Categories

د غره هوس / عصمت قانع

هوس بد شی دی، د سیاحت هوس، د پیسو هوس، د عیاشۍ هوس او د قدرت هوس. خو هوسونه چې روا وي، نو دومره نه چاخوڼیا کېږي، چې انسان بدنام او ناکام کړي او هوسونه دي، چې د ژوند شېبې کله رنګینې او کله هم غمګینې کړي.

هوسونه کېدای شي کنترول شي او هوسونه کېدای شي په بغاوت واوړي، په طغیان واوړي، خلک تباه کا، ملکونه وران کا، کارونه له لانجو ډک کا او ژوند د خوند پرځای په عذابونو او رنځونو واړوي.

زما تره دې خدای وبخښي د آس هوس یې درلود او د تیغ مینه ورسره وه. کله چې به دده په خټینه کوټه ور ننوتم پر دېوالونو به یې خنجرونو، تورو او تیغونو ته رپکونه جوړ کړي وو او خوا کې به یې ورسره د آس قیضې او قمچینې د ډیکوریشن په ډول اېښي وې.

د شاه جوی د بازار خواته زموږ ځمکه وه چې خورا حاصل خیزه او قیمتي ځمکه وه. کاکا مې همدغه ځمکه چې زموږ ورسره شریکه وه پر آس باندې پلورلې وه، چې دې کار یې زموږ متحد کهول په مصیبت واړاوه، خو تره مې تر خپل هوس نه تېرېدو ویل به یې، چې ښه آس او ښه تیغ وګورم نو کمزوری شم. د آسونو او تیغونو هوس مې کمزوري ده.

همدغه آسونه او تیغونه وو، چې له کاکا څخه مې د ژوند متاع واخیستله. د پسرلي په موسم کې کاکا تر عراقي آس لاندې راوغورځېد او تیغ یې خیټه ورڅېړې کړه، چې تر درو ورځو وروسته د خپل تیغ د کاري زخم په وجه ومړ.

همدارنګه آبا مې هم د خپل هوس ښکار شو، زه ماشوم وم چې د پلار سیوری مې له سر څخه والوت.

پلار مې له وسلې سره مینه درلوده. اوس یې هم توپکونه او تومانچې په میراث کې راته پاتې دي، آبا مې په خطا کې د خپلې شین ګلې تومانچې په ډز ولګېد.

زه د اوو کالو وم، چې هغه یې هدیرې ته یووړ. د کلي ښځو زما مور ټینګه په غېږ کې نیولې وه. آدې مې چیغې وهلې، چې زما پوړونی باد یووړ. د آدې پوړونی د آبا د وسلې هوس د زمانې د بې رحمه باد څپو د نابودۍ د لایتناهي منزل پر لور والوزاوه.

د هوس د قربانۍ خاطرې پرون د مارشال صاحب تر هوس پورې رایادې شوې. محمد قسیم فهیم فرزند ارجمند مولانا عبدالمتین عجیب هوسونه لري.

د وسلو هوسونه، خو له څه مودې راهیسې په دې خاوره کې عام هوسونه دي، خو د مارشال صاحب یو بل هوس چې شاید هم دده ککره وخوري او هم ددې ملت د ډیموکراسۍ سرنوشت له نابودۍ سره مخامخ کړي د قدرت هوس دی.

دغه هوس د جناب مارشال صاحب پوزه پړسولې ده، سترګې یې ورتړلې دي، غوږونه یې ورکاڼه کړي دي او حواس یې ورڅخه اخیستي دي.

د قدرت او پیسو هوس له څه مودې راهیسې په دې خاوره کې د مرګونو د بلاګانو اشتها دومره قوي کړې ده، چې د میلیونونو انسانانو د ککرو په خوړلو باندې لا دغه اشتها نه مشبوع کېږي.

جناب مارشال صاحب غواړي چې تر مرګه پورې دده د قدرت هوس هماغسې غښتلی پاتې شي او په دې خاوره کې د انساني ککرو د خوراک په بیه خپله زوروره اشتها هماغسې بې مهاره او بې قیضې وساتي.

ددې اشتها د لا زیات قوت لپاره لازمه ده، چې د مارشال صاحب استدلال هم د جګړې او فتنې له ژبې څخه کلمات، استعارات او تلمیحات را واخلي، چې هغه د جهاد او مقاومت هغه نسخه ده، چې باید دده د اقتدار هوس د پیسو په معجون باندې تداوي شي.

حکیم کرت سنګهه به ویل، چې د پیسو معجون بېلابېل ترکیبات لري، چې یو ترکیب یې دا هم دی، چې انسان باید غیران په ایمان بدل کړي.

مارشال صاحب هم له CIA څخه غیرانونه راوشکول، د ایمان په قیمت او تر دې مخکې یې د KGB د غیرانونو لپاره هم د ایمان په کاڼي باندې روبلونه د پروتوکولو په ترازو کې په بډه ووهل.

د مجاهدینو پر خلاف روسانو ته جاسوسي اوس شاید چې په جهاد او مقاومت بدله شوې وي، خو مارشال صاحب غواړي چې همدغې دندې ته نور هم دوام ورکړي او بالاخره یو ځل بیا غره ته پورته شي او د خپل هوس اشتها ژوندۍ وساتي.

خو دا ځل شاید چې د مارشال صاحب د قدرت هوس هغه د مرګ له سرنوشت سره مخامخ کړي. یوه وېره شته، کومو پیریانو چې د خپلو ګټو په حکم د مارشال صاحب د اقتدار هوس وپاللو ممکن دا ځل دغه هوس د خپلو ګټو په حکم د مرګ په خوله کې ورکړي.

حکیم الافاغنه حضرت خوشحال خټک یو ځای وایي:

ښاپیرک که په هوا ځي په تورتم کې

په راتله د رڼا ورځې دی په غم کې

لکه چتی درسته ورځ درومي په پورته

هغه هومره باز شاهین درومي په دم کې

که ګیدړ په خُم کې رنګ شو په دا څه شي

خو بیا هم هغه ګیدړ دی په شیېم کې

هغه چر دې واړه ګوتو ته نظر کا

چې یې وي سترګې نیولې په صنم کې

افرین دې په ویلو شه خوشحاله

چې د نورو رژول کړې په قلم کېقانع

له محور ورځپاڼې په منننې.

4 comments

  1. عبدالرووف لېوال Reply

    مارشال یاغی اوغره ته خیژی

    دنوای معارک کتاب چې میرزا عطا محمد خان په ۱۸۵۴کال کې لیکلی ، ددې کتاب په ۱۴۹ او۱۵۰ م مخ کې داسې راغلی :
    ( وروسته له دې چې مکناټن دبرتانیا له خوا بمبی کې وګمارل شو ، شاه شجاع اندیښنې یووړ ، مکناټن دبرنس په لاس شاه شجاع
    ته داسې پیام ولیږه (( دپاچایی او تخت ساتلولپاره او داړو دوړ دمخنیوی په خاطرباید ځینې کسان لکه امین الله خان لوګری ،عبدالله
    خان اچکزی اوسردار شمس الدین خان دامیر دوست محمد خان وراره هندوستان ته ولیږدول اوددوی دراغوښتلو لپاره دې امر وشی))هماغه و چې دشاه شجاع له خواامر صادر اودهغوی له راغوښتلو وروسته دمکناټن وړاندیز ورته په ډاګه شو او امر وشوچې
    هغوی دسفر لپاره څوری چمتو کړی . خو هغوی شاه شجاع ته وویل [ موږ ستاسو دلیک په اساس له امیر دوست محمد خان نه مخ
    واړاو ، اوتاسو مو راوستئ او دواک په ګدۍ مو کینولئ ، خو ومولیدل چې دتاسو په پیر کې هره ورځ دانګلیس درغلۍ په زیاتیدوده
    او هغوی د چلوټې په لورروان دی ، چې دتاسو او زموږدخلکو دبد نامۍ او رسوایۍ لامل ګرځی ، نو ښکاری چې تاسو ګرم یاست] .
    شاه شجاع چې داخبرې واوریدې نو اسویلی یې وکیښ او داسې یې وویل (تاسو زما له زړه څه خبر یاست ،زه دانګلیس دپیره دارانو
    اوساتونکو په لومه کې ګیریم او په پاړسو یې وویل [[ چاره ی جز ساختن وسوختن ندارم]] اوزیاته یې کړه په خواشینۍ سره هغه هر څه چې وو له لاسه ووتل او دکار سړی مړه او یا هم ولاړل ، که نه نو زما داتوره داسلام توره ده ، هر باتور یې چې پورته کولی شی ، رادې شی پورته دې کړی )
    دې تاریخی روایت ته په کتو سره باید جناب مارشا ل ته وویل شی چې هغه چرګې اوس نشته چې غټې هګۍ به یې اچولې ، هغه پیر
    تیرشو چې ستاسو په یوې اشارې به خلکووسلې را واخیستې ، دپنجشیر ستوان به یې له ملا وتړل او غره ته به پورته شول ، اوس دا
    کار ستاسو لپاره دخوب لیدل دی ، تاسو لومړی خپل قام ښه پیژندلی یاست او بیا دافغانستان خلکوــ او بل دلیل دادی چې تاسو نه امریکې تخمی چرګه جوړه کړې ، سیا او پیره داران یې لکه شاه شجاع له تاسونه هم تاو راتاودی یوه لویشت هم بل لوری ته تلی
    نه شې یا به له منځه ځې ، دا کار اوس دې افغان مجاهد ولس کار دی ، تاسو حتی دشاه شجاع دډانګ پیلو خبرو ځواک هم نه لری
    متل دی چي وایی : کی کند عاقل کاری ، که بار آرد پیشیمانی .
    ماخذونه : نوای معارک اثر میرزا عطامحمد خان .
    درمسیر تاریخ : خدای بخښلی میر غلام محمد غبار.
    عبدالرووف لیوال.

  2. انور Reply

    سلامونه ټولو لوستونکوته وړاندی کوم. پوره یوه اونی می دتاتد په لوستلو پسی هلی ځلی کولی،دنیا راته توره شپه ښکاریده چه څه پیښ شوی چه تاتد خبرونی بندی کړی او دنه خپریدو یی هم څه نه دی ویلی.ماته خو کوم هوس پیدا نه شو،خو زه هم دډیرو نورو کسانو په شان ځپه وم ،تر دی چه یو ځل خو می فکر وکړ چه غره ته پورته شه او د سالنګ په لار تلونکی موټرونه په عذاب کړه،خو دا چه مارشال صاحب زما د تصمیم څخه پخوا د غره ختلو ګواښ وکړ او نوموړی ددی لارو د تلاشی ټکه دار دی نو ځکه می خپله پریکړه وا خیسته او ددی سره په څنګ کی تاند بیا په خپرونو پیل وکړ او د قانع صاحب د نوی او تازه مضمون چه دغره هوس دی،هغه می و لوست او دغره د ختلو څخه پښیمان شوم.اوس به زه یم او د تاند لوستل اوهم په دی پوهیږم چه د غره د ختو په ځای دمځکی په سر د ابادی په کارونو ځان مصروف کړم.

  3. Sabawoon Reply

    Salamona saib
    Awal zal mo pa taand lawastalo zan balad ko bala bana mo mo warkra. Bia mo sa pa khwarayo zan warsara ashna ko bia da nan yawa bala nakhra

  4. رسولیار Reply

    په ګوتو دی برکت شه قانع صاحب خوندوری یی را اخلی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *