Categories

اعلان

Loading…

نوی جرس، نوې قافله/ عصمت قانع

افغانان په نېستۍ کې خوشاله وو، په لوږه کې ماړه وو، په بېوسۍ کې مستغني وو، د خپل وطن شین اسمان ورته د نیکمرغۍ او رښتینولۍ هېنداره وه، د خپلو پراخو بیابانونو او دښتونو ځوځان ورته د خُتن مشک او عنبر وو.

ژوند ورته رنګونه درلودل او هر رنګ یې د نا پایه خوښیو او مستیو له جلالي غرور څخه ډک وو. خپل خیرن دسترخوان یې د جنت د ناتمامه نعمتونو پر خوان نه ورکاوه.

خپل ازغي یې د بل پر ګُلاب باندې ښایسته ګڼلو، خپله شمله یې د بل د پاچاهۍ پر جُغه غوره ګڼله، خپله هدیره یې د بل د ژوندانه پر خوځېدونکې محله او ناحیه غوره ګڼله.

په هدیرو کې یې هم شور وو، خوځښت وو او د ژوند د ناتمامه رنګونو تابلوګانې په کې ځلېدلې، دا ځکه چې افغانانو ژوند ته د خپلو نومیالو ارزښتونو په بیه ارزښت ورکاوه.

ژوند له جلال او پرتم سره، ژوند له استقلال او ازادۍ سره، ژوند له ننګ او غورځنګ سره، ژوند له حیا او وفا سره، ژوند له ناموس او عزت سره، ژوند له نارینتوب او مېړانې سره، ژوند له پښتو او پت سره، ژوند له مینې او محبت سره او بالاخره ژوند له شان او شوکت سره.

د افغانانو تر ټولو لوی شاعر خان علین مکان د ژوند تعریف داسې کوي:

هغه زیست چې د عزت له مخې نه وي

چې یې کا په هغه زیست پورې هک پک یم

ژوند باید د ژوند اړونده ارزښتونه وساتي، یو ستر ارزښت چې د نننۍ متمدنې نړۍ مدني اساسات یې د ساتلو او پاللو توصیه کوي، هغه د فردي ازادۍ هغه حدود دي، چې باید له تېري او تجاوز څخه وساتل شي، کوم حدود چې د انساني کرامت او بشري عظمت د ناموس تعریف لري.

د خیال او فکر ازادي، د بیان او آرمان ازادي، د کار او روزګار ازادي او بالاخره د ټولنې له اجتماعي ملکیت څخه د متناسبې او متوازنې استفادې ازادي ده، چې فرد د ټولنې پر ثبات باوري کوي.

له بده مرغه زموږ ټولنه په داسې حال کې چې ازادي او ډیموکراسي تجربه کوي د انفرادي ازادیو له ګواښونو سره شدید ټکرونه لري او د همدغو ټکرونو اغېزې دي، چې د فکري او نظریاتي دګماتېزم اډانه غښتلې کوي او د یوه فاحش مافیایي کلچر په وړاندې د کرکو او نفروتونو ګراف لوړېږي، اطمینان له مېنځه ځي او د ریفورم او اصلاح په وړاندې د سالمو دریځونو ملاتړ کمزوری کېږي او هغه د افغانانو په اصطلاح نو زما یې په څه، خبره قوت کوي.

زموږ قبیلوي ټولنه کې هر څومره د نړۍ له متمدن کاروان څخه شاته وه، خو د انفرادي ازادیو د حفاظت لپاره یې ځینې عنعنوي قالبونه درلودل، چې پر خپل ځای او پر خپل وخت مدني قالبونه وو.

که به غلو او داړه مارو د لویو لارو، کلیو او هستوګنو محلاتو امنیت او سلامت تر تهدید او خطر لاندې کاوه، د قبیلې لپاره سپېتانه وه، چې د لویو لارو د لوټمارانو او اجتماعي سوکالۍ د اخلال ګرانو پر ضد به یې لښکر کشي نه کوله، قبیلوي لښکرونو به د مخصوصو سیمو د ښه او بد مسوولیت او ذمه واري درلوده.

همدارنګه که به په کلي او محله کې قاتل پیدا کېده لومړی خو به سیمې او ولس قانون ته وسپارلو، که به قانون ته نه سپارل کېده، نو محلي جرګې او مرکې به د وینې پور ترې غوښت او یا به یې د مقتول کمزورو او بېوسو وارثینو ته ورسپارلو او د هغوی د انتقام چړې ته به یې لاس تړلی، پښې تړلی غځولو ترڅو عدالت د اجتماعي مسوولیت په واک او اختیار کې پاتې شي او د ټولنې عنعنوي مسوولیت به هم عدالت د یوه سپېڅلي مسوولیت په توګه منلو او له هغه څخه به یې حراست او ننګه کوله.

اوس اوس چې افغانستان د خپل حساس موقعیت له مخې د نړۍ د پاملرنې په محراق کې واقع شوی دی، موږ ته ښایي چې د یوه ملت په توګه یو ځل بیا په دغه جغرافیه کې د خپل وجود د اظهار لپاره هغو اقداماتو ته ملا وتړو، کوم چې د یوه واحد ملت د غرور، حیثیت او عزت لپاره اړین او ضروري دي.

تر هر څه مهمه داده چې نړۍ زموږ له ملګرتوب څخه د ګټې احساس وکړي او دغه احساس په هغه صورت کې را پنځېدلای شي چې موږ د ملي مسوولیت له سټېج څخه د نړۍ د نوي مفاد او نوې ګټې د حفاظت ظرفیت وړاندې کړو.

همدغه ظرفیت به وکولای شي چې په نویو حالاتو کې زموږ ګټې د دنیا له ګټو سره کوشیر کړي. نوې پېړۍ د نویو ارزښتونو پېړۍ ده.

که په نوې پېړۍ کې بیا هم موږ د یوه خیرات خور ملت په توګه د نړۍ پر اوږو بار شو، نو دنیا به هېڅکله هم له موږ سره د یوه حر او ازاد ملت په توګه د ګټو د مساوي راکړې ورکړې معامله ونه کړي.

نوې پېړۍ د نوي فرهنګ پېړۍ ده، په نوې پېړۍ کې زموږ د ډهلي او اصفهان د فتحو او سوبو لاپې شاپې د مارکېټ بیه نه لري.

نوې پېړۍ یوه متحد، منسجم، د عقلانیت پر ډګر ولاړ ملت ته سترګې په لاره ده، که افغان ملت د زمان له نویو جرسونو سره خپله قافله وخوځوي او د نړۍ مفاد په خپل ملي او اجتماعي روح کې ګډ کړي لېرې نه ده چې افغانستان به د یوه سیال او ساهو ملت په توګه د نړۍ د ملګرتوب زور ولري او دغه زور به زړې معاملې، زاړه دریځونه او زاړه نیتونه په نویو نیتونو، نویو دریځونو او نویو معادلاتو بدل کړي.

نننۍ کالم د پریشانۍ او ذهني ګډوډۍ په حالت کې درته لیکم، هیله ده درانه لوستونکي مې پرېشانه افکار د بښنې وړ وبولي.

526 total views, 2 views today

7 comments

    1. zyar Reply

      قانع صیب، د لیکنې سر مې تر خیټې پورې ولوست، احساس را ته پیدا شو چې خدای مکړه بیا مو قبیلوي ژوند او قبیلوي کلتور ته هڅوې او کشوې، که څه بله خبره ده.

      خو د لیکنې پای مو په خورا ښو ټکو او ډیرې اهمې موضوع او توصیې سره کړیدی. الله دې نور زموږ د قبیلوي او مافیايي ژوند ګیلم جم کړي. الله د نور زموږ په پایلوڅانو له تمدن څخه متنفرو او غلام پرستو کې د پرمختګ او د وطن د مینې احساس را پیدا کړي

  1. ملیار Reply

    قانع صاحب په زړه پوری لیکنه وه کوردی ودان خدای دی وکړی چه دانالوستی او په خوب ویده ملت یی واوری اوعمل پری وکړی

  2. عبداله کابلی Reply

    ډیر ښه اودیر ښه

    قانع صیب ستاسی په قلم باید داسی لوړی او ژوری لیکنی وشی چه ملت راویښ شی.

    نوې پېړۍ د نوي فرهنګ پېړۍ ده، په نوې پېړۍ کې زموږ د ډهلي او اصفهان د فتحو او سوبو لاپې شاپې د مارکېټ بیه نه لري.

    که په نوې پېړۍ کې بیا هم موږ د یوه خیرات خور ملت په توګه د نړۍ پر اوږو بار شو، نو دنیا به هېڅکله هم له موږ سره د یوه حر او ازاد ملت په توګه د ګټو د مساوي راکړې ورکړې معامله ونه کړي.

  3. سيد شاه يعقوبي Reply

    ښاغلي او قدرمن قانع صاحب! ستاسو دا ليکنه له ډيرې ژوري او ضروري منځپانګې نه ډکه ،د رښتينو واقعيتونو په بيان او توضيح ولاړه او په زړه پوري ليکنه ده. په همدي واقعيت چې نړي نن ورځ په نويوارزښتونواو نوي فرهنګ ولاړه دژوند لاره په لويو ګامونو وهي ، پوهيدل ډير ضروري دي.په نړي کې دخپل هيواد د ځاي پيژندل او دانساني تمدن او دبريښنا په چټکتيا سره ، دپر مختګ د بي پايه لوړتيا په لور ،د برياليتوبونو په ځنګل کې دځان پيداکول ډېره غوره او مهمه خبره ده.تاسو په خپلو ليکنوکې تل تر تله دخپل ولس پام همدغو لازمي ټکو ته را اړولي ده. زه ستاسو زړور او له ولس سره له ميني ډک چوپړ ته ،او همدارنګه دتاند دوامدارو هڅو ته د درناوي سر ټيټوم .

  4. oria Reply

    دا دقدرت تګی او دخبلو ارزشونو هیرودونکی او به پردیو مین لیو نی به څنګه وکړی شی چه خبل ارزشونه وساتی او وده ورکړی او ددنیا دترقی کاروان جوګه شی . نور خلک ارزشونه جوړه وی او موژ تقلید او کابی کولو ته ښه تیار یو.

Leave a Reply to ملیار Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2