Categories

اعلان

Loading…

امرخیل: د شفافو او سراسري ټاکنو لپاره امنیت او د خلکو کم پوهاوی مهمې ننګونې دي

خبریال: هوتک (قوس ۲۵مه)

دا څرګندونې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء ریس ضیاء الحق امرخیل د ټاکنو په اړه دعامه پوهاوي په جوړه شوې غونډه کې وکړي.

ښاغلي امرخیل د۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته د بشپړو چمتووالي په اړه د ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل چې د کميسیون ټولې تخنیکي او لوجستیکي تیارۍ د بشپړيدو په حالت کې دي او د سراسري او شفافو ټاکنو په ترسره کیدو او د دې ملي پروسې په بریالیتوب کې د ولسونو، مدني ټولنې، سیاسي حزبونو، قومي مشرانو، علماء او ټولو هېوادوالو مسولیت جوړیږي چې له کميسیون سره په ګډه دغه پروسه بریالۍ کړي.

ښاغلي امرخیل زیاته کړه چې اوس هم د ټاکنو پر وړاندې ناسم امنیتي وضعیت د ننګونې په توګه پاتې دی خو د دې ترڅنګ د راتلوونکو ټاکنو په اړه د خلکو عامه پوهاوی هم یوه ننګونه ده. خو د دې ترڅنګ د راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو عامه پوهاوی هم یوه ننګونه ده، که څه هم کمېسیون دعامه پوهاوي په اړه پروګرامونه پیل کړي خو کافي نه دي او هڅه کوي چې دعامه پوهاوي چارې له ښارونو څخه تر کلیو ورسوي څو خلک په پراخه کچه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړای شي.

د یاد کمېسیون یوې کمیشنرې ګلالۍ اڅکزۍ د ښځو په پراخ ګډون او شعوري رایې ټینګار وکړ او له ښځو یې وغوښتل چې د خپلې رایې په کارونه کې د چا دتاثیر لاندې رانشي.

د مدني ټولنې فعال زکریا بارکزي د ټاکنو د کمېسیون څخه د مننې ترڅنګ وغوښتل چې د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په موخه د جوړې شوې ستراتیژۍ څخه په ګتې اخیستنې سره وړ او مناسب کسان په دندو وګوماري.

د مدنې تولنې یوې بلې فعالې حمیدې وردګ په ټاکنو کې د نر او ښځو د پراخ ګډون په اړه له حکومت څخه وغوښتل چې د ټاکنو لپاره بشپړ امنیت خوندي کړي او هم دې کمېسیون خلکو ته د ټاکنو د اهمیت په اړه پوره پوهاوی ورکړي.

22 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *