Categories

اعلان

Loading…

خاطره/ محمد نعمان دوست

 ریاض دنګ او پلن پنجابی ځوان و. د مشر ورو مې ملګری و. لنډه ګڼه ږیره یې وه چې د سر له ویښتانو سره یو ځای به یې په شړشمو تیلو غوړوله او له لرې به لمر ته پړکیده.

د هغه کور هریپور کې پڼیا(؟) سړک ته نږدې په یوه ګڼ کلي کې و. ورور چې مې څو کاله وروسته بیرته هریپور ته راغی، نو خپل پنجابی ملګری یې په یاد شو. دواړه لاړو او په هغه ورځ چې دې ځوان موږ ته څومره مینه راکړه، هیڅ یې نشم هیرولی. زما مشر ورور یې دوه ځلې غیږ کې ونیو او هر ځل یې همدا ویل: ته چیره وې، وروره! ډیر درپسې خپه وم.

د هغه مینه چې په یاد کړم، نو له هغو شعارونو مې نفرت وشي چې څوک یې په پنجاب د یوه ملت په حیث ورکوي او وایي مرګ پر پنجابیانو.ځکه هیڅ ملت له خو او بدو خلکو خالي نه وي.

له ریاض سره مو تګ راتګ پیل شو. پلاستیکي بوشکه به مې په بایسکل وتړله او له هغې خوا به مې له شړومبو ډکه راوړه او کله به مې د راشن دال، خورما، وچ چای هم ځان سره غوټه کړل او د هغوی برخه به مو پکې وکړه. یوه ورځ را سره د کلي پنجابیو ماشومانو جنګ وکړ، بیا ډیر ځنډ له ډاره نه تلم. له اوږده ځنډه وروسته مې یو ځل بیا پیښه وکړه.

 د دروازې زنځیر مې وشرنګاوه. څوک معلوم نشول. شیبه وروسته مې بیا ور ته ټکان ورکړ. د قدمونو غږ شو. دروازه خلاصه شوه. یوه نرۍ دنګه میرمن راغله. دې به زه هیڅکله د شیدو له چای پرته نه رخصتولم. خو نن اوتره ښکاریده. لکه له یوه درانده غم وروسته چې څوک نږدې خواخوږی ګوري، سترګې یې را باندې نښلولې وې او باڼه یې هیڅ نه رپیدل. په ګوډه ماته اردو مې وپوښتل: ریاض چاچا کِدر هی؟ میرمنې ژر د ټکري څنډه کلوله کړه، خوله یې پرې بنده کړه. خو لکه سترګو کې چې یې چینه را ووځي،اوښکې پکې وخوټیدې.

د بڼو پر سرونو یې کتار شوې. ژر ژر یې ساه اخیسته. ټکری یې له خولې لرې کړ او په سلګیو کې یې وویل: ریاض… ریاض. و… په خپله خبره پښیمانه شوم. ماشوم وم. پرته له دې چې په خبره پوه شم، زړه مې ډک شو، نږدې و بې ارادې چیغه کړم. ځان مې کنټرول کړ. هغې مې پر سر لکه یوه مهربانه مور لاس را کش کړ او په ژړا یې ویل: هغه مړ شو، هغه نور نه راځي. دعا ورته کوه. خو ګوره! وروره… خدای خبر نور به یې څه ویل؟ په منډه انګړ ته ننوته او ما بایسکل ته پایډل ورکړ.

محمد نعمان دوست، جلال اباد

46 total views, 2 views today

3 comments

  1. عبدالرووف لېوال Reply

    په ګرد پنجاب کې یو ښه سړی پیدا شو، هغه هم خدای را نه واخیست هغه چې په دری کې وایی (بادنجان بده بلا هم نمیزنه )صبر درته غواړو ګرانه دوسته!

  2. سعدیه شیرزاد Reply

    زه ښه شوه چې د یوه نه خو پخیر سره خلاص شوي یو، له دې څخه یې ښکلي ښکلي زلمیان او ماشومان زمونږ ووژل، خدای دې یو نه پاتې کوي چې بل ته اوبه ورکړي.

  3. ګنډېری Reply

    خاطره بده نه د خو،
    – په دویم پاراګراف کې (ورور چې مې څو کاله وروسته بیرته هریپور ته راغی) د ورور د تګ یې هېڅ یاده نه ده شوې نو لوستونکي څه پوهېږي چې ورور دې چېرې وه؟ څنګه وه؟ ….
    – په اخر کې بایسکل ته پایډل ورکول داسې یاد شوي دي لکه په خوښۍ یا لکه چا پسې چې سپي راشي یا لکه کومه بلا چې وي خو دا له هغو نه یو بېل حالت دی چې کېدای شي یو څوک مړاوی غوندې شي، بې سېکه شي او په دغه ډول حالت کې باید داسې ویل شوي وای چې تر ډېره مې بایسکل داسې پیاده راروان کړی وه چې….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *