالي وپوښتل.

–       نه . ګلابو ځواب وركړ.

دوهمه ورځ هم د تور موټروالا رانغى. لالۍ ډيره ويريده. هغه پوهېده چې ګلابو كه د سېټ له غوښتلو وروسته وتښتي نو سېټ به يې ټوله كورنۍ له منځه يوسي. ګلابو  چې هر ځاى وي هغه به يې پيدا كړي…سبا جمعه وه او پنځه بجې رمضان سېټ ورغوښتى و. دهغې باور و چې سېټ به ګلابو غواړي. دوى ته به لږې پيسې وركړي، د خلكو وړاندې به له هغې سره نكاح تړي بيا به د ګلابو مړى او ژوندى د تل له پاره ورك كېږي.رمضان به پيسې اخلي او جوارۍ كې به يې بايلي… بس نن…يوه ورځ لرو، كه هغه رانغى، بيا…؟ لالۍ په فكر كې ډوبه وه.

 ماښام ټول خپلو كورنو ته راغلل. لالۍ په زوره، زوره چيغې وهلې او تندي ته يې څپېړې نيولې وې. ګلابو بيرته راستنه نه شوه.ټول خلك خبر شول، ځينې د ګلابو په لټه ووتل. سېټ چې خبر شو نو د رمضان ټوله كورنۍ يې وروغوښته.ډيرې پوښتنې يې ترې وكړې. په ګواښ يې وويل( ګلابو خو به زه پيدا كړم، هغه كه هر ځاى وي له ما نه، نه شي پټيداى) خپلو كسانو ته يې امر وكړ چې د ګلابو كورنۍ تر څارلاندې ونيسي.

ګلابو د موټر په وروستي سيټ كې ناسته وه. د ورخطايۍ او خوشالۍ په زانګو كې. هغې خپل پلار، مور ، وروڼه ، خويندې، ملګرۍ او هر څه پرېښودل او ترې تلله. په ټوله لاره دواړه غلي ناست وو. سړي موټر ودراوه او يوې ودانۍ ته روان شه، ګلابو يې هم په څنګ كې وه.دروازه يې خلاصه كړه او دواړه يو داسې كور ته چې بې له چوپتيا نور هيڅوک په كې نه وو، ورننوتل.داسې مالومېده چې شا او خوا ډير كم خلك استوګن دي.

–       ته كينه ! زه راځم، د كړكيو په لور لاړه نه شې. كه دروازه ټك ټك شوه نو مه يې خلاصوه، بس همدلته غلې كينه.

هغه په ګلابو ټينګار وكړ. لومړی خبرې يې وې چې له ګلابو سره يې وكړې او د ګلابو د ځواب له اوريدو پرته له كوره ووت.دروازه يې د بيرون له لورې كولپ كړه. ګلابو يوازې پاتې شوه، ټول كور يې له نظره تېر كړ. د خوب دوه خونې، د تلويزون كوټه، پخلنځى هم ښه و، ټولو كوټو كې ښكلى فرنيچر پروت و. ګلابو ته هر څه ډير ښكلي ښكاريدل. د تشناب دروازه يې بيرته كړه، سترګې يې له ډيرې حيرانۍ رډې راووتې. ډير لوى او پاك سترا و، په لويه هنداره كې يې خپل ځان ته ولېدل. وشرمېده او كيناسته.ډيره وږې وه. د دروازې د وازېدو غږ يې تر غوږو شو.هغه سړى له يوې كڅوړې سره راننوت.كڅوړه يې پر مېز كېښوده او ويې ويل : وږې يې؟ ګلابو په چوپه خوله د هغه پر لورې ولېدل.هغه پر مېز خوراكي توكي كېښودل او  ويې پوښتل: نوم دې څه دى؟

–       ګلابو. هغې ځواب وركړ.

–       ګلابو راځه ډوډۍ وخوره! پر مېزيې هرڅه تيار كړل.

له ډوډۍ خوړلو وروسته هغه پاتې شيان ټول كړل او په يخچال كې يې كېښودل.

–       كله چې وږۍ شوې نو درته ګرموه او خوره يې.

 په تلو تلو كې يې يوځل بيا ټينګار وكړ. د كړكيو پرلورې لاړه نه شې او هرڅومره چې دروازه وټكېږي خلاصه يې نه كړې. زه د يو كار له پاره چيرته روان يم، مالومه نه ده چې كله به راستنېږم… او هيڅ ونه ډار شې، دلته هيڅ خطر نه شته. كله چې هغه روان شه نو ګلابو ترې وپوښتل.

–       ستا نوم څه شى دى؟

–       آصف . دايې وويل او روان شه. دروازه يې د بيرون له لورې كولپ كړه.

–       آصف . هغې له ځان سره تكرار كړ.

د ماښام له تيارې سره ورو، ورو چوپتيا هم زياتېده. ګلابو پر چوكې كيناسته، ډير زړه يې كېده چې تلويزون چلان كړي خو آصف منع كړې وه. كور يې ياد شه. دا څه روان دي؟ فكرونو ډوبه كړې وه.كله چې خوب پرې زورور شه نو دروازه يې په ځان پسې بنده كړه او ويده شوه.

سترګې يې پرانيستې، لمر د كړكې له لارې نرې لاره جوړه كړې وه او كوټې ته يې ځان رارسولى و. د څو شيبو له پاره په دې فكر كې وه چې چيرته ده خو لږ وروسته يې هر څه په ذهن كې وروګرځېدل.ويره يې اوس كمه شوې وه خو انديښنه يې شيبه په شيبه زياتېده. آصف چيرته لاړ؟ هغه يې ولې دلته يوازې پرېښوده؟ همداسې ډيرې پوښتې يې په ذهن كې تاويدې. څلورمه ورځ وه چې آصف راغى او بيا يې ځينې خوراكي توكي له ځان سره راوړي وو.

–       دا مې د خوړو له پاره راوړي او دا جامې مې هم درته راوړي ، بيا يې واغونده! زه لږ كار لرم بيا درته راځم.  همدومره يې وويل او نور له كوره ووت.

–       ولې هغه ماته نږدې نه شو؟ ګلابو حيرانه وه او يوې نامالومې ويرې يې په زړه كې ټونګارې وهلې.

ټول خلك د ګلابو په لټه ستړي شول. د سېټ كسانو هم ټول ځايونه چاڼ كړل خو ګلابو يې پيدا نه كړه. لالۍ به د خلكو په وړاندې چيغې وهلې، ژړيده به خو په زړه كې ارامه وه، هغې چې څه غوښتل همغسې وشول.

كله چې ګلابو يوه اوونۍ په همغه كور كې يوازې تېره کړه نو آصف د ماښام مهال كورته راغى. هغې ته يې وويل: ځه چې ځو!

هغه له اصف سره د موټر په وروستي سيټ كې كيناسته.موټر ته بل سړى ناست و. له يو څه مزل وروسته موټر ودريده. آصف ګلابو ته وويل ، ته له ده سره لاړه شه! زه هم لږ وروسته درځم.

همدا ډول هغه ددې بازار يوه برخه شوه. په لومړيو كې به يې ډير ژړل. له دې بازار څخه يې د تيښتې ډيرې هڅې وكړې خو وروسته اړه شوه چې د بازار له اصولو سره ځان عادت كړي.هغې ته اوس د آصف شخصيت مالوم شوى و. په زړه كې يې چې د آصف له پاره كومه مينه وه هغه اوس په كركې بدله شوې وه. آيا سړي ټول همداسې دي…؟ هغې به ډير وخت له خپل ځان څخه دا پوښتنه كوله.

كنول جان به ټولو په توړې يادوله.دا د پاخه عمر ښځه اوس هم ډيره ښكلې ښكاريده. په دې بازار كې د هغې پاچاهي وه. د ګلابو له پاره ډيره حيرانونكې وه چې د بازار نجونو به له كنول سره ډيره مينه او د هغې احترام به يې كاوه. كيداى شي د توړې په ذهن كې اوس دا نه وو پاتې چې يوه ورځ هغه هم دې بازار ته په زوره راوستل شوې وه. د هغې په رويه كې يوه پټه مورنې مينه پرته وه.

–       توړې هغه پرون چې راغلى و…. ګلابي ( ګلابو چې له كله دې بازار ته راوستل شوه نو په ګلابي جامو كې وه ) په ويره، ويره يې كنول جان ته وويل.

–       ښه، ښه هغه . هغه دمياشتې يو ځل راځي، كله يې چې شيطان وتخنوي. كنول په خندا وويل.

–       خو هغه ماته هيڅ رانږدې كېږي نه . له ماسره يوازې خبرې كوي. ماته چې خوب راشي نو له بالښت نه مې پيسې لاندې كړي او خپله لاړ شي. پرون يې راته ويل چې زه له تاسره واده كوم. ګلابي زړه غټ كړ او په يوه شيبه كې يې هر څه وويل.

كنول په كړس كړس وخندل او ويې ويل: دا خبرې هر څوك كوي خو څوك ليوني نه دي چې د کنجرخانې ډمه  دې د كور ميرمن كړي.

–       نه توړې ! هغه د نورو غوندې نه دى، هغه د ډير سپين زړه څښتن دى. ګلابي د هغه ستاينه كوله.

كنول انديښمنه غوندې شوه. هغې ګلابي ته په ځير،ځير وليدل. د ګلابي سترګې ښكته وې او غلې ناسته وه.كنول جان هغې ته نصيحت پيل كړ.

–       دا خلك چې د شپې دلته راځي د ورځې موږ پېژني هم نه. موږ يې ترپامه تر ټولو زليل او رسوا خلك يوو. ددې كليمو په رايستلو د هغې په ژبه د ژوند ټول ترخه جمع وو.

–       ته خو يوځل له هغه سره خبرې وكړه، هغه مې سبا راغوښتى. ګلابي كنول جان ته په زاريو وويل او د هغې په زنګونو يې دواړه لاسونه كېښودل.

ګلابي چې كله ډير ټينګار وكړ نو كنول جان له هغه سره خبرې وكړې، خو كومې خبرې …؟  كنول د هغوى په هكله ګلابي ته څه ونه ويل.په دويمه ورځ دواړو چادرۍ پر سر کړې، له ټولو پټې له بازاره ووتې. د هغې موټر او چلونكى دواړه په ځاى وو خو كنول جان ركشه كرايه كړه. عاصم چې كومه پته وركړې وه، پر همغه لور روانې شوې. په لاره يې ګلابي ته وويل چې كه پته يې غلطه دركړې وي يا د كور دروازه كولپ وي نو خپه كېږې به نه، ځكه چې په سړو هيڅ باور نشته… زه خو ستا له امله … بيا غلې شوه.

عاصم د كور مخې ته د دوى انتظار كاوه.له هغه سره دواړه كور ته ننوتې. په كور كې د عاصم ځينې ملګري هم ناست وو. څو شيبې وروسته قاضي راغى. قاضي صاحب نكاح ولوسته. په نكاح خط كې د ګلابي نوم غزاله بيګم ولد شيخ رمضان وليكل شو، د خاوند نوم يې عاصم احمدولد ناظم احمد وليكل شو. كنول جان خپله د سرو زرو ګوته ګلابي ته په ګوته كړه ، دوعا يې ورته وكړه او په داسې حال كې چې سترګې يې له اوښكو ډكې وې، يوازې د بازار په لورې روانه شوه. نن يې زړه يو څه سپك غوندې ورښكاره شو. د تللو پر وخت عاصم ته ورغله او مشوره يې وركړه چې له دې ځايه چيرته لرې لاړ شي، هغې دا هم ورته وويل چې په ګلابي دې ډير پام كوي، هغې د ګلابي پر مټ لاس ايښې وو او عاصم ته يې دا خبرې كولې.كنول جان  د ښكلا بازار سوداګره چې په ظاهره ډيره سخته خو په اصل كې ډيره زړه سوانده وه، عاصم يې په مشوره عمل وكړ او له ښاره يې ځان ورك كړ.

 له يوې اوږدې مودې وروسته فضلو چې رنګه دسمال يې پر مټ و د رمضان د كور دروازه وټكوله. كله چې رمضان بيرون راووت نو فضلو له پان څخه ډكه خوله تشه كړه او ويې ويل :

–       نن شپه د سېټ په كور كې پروګرام دى. تاسو ټول يې غوښتي ياى. پاكې جامې واغوندې او راشئ! له ماښام څخه وروسته. په تلو كې يې يوځل بيا خپلې لاړې تو كړې، لكه سرې وينې.

رمضان او لالۍ د لمر له پريوتو سره سم د سېټ كره ورسيدل.د سېټ د كور له زينو لاندې بېوزله خلك راټول وو، دوى هم د هغوى په منځ كې كيناستل.فضلو ددوى په لټه و چې سترګې يې پرې ولګېدې نو ورويې غوښتل( تاسو دواړو ته دننه خلك په انتظار دي، دلته څه کوی) رمضان ته يې مخ واړوه او زياته يې كړه( ته هلته له سړيو سره په عزت كينه او ميرمن دې دننه ولېږه) دواړه روان شول.رمضان د هغو سړيو په منځ كې كيناست چيرته چې شتمن خلك ناست وو، لالۍ هم ښځو ته ورغله. هغه په ډيره ويره دننه شوه. ويرېده چې اوس به بيا درانه كارونه پرې كوي، او هغه هم خداى خبر كوم، كوم كارونه؟ كله چې دننه ورغله نو ټوله كوټه يې له سترګو تېره كړه، د كوټې په بر سر كې يې د نجونو په ټولي سترګې ښخې شوې چې پر تخت ناستې وې. ناڅاپه يې سترګې په خپلې ګلابو ولګېدې چې د ناويتوب جوړه كې ناسته وه او همزولې ترې چاپيره وې. په سترګو يې تياره راغله.له هغې وروسته يې چې څه واوريدل او څه يې ولېدل، په هيڅ هم پوه نه شوه. لكه بوت داسې ولاړه وه. قاضي راغى نكاح ولوستل شوه. هغې دا هم ونه لېدل، سره له دې چې ويې لېدل خو بيا هم سترګو كار ونه كړ چې په نكاح خط كې د ناوې نوم فخرالنساء ولد رمضان وليكل شو. هغې دا هم وانه وريدل چې له ګلابو څنګه ګلابي، له ګلابي څنګه غزاله بيګم او له غزاله بيګم څخه څنګه فخرالنساء د سېټ ارشد ولد فخرالدين ميرمن جوړه شوه.

پاى

14 total views, 1 views today

1 comment

  1. حبيب وقار Reply

    قرار صیب ډېره ښکلې کيسه دې ژباړلې، په ګوتو او قلم دې برکت شه. خو ي، څو کلمو ته زما پام واوښت، چې په خپل اصلي حالت نه دي ليکل شوې د بېلګې په توګه
    په پښتو کې وريژې نه وريجې، پياده رو نه پلې لاره، شودې نه شيدې، شابه نه ژر شه، نخيخلې نه نښتيزلې او څو ځايه دې وکتل په ځای وليدل ليکلي.
    نور دې کيسه ډېره ښه روانه ژباړلې ستاسې د نورو ښکلو ژباړو په هيله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *