Categories

اعلان

Loading…

د کابل ـ واشنګټن ترینګلې اړیکي او د سېمې هېوادونو ګونګ دریځ

سباوون –

بالاخره د کابل او واشنګتن ترمنځ د امنیتي تړون مسئله د لیونۍ د خولې سندره شوه، دواړه لوري د یوه بل شرایطو ته انعطاف نه ښیي او دا ډار یې زیات کړی، چې خدای مه کړه حالات د ټولو له کابو بهر ونه وځي.

نورو هېوادونو ته د ولسمشر کرزي غیر مترقبه دورې او د سیمې له هېوادونو سره پټ غوږ جنګي، ور سره  ورسره د امریکا له خوا د افغان اردو او نورو بنسټونو سره د مالي ملاتړ د کمښت هڅې هماغه سیاسي فشارونه دي چې زجر یې دې خوارکي ملت ته رسي او اجر یې پردیو ته.

د امنیتي تړون د لاسلیک په برخه کې په رامنځ ته شوي کړکېچ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ګام  په ګام له خپل دریځه په شاتګ کوي، اما دې ته ندی حاضر چې د افغانستان د سولې او امنیت او د ملي حاکمیت د حرمت درناوی وکړي. ځکه افغان لوري ورڅخه دوه شیان غوښتي دي، چې یو یې د سولې تضمین او بل د حریم حرمت دی او دا دواړه مسئلې د امریکایانو له راتګ څخه وروسته را وپنځېدې.

اوس چې امریکایان دې ته حاضر شوي دي، چې تړون له راتلونکي حکومت سره لاسلیکوي، نو دا په حقیقت کې موږ ته یو ښه زیری دی، ځکه چې که راتلونکی حکومت مشروعیت ونه لري، نو د تړون ماهیت ته به زیان واوړي او که د تړون ماهیت ساتل پکار وي، نو راتلونکی حکومت باید مشروعیت ولري، امریکا اړ ده څو هڅه وکړي او د نړیوالو په ملاتړ د افغانستان راتلونکې تاکنې دومره رڼې او شفافې تر سره شي چې دویم دور ته ولاړې نشي او هرڅه په لومړي دور کې نتیجې ته ورسېږي، دا کار به تړون تر راتلونکي حکومت پورې وځنډوي او په دغه ځنډ کې د افغانانو ګټه شته ده، ځکه چې تر هغې به د سولې په اړه د امریکا اراده هم روښانه شوې وي او د سیمې هېوادونو حساسیت هم پکې د پام وړ فکتور دی، پدې معنی چې د افغانستان کړکېچ که دوام مومي، نو دا د دوی په سیاست او اقتصاد دواړو ښه اغېز نه لري او ممکن  دوی به د حالاتو ترینګلتیا د همدې اندېښنې له مخې و څاري او شاید مخکې له دې چې امریکا خپل دغه هدف ته ورسېږي، شونې ده چې پر وړاندې یې د سیمه ییز حساسیت  څرک د افغان حکومت ملا وتړي او بیا به نو د یو بدترین بشري جنایت تکرار ته زمینه سازه شي او پړه به یې پر امریکا وي، ځکه ټوله نړۍ به قانع شوې وي، چې د افغانستان له سولې سره یې نظریاتي اختلاف درلود او دا سیمه یې په خپل فکر کې ټول عمر ناکراره محاسبه کړې وه.

خو په عمومي باور که امریکا له افغان حکومت سره د سولې مزي ټینګ نکړي، نو بیا ددې تړون مانا داده، چې ټوله سیمه باید بې ثباته شي او پدې کې د ایران، مسکو، پاکستان، هند او چین ټولو تاوان دی، ځکه چې د سیمې بې ثباتي د یادو ټولو هېوادونو په ورځني سیاست او اقتصادي پرمختیا او پراختیا منفي اغېز لري او دوی په دې ښه ترا پوهېږي.

د کړکېچ بل لوری افغان ولسمشر دی، ولسمشر کرزی هم د خلکو په اذهانو کې د شکونو او ګومانونو ځاله ګرځېدلې ده او تر کومه چې کتل کېږي، نو موقف یې ملي انتخاب کړی، مګر په ملت یې منل ورته ګران شوي دي، ځکه چې خلک پر ده باندې هم څه ناڅه شکمن شوي دي چې؛ اخر که د ولسمشر کرزي دریځ همدومره ملي وو، نو دا ملي ګرایي خو هاغه مهال پکار وه چې د تړون متن باندې بحثونه روان وو او تر هغو چې په تړون کې دا خبره نه وای یاده شوې لویه جرګه به هم نه دایرېده او که د جرګې اتفاق ته وینو، نو هم د حیرانۍ او تأمل وړ ده، ځکه چې جرګې له یوې مخې له امریکایي اهدافو څخه ملاتړ کاوه او ولسمشر ته یې د سولې او امنیت په اړه هېڅ منطق نه درلوده.

که چېرې د ولسمشر کرزي موقف پر ملي مصالحو ولاړ وي، نو بیا خو ورڅخه په کلکه ملاتړ پکار دی او په کمال درناوي سره د جرګې مشر حضرت صیب ته ویل پکار دي، چې کله دې په قرارداد کې ورته خپل حق وبښه، نو بیا یې په لاریونونو اخستل د لیونۍ خوب دی او څه ترینه په لاس نه راځي.

زموږ په باور که څوک د تړون محتوا ته سر ورښکاره کړي، نو پوه به شي چې دا تړون په حقیقت کې د افغانستان قباله ده، چې امریکایي په توی وړی واک راڅخه غواړي، ځکه تړون د څو مشخصو اډو د غوښتنې ترڅنګ تصریح کړې ده، چې د اړتیا پرمهال امریکا د افغانستان هره سیمه استعمالولای شي، نو آیا دا اړتیا به څوک ټاکي، کابل که واشنګټن؟ طبیعي ده چې اړتیا د امریکا ده نو د اړتیا تشخیص به هم امریکایان کوي او ددې مانا داده چې ږېره زما او واک یې د ملا. …

امریکایان باید وپوهېږي چې که افغانانو چاته توی وړی واک ورکولای، نو روسانو ته به یې ورکړی وو چې له افغانستان څخه پخوا یې  نور ستر ستر هېوادونه غړپ کړي وو او دلته یې هم د جنګ نه مخکې د ابادۍ تصور راوړی وو، چې دا نن یې برېښنا بندونه او د افغانستان د لویو لارو جوړول چې آن امریکایي کباړ  او وسلې هم د هماغوی د جوړو کړيو لارو لکه سالنګ نه تیرېږي، چې ټول یې ژوندۍ بېلګې دي.

امریکا که غواړي د افغانستان له جغرافیې څخه د خپلو اهدافو لپاره ګټه واخلي، نو باید د افغانستان د سولې تضمین په ورین تندي ومني او دا پیل کړې لوبه ژر پای ته ورسوي، ځکه که داسې ونکړي، نو  جاري اختلافات به یې بالاخره په رسوایۍ تمام شي او بیا به نو افغان دولت ورسره هرڅه ومني؛ مګر د سېمې هېوادونه به یې نه مني، ځکه د امریکا د اهدافو ښکار اصلاً همدوی دي، خو تر ننه دا خبره په دومره جزئیاتو سره نه ده سپینه شوې، ځکه ټول د ګونګ موقف لرونکي دي او سبا به له امریکا سره د ولسمشر کرزي د ناندرو په برکت هېڅ ګونګ نه وي پاتې.

19 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *