Categories

اعلان

Loading…

پر کابل ښار او د امریکا پرسفارت په راکټي بریدونو کې ۳ تنه ژوبل شول

تاند- د کابل له شاوخوا څخه نن سهار وختي دوه راکټونه، چې د دولت وسله والو مخالفانو ویشتي ول، د امریکا پر سفارت ولګېدل.

سفارت وویل، د راکټونو له لګېدو سره سم ټول دیپلوماتان او مامورین د سفارت پناهځایونو ته ننوتل.

د دې برید په نتیجه کې، چې د کرسمس یا د عیسویانو د اختر په ورځ وشو، د چا د وژل کېدو یا ژوبلېدو راپور نه دی ورکړای شوی.

خو افغان چارواکي وايي چې د ښار په نورو برخو دوه راکټونه وویشتل شول چې یو یې وچاودېده او بل ونه چاودېده.

په دې پېښه کې درې پولیس ژوبل شول.

د پولیسو په وینا دا درې پولیس هغه مهال ژوبل شول چې پولیسو هڅه کوله نا چاودلی راکټ شنډ کړي.

 وسله والو طالبانو پر کابل د نن ورځې د حملو مسوولیت په غاړه واخیست.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې دوی د امریکا سفارت په دوو راکټونو ویشتی او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

دا په داسي حال کې ده چې سفارت وايي د بریدونو په اثر مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

225 total views, 1 views today

2 comments

  1. رستم Reply

    د ظالم بچيه ذبيخ الله مجاهده! دا څه کوی علم غيب لری، راکټی وولي بيا یې د تلفاتو نه هم خبر يي

  2. fahim Reply

    دا د ذبیح الله مجاهد په نامه یو بل داړه مار دی ذبیح الله خونخوار خو لا پخوا د امریګایانو په حمله کې مړ شوی دی دا کوم بل خونخوار دی

Leave a Reply to fahim Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2