Categories

اعلان

Loading…

کمپاینونه؛ دوکانونه/ عصمت قانع

خلک وایي، چې د ګټې سیزن دی، دغه د سیزن په معنی نه پوهېدم، ځکه چې انګریزي مې دومره نه وه پیاوړې چې په لغت باندې سم وپوهېږم.

د میزان د میاشتې په نیمایي کې به د مڼو سوداګر سیمې ته راغلل او د چا چې به باغ له مڼو ډک وو، نو د روپو همیانۍ به یې هم له روپو پړسېدلې وه.

د مڼو د خرڅلاو موسم ته به یې د ګټې موسم ویلو، نو ما هم دا انګېرله چې ګنې سیزن موسم او فصل ته وایي.

پر کابل باندې یو ځل بیا د ګټې سیزن را برابر شوی دی، خو دا موسم په مني کې نه په ژمي کې راغلی دی. د کاندیدانو په دوکانونو کې دلالان د رایو، قومونو، خېلونو، سازمانونو، حزبونو او ګروپونو په خرید او فروخت بوخت دي.

ډېرو دلالانو هر ډول مصروفیتونه شاته پرې اېښي دي او یوازې د کمپاین په کاروبار بوخت دي، د ولس په منځ کې په اصطلاح د اغېزې او آثر څښتن دلالان د خپلو قیمتونو او بیو د لوړوالي لپاره له راز، راز تاکتیکونو څخه کار اخلي.

ډول، ډول طریقې یې بازار ته را اېستلې دي، د خپلو متعلقه خلکو د مالکیت قبالې، اقرار خطونه او د اجارې مستند کاغذات د کمپاین په بازار کې نوی رونق او نوی رنګ لري.

یو دلال د بشپړ ولایت د ۷۰ فیصده رایو د مالکیت د دعوی کاڼی په ټټر وهي، خو بل دلال بیا د یوې قبیلې د سل فیصده رایو څښتن دی او کره اسناد هم ورسره موجود دي.

یو بل دلال بیا کرایي قومي متنفذین په وندر پېیلي دي او لکه د ګنج پسونه ډګر پر ډګر یې سودا ته غورځوي.

یو بل دلال بیا د پلاني کاندید لخوا د یو لک ډالرو یو ضد مرمۍ کروزینک او په راتلونکي حکومت کې د یوه کلیدي وزارت وړاندیز او پېشنهاد په لغته وهلی دی او غواړي چې په یو میلیون ډالرو دوو کروزینګونو او په راتلونکي حکومت په دوو وزارتونو باندې ځان خرڅ کړي.

یو بل دلال چې پر اسمان ستوری نه لري او پر ځمکه سیوری د پېنځو لکو پخو رایو مالک دی او پر داسې کاندید یې د خرڅولو نیت لري، چې په اول قدم کې پېنځه لکه ډالر نقد ورکړي او بیا په حکومت کې د ګمرک ریاستونه ورته ومني.

زموږ د کلي د بدرۍ ترور زوی ځونډي ګل ځونډی هم بازار ته راشیوه شوی، یعنې راغلی دی او غواړي چې درې میاشتې د بادامو او ممیزو کاروبار ته رخصت ورکړي او د کمپاین په بازار کې کاروبار وکړي، که یې کاروبار سور پیدا کړ، نو وګڼه چې ځونډی ګل به هم د لسو کالو د خوارۍ مزدورۍ په اندازه شوړه ووهي.

د ځونډي ګل تر راتګ پورې مې خان قره باقی را په یاد شو. د ثور پر اوومه چې د محمد داؤد خان تخت چپه شو، نو خلکو به د نور محمد تره کي په ستاینه کې شعرونه او سندرې ویلې.

د فرمانونو ستاینه به یې کوله، د کارګرو او بزګرو د حکومت هرکلی به یې کاوه او د ثور د انقلاب پر شا کېدونکي حرکت (؟!!) به یې په نغمو، اتڼونو، ډولونو، مارشونو او سرودونو کې ستایلو. په دې مېنځ کې خان قره باغی هم میدان ته راووت او سندره یې جوړه کړه:

اتم نمبر فرمان چې دا خلقي دولت اېستلی دی

پېغلو او ځوانانو دا په سر، سترګو منلی دی

نو خان قره باغی هم دې میدان ته راوتلی دی

خدای دې خان قره باغي ټول ګناهونه معاف کړي او قاتل دې یې د جهنم او تاترین دوزخ میلمه شي ښه سندرغاړی وو، تش ځای یې نه ډکېږي، ما لیدلی وو، متواضع او کلیوال سړی وو.

د پاچاهۍ په هوس کې ډېر میدان ته راوتلي دي او داسې باد را الوتی دی، چې د سردارۍ او سرورۍ  فکر یې د ډېرو له مغزو سره مښلولی دی.

په کابل کې لس تنه پاچاهۍ ته ولاړ دي او په سلهاوو نور د پاچا سازۍ په کاروبار کې د ګټې موندلو په منډه کې سرګردانه او لالهانده دي.

پخوا به خلکو ویل، چې پاچاهي متولیان لري او چې متولیان خفه شي نو د پاچا تخت چپه کېږي، خو اوس پاچاهۍ په متولیانو پورې اړه نه لري او د متولیانو ماهیت پر بله خوا اوښتی دی.

اوس د سرمایې د نوي فرهنګ له برکته پاچاهي هم د بزنس بڼه غوره کړې ده او کاپیتالېزم هغه متولي دی چې پاچا ټاکي او پاچاه بېرته له تخته را کوزوي.

خو د کاندیدانو په مارکېټ کې دا ځل د پاچاهۍ دعوی لرونکي دوکانداران له ډول ډول سوداګریو، معاملو او خاصو تاکتیکونو سره سرګرم دي.

نه مرام شته، نه پروګرام شته، نه دین شته، نه اسلام، نه د حضرت عمر عدالت شته، نه د رسول کریم (ص) د صدر اسلام حکومت شته.

بس سوداګري ده، تجارت دی، بزنس دی، کاروبار دی او د ضمیرونو بازار دی.

زما د ماشومتوب د زمانې خروټي سندر غاړي محمد ګل دادا به په بدله کې دغه مسرۍ ویله چې:

عالمه مینه مینه نشته

سوداګري ده یو پر بل یې خرڅوینه

یو پر بل د خرڅلاو جمعه بازار لګېدلی دی، کابل جمعه بازار دی، کابل د انتخاباتو د سیزن بازار دی او کابل د افغانستان د ملي وجدان د اجارې سماوار دی چې خلک په کې د سودا ګیلاسونه ډکوي او تشوي.

ویل کېږي، چې ټول کاندیدان د استخباراتي خزانې له خزانه دار څخه نقدي روپۍ وړي او د استخباراتي خزانې سخي خزانه دار هم په خلاص مټ د درهم او دینار سخاوت کا، ترڅو نړۍ وپوهېږي، چې په افغانستان کې د امریکا دیموکراتیک ماموریت بالاخره یو په نفرت کې ډوب افغانستان له کرکو او نفرتونو څخه واېست او د جنتي ډیموکراسۍ پر نیکمرغه ټغر یې کښېناوه.

خو په افغانستان کې د ډیموکراسۍ اصالت هم له هماغه ګواښ سره لاس او ګرېوان دی، له کوم ګواښ سره چې د چپ دیموکراتیک جریان افراطي تندي ټکر وخوړ او وجود یې داسې پاش، پاش شو چې تر اوسه پورې یې لا کودړي چا نه دي راټول کړي.

زما په اند کچېرته په رښتیا هم د چپ ډیموکراتیک جریان سیاسي تګلاره د افغان وطن د طبعې روح او روان له غوښتنو سره په پخلاینه کې غځېدلې وای، نو نن به ډیموکراسي د بازار د سوداګرۍ په متاع نه وای بدله، بلکې ډیموکراسي به د افغان وطن پر لمن د هستوګن انسان د سیاسي ارادې په داسې تابلو باندې بدله شوې وای، چې زموږ د ملي نصایحو غوره رنګونه به په کې له ورایه ښکارېدلو، خو اوس زموږ هېواد د یوې نیابتي جګړې ډګر دی.

ډیموکراسي هم د نیابتي شهوتونو د اشباع کېدلو په چلکه خانه او روسپي خانه بدله شوې ده، ځکه چې دلته ډیموکراسي د افغانستان د ملي وجدان د تصمیم له دایرې څخه وتلې ده او د سوداګرۍ په متاع بدله شوې ده.

خدای دې رحم وکړي

15 total views, 2 views today

3 comments

  1. خان اندړ Reply

    مننه، قانع صاحب
    رښتیا هم ستاسي خواته یعني په کابل کي مارکیټ همداسي دی
    دلته له ولایتونو اوولسوالیو څخه سوداګر ټول کابل ته درغلي دي

  2. ملا پیاز ګل جذباتي Reply

    قانع صاحب ! ابله ورځ زموږ د کلي په یوه سوداګر کاپره ټوکه شوېوه … په یوه میرغضب کاندید اوښتی وو ، اول یې ورته ویلي وو، چې زه دومره رایې لرم ، څو روپۍ راکوې، هغه ورته ویلي وو، چې زه رایې په پیسو نه اخلم ، که په ما باور لرﺉ او د هیواد لپاره مې ګټور بولۍ رایه راکړﺉ، کنه خپل کار کوﺉ … بیا سوداګر ور غبرګه کړېوه، چې خیر ده که پیسې نه وي، کومه چوکۍ راکوﺉ ؟؟؟ کاندید ورته په غضب شوی وو، ورته ویلي یې وو، چې حاجي صاحب لدې سالون نه به ته په حیا او پرده کې ووځې او که زه درنه ووځم … ؟؟؟ د عیني شاهدانو د وینا له مخې ، وای دلال بوټونه په چپه پښو کړي وو، او منډې یې وهلې … مقصد دا ده چې په کاندیدانو کې هم توپير شتون لري

  3. oria Reply

    قانع صاحب دښار نه کور ته په بس کی روان ووم یوی ښځی بلی ته ویل موژ رایی ور کړی ولی پیسی یی را نکړی هغی بلی ښځی ورته وویل چاته دی راییه ورکړله په غمجنی یی وویل …… ته می رایی ورکړی دا خو څه کوی چه موژ په مڼدو را مڼدو خپلی پیسی لګولی وی هغه یی هم را نکړی دومی وویل دکوم ځای یی هغی ورته وویل دلغمان یم او په کابل کی ژوند کوم دویمی ورته وویل تا خو دځان سره لوی خیانت کړی دی هغی ورته وویل څه وکړم خدای دی دده کور وران کړی . دا دتیرو ولسمشریزو ژوندی داستان وه .په درناوی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *