Categories

اعلان

Loading…

د مېرمني زړه خپل کړئ / غلام نبي شاکر

دا د هغه نوي چاپ سوي کتاب نوم دی چي ښاغلي (تفضیل احمد ضغیم ) لیکلی او  په هلمند کي د غلام نبي شاکر په زیار پښتو سوي.

کتاب په ننګرهار کي د مومند خپرندوی ټولني په مټ په ښه کیفت او صحافت چاپ سوی.

د کتاب په ۱۸۶ مخونو کي د ګډ ژوند د خوښیو او نیکمرغیو لپاره نارینه وو ته خورا مهم ټکي، لارښووني او نسخې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کي اوډل سوي.
د کتاب په پیل کي د لیکوال او ژباړل د خبرو تر څنګ د منلی عالم او مبلیغ ښآغلي (محمد یاسین فهیم) سریزه او څرګندوني هم راغلي دي.

سپارښتنه: هغه څوک چي په ګډ ژوند کي ستونزه لري باوري یو چي ددې کتاب لوستل به ډیره ګټه ورته وکړي.

د کتاب تر لاسه کولو درکونه :

خوست: غرغښت کتاب پلورنځی او سباوون کتاب پلورنځی

ګردیز: علمي کتاب پلورنځی حمید ګردیزي مارکیټ

پکتیکا( ښرنه) مجاهد کتاب پلورنځی

کابل اصلاح و افکار کتاب پلورنځی

هلمند سید جما الدین افغان کتاب پلورنځی

372 total views, no views today

3 comments

  1. zyar Reply

    الله پاک د ټولو هغو پښتنو لیکوالو او ژورنالیستانو ته هدایت وکړي چې تر اوسه هم پښتو پخپله سیمیزه لهجه لیکي.

    دا لوی شرم دی، دوه پک هغه هم سره ورک.

    د شرق پښتانه د جنوب او د جنوب د شمال په ژبه نه پوهیږي.
    سم شئ د خدای قهر در باندې نازل دی. پښتو سمه کړئ او یوه ېې کړئ

  2. دانگ پیلی Reply

    میرمن دی ده میره زره خپل
    که چیری میره،،خاوند،، پرمیرمن حق نه در لودای الله ربالعزت جل جلاله نه ویل په مبارک کلام سره چی الرجال قوامون عل النساء

    اودغه رنگ زموژ ستر پیشوا سپارشتنه نه کول وشجو ته لپاره دعزت دخاوند!!

  3. Ghulam Nabi Shakir Reply

    ښاغلیه! تاسو یوځل کتاب ولولئ بیا پرېکړه وکړئ، زه افسوس کوم چي اوس هم داسي لوستي خلک لرو چي د خلکو په سترګوو کي خاوري وراچوي، ګرانه: که یو مېړه د مېرمني زړه خپل کړي په دې کي کومه بدي ده؟ او بیا دا خو دا معنی نه ورکوي چي یواځي مېړه حقوق لري او که هغه د خپلي مېرمني سره هرڅه کوي ورته جواز لري، زه ستاسو څخه هیله لرم چي یوځل کتاب ولولئ زه باور لرم چي پر خپله خبره به پښېمانه سئ ځکه پوه به سئ چي نبي کریم صل الله علیه وسلم د خپلو مېرمنو سره څنګه ژوند تېر کړی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2