Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: طالبان د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره رشوت ورکوي

له کوټې شورا غزني ته د طالبانو د ازادۍ لپاره ځانګړې بودجه راځي. دوی خپلو هغو جنګياليو ملګرو ته چې جګړې ته يې را استوي وايي، که ونيول شوﺉ، نو له زندان د خلاصون لپاره به مو ټول لګښت پرې کړو.

د غزني په دولتي ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی. یوه سرچينه وايي، درې ورځې وړاندې له هغو طالب قوماندانانو ۲۵ زره رشوت اخستل شوی، چې له پاکستان څخه د چاودېدونکو توکو په راوړلو تورن وو، خو سرچینه په محکمه کې د رشوت اخستونکي له نوم اخستو ډډه کوي.

د غزني چارواکي وايي، په لوی اختر کې۴۲ کسان د ياد ولايت له زندانه د معاملې پر بنسټ ازاد شول، چې په ازادو شويو کې د طالبانو قاضي او دوه خطرناک قوماندانان هم شامل وو، چې يو يې مياشت مخکې په جګړه کې و وژل شو.

د غزني ګڼ شمېر اوسېدونکي شکايت کوي، ددې پر ځای چې په دولتي ادارو او محکمو کې يې ستونزه اواره شي اړ کېږي صحرايي محاکمو ته مراجعه وکړي.

د غزني د استېناف محکمې رياست د معلوماتو له مخې دا مهال په غزني کې د څوارلسو محکمو قاضيان په مرکز کې خپلې حاضرۍ امضاء کوي او لرې پرتو سيمو ته د امنيتي ستونزو له امله نشي تلای.

ځايي خلک وايي، په دولتي ادارو کې چې کله د يو چا کار بند شي، نو اړ دی، چې په مياشتو مياشتو پخپلو کارونو پسې وګرځي او پيسې ورکړي، څو يې ستونزه حل شي.

د غزني يو قومي مشر سردار خان وايي، د دغه ولايت په ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی او هېڅ داسې اداره نشته چې مکتوب دې له پيسو پرته خلاص کړي.

د سيمه ييزو پوليسو د پروژې مشر خليل هوتک وايي، د غزني د محکمې قاضيانو په روانه اونۍ کې له هغو دوو کوچي طالب مشرانو ۲۵ زره امريکايي ډالر واخستل، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د چاودېدونکو توکو د رالېږدولو په تور نيول شوي وو. دغه طالب چارواکو ته لومړۍ محکمې ۱۵ کاله بند سزا اورولې وه، خو د دويمې محکمې قاضيانو ورته د ۲۵ زره ډالرو په بدل کې برآت ورکړی دی.

دی زياتوي، د طالبانو ازادي يوازينی کار ندی، بلکې په اندړو ولسوالۍ کې د ملي پوليسو لپاره امريکايانو ۱۲، په مقر ولسوالۍ کې نهه او په قرباغ کې شپږ پوستې جوړې کړې، چې د ولسواليو د امنيتي چارواکو او د غزني امنيه قوماندان لاس يو کړ او د هرې پوستې پر سر يې له دولت څخه ۳۰۰۰ امريکايي ډالر اخستي دي.

خو د غزني د استناف محکمې مشر قاضي عبدالحميد حقداد د طالب مشرانو د ازادولو راپور بې بنسټه بولي او وايي، موږ هره ورځ د دوو طالبانو دوسيې څېړو، خو داسې څه نه دي پېښ شوي :((موږ به ددې قضيې په اړه پلټنې وکړو، بيا هم زه ډاډه يم، چې دې ډول کارونو مخه نيول شوې ده.))

د غزني مرستيال والي احمد علي احمدي وايي، هغه پوستې چې په ځينو ولسواليو کې د امريکا له لوري جوړې شوې وې، د ساختماني چارو لګښت يې له دولت ندی اخستل شوی، خو په ځينو سيمو کې د دغو ځمکو پر سر لانجې شته او يو شمېر کسانو يې د ځمکو دعوه کړې، چې ګويا دا پوستې د دوی په شخصي ملکيت آبادې شوې دي، چې يا يې دې دوی ته کرايه او يا هم قېمت ورکړل شي.

ښاغلی احمدي، د غزني په يو شمېر ادارو کې فساد مني او وايي، ډېری وخت معاملې شوې او کسان ازاد شوي دي.

دی وايي، په لوی اختر کې۴۲ کسان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د غزني له زندانه ازاد شول، چې ډېری مسوولينو او مشرانو د دغو کسانو په ازادولو اعتراض کاوه :((په ازادو شويو کسانو کې د طالبانو قاضي ملا کريم او همدا ډول دوه خطرناک قوماندانان نصرت او قاري احمد هم شامل وو، چې تر ازادۍ وروسته يې ملا نصرت په جګړه کې و وژل شو او قاري احمد اوس هم د جګړې د لومړۍ کرښې جنګیالی دی.))

د غزني مسوولين وايي، طالبان خپلو جنګياليو ملګرو ته وايي، جګړې ته لاړ شﺉ، که ونيول شوﺉ، نو له زندانه د خلاصون لپاره به مو ټول لګښت پرې کړو، چې په منظمه توګه دا کار کېږي. دوی وايي، له کوټې شورا نه غزني ته د طالبانو د ازادۍ لپاره بودجه راځي او په جګړه کې نيول شوی هېڅ طالب تر کال زيات نه پاتې کېږي.

د ځايي خلکو په خبره د غزني په زندان کې يوازې هغه کسان ساتل کېږي، چې پيسې نلري او هغه خطرناک جنګيالي ټول د ولسمشر د فرمانونو او نورو بهانو له مخې د پيسو په بدل کې خوشې کېږي.

67 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *