Categories

اعلان

Loading…

د لیکوال او شاعر شفیع الله تاند پر کور برید شوی

د ننګرهار ولایت امینتي چارواکي وايي، تیره شپه نامعلومو وسلوالو کسانو د شاعر اولیکوال شفیع الله تاند بر کور برید کړی دی

سرچینه وايي، په برید کې د ښاغلي تاند پلار وژل شوی په خپله تاند ټپی شوی دی او د نوموړی ۱۸ کلن ورور چې د یولسم ټولګې زده کوونکی دی وسلوالو له ځان سره بیولی دی .

پیښه د ننګرهار ولایت د ښیوې ولسوالۍ په سلامپور کلي کې شوې ده. امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه يي په دې تور څوک نه دي نیولي.

په وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې دې ته ورته پېښې او همداراز د پیسو د ترلاسه کولو لپاره اختطافونه زیات شوي دي.

393 total views, 1 views today

7 comments

  1. اجمل شاه اسیر Reply

    په رښتیا سره هم چی دخواشینۍ ځای دی الله دی هرظالم ته دهغه دظلم سزاورکړی

  2. احمدولی Reply

    داډیرناروا عمل سوی دی داسلام اووطن دښمنان نه غواړی چی افغانان دطرقی په لور لاړشی

  3. Zek Pakhtoon Reply

    په پښتنو دومره ظلم په والله که چهانګیز او بل ظالم یا کافر کړی لکه څومره چې وحشی طالب پری وکړل او لا یې کوی.

  4. Safi Reply

    په دی وسیله د تاند د وزمینی وبپاڼی چلوونکی ورور شفیع اله “تاند“په ټپی کیدو؛د ارواښاد پلار شهادت یی،او د وړوکی ورور د بیول کیدو تسلیت ټولی کورنۍ او تاندوالو ته رسوم.هرچاچه داناوړه غیرافغاني غیرانسانی اوغیراسلامی اعمل کړی وی بد یی کړی.ټول باید هغوی وغندو.
    له امنیتی ارګانونو او په خپله له ڼنګرهار والی اوحتی رییس کرزی څخه جدی هیله ده چه دا پیښې جدی ونیسی او عاملینو ته سزا ورکړی.اوافغانانو مسلمانانو ته دی خدای هدایت وکړی.امیین.تاند ورور ته عاجله شفاء له لویه خدایه غواړو.

  5. عبدالرشید Reply

    ومحترم تاند صاحب ته ددي پیښې دپیښیدو له کبله خپل تأثرات اوغمګینې څرګندوم ، خدای دي وعاملینوته سخته جزأ ورکړي . ځان ددوی په غم کي شریک ګڼم اودپلاردشهادت تسلیت پخپله ده اوددوی ومحترمي کورنۍ ته وړاندي کوم ، جنتونه دي خدای په نصیب کي . آمین

  6. oria Reply

    دپوهانو او ملی کادرونه وژنه لا پخوا پدی هیواد کی را روانه وه ددی هیواد دښمنان غواړی چه دسر سړی نه وی په تورو تیارو کی خپل څانته رڼا ګوری . انسان وژنه دانسا نیت او اسلامیت خلاف کار دی و پدی ټولنه کی نا پوهان پوهان لیدلی نشی اوغواړی چه ځانته دخپل ځان په شان تورتم جوړ کړی او پدی توروتیاروکی خپلو جنایتکارانو بادارانو ته چوپړ وکړی ددی شهیدانو روح دی شاد او جنت فردوس دی الله ور په برخه کړی .

  7. Sabir Arman Reply

    شفېع الله تاند ته دي خدای صحت ورکړي ، کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړم ،د شفېع الله تاند محترم پلار دي پاک الله وبخښي،او جنتونه دې نصيب سي، ګران ورور جان ته يې دوعاوي کوم چي روغ رمټ د خپلو دوستانو او کهول سره يو ځای سي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2