Categories

اعلان

Loading…

انسان تر سمندرونو د سپوږمۍ په اړه زیات پوهېږي

تاند- سپوږمۍ  له مځکې (۳۸۴۴۰۰) کیلومتره لېري ده، خو له دومره لېرې والي سره سره انسان نه یوازې ځان سپوږمۍ ته رسولی بلکې د هغې په اړه یې نور ډېر په زړه پوري تحقیقات کړي دي.

د لومړي ځل لپاره انسان د یوولسم اپولو ستوربېړۍ په وسیله سپوږمۍ ته سفر وکړ او د ۱۹۶۹ میلادي کال د جولای په شلمه یې د سپوږمۍ پر مځکه پښه کېښوده.

له هماغه وخته تراوسه پوري سپوږمۍ ته ګڼې ستوربېړۍ استول شوي دي.

د نړۍ د مختلفو هیوادونو ساینس پوهانو له پېچلیو وسایلو او خورا پرمختللې ټکنالوژۍ څخه په استفادې د سپوږمۍ په اړه پراخې څېړنې کړي او له همدې کبله نن سبا د سپوږمۍ په باره کې نسبتاً زیات معلومات شته.

خو که دا معلومات او څېړنې له هغو سره پرتله شي چې انسان یې د خپلې خاورینې کُرې د سمندرونو په اړه لري، ویلی شو چې هیڅ معلومات نه لرو.

داسي اوونۍ نشته چې سمندرونه دې ساینسپوهان حیرانه نه کړي. مثلاً په تېره یوه میاشت کې د امریکا د کلیفورنیا په سواحلو کې یو ډول شارک یا نهنګان وپېژندل شول چې تر دې مخکې انسانانو نه وو لیدلي.

استرالیايي څېړونکو د استرالیا په سواحلو کې یو ډول دولفینونه وموندل چې پخوا یې نه وو لیدلي.

د بریتانیايي څېړونکو یوې ډلې د نړۍ تر ټولو زړه سیپۍ یا صدف کشف کړي چې شاوخوا ۵۰۷ کاله عمر لري.

یو شمېر (پیلوت ویلس) نهنګانو په نامعلوم علت په ډله ییز ډول د امریکا د شوګر لوف کي (Suger Loaf Key) په ساحلي سیمه کې ځانونه وژلي دي. د دوی دې کار ساینس پوهان حیرانه کړي.

روسي او استرالیايي ساینسپوهانو وویل، د مخکینیو محاسبو او هیلو خلاف د سمندرونو له تل څخه تر هغه څه ډېر زیات میتان ګاز د مځکې اتومسفیر ته خوشي کېږي چې تر دې پخوا یې تصور کېده.

میتان ګاز د ګلتوني ګازونو په جوړولو کې مهم رول لري.

د نړۍ د سمندرونو په اړه تر ټولو په زړه پوري کشف دا دی چې د خوږو اوبو تر ټولو سترې زېرمې د بحرونو په تل کې دي. دې مسلې هم ساینسپوهان ډېر حیرانه کړي دي.

د استرالیايي څېړونکو یوې ډلې، چې د سمندرونو په تل کې یې څېړنې کړي دي، ویلي: د خوږو اوبو سترې زېرمې د استرالیا، چین، شمالي امریکا او جنوبي افریقا د سواحلو په تل کې دي.

د دوی له څېړنو سره سم د خوږو اوبو یا هغه اوبه چې لږه مالګه لري، کابو پنځه لکه کیلومتر مکعبه د نړۍ د سمندرونو په بېخ کې بندې دي.

د استرالیا په فیلنډرز پوهنتون کې د مځکې لاندې اوبو هایدرولوجسټ ونسانت پوسټ وايي:

«د سمندرونو په بیخ کې د موجودو خوږو اوبو اندازه د هغو اوبو، چې له نولسمې میلادي پېړۍ را په دې خوا له مځکې څخه راایستل شوي دي، کابو سل برابره زیاته ده.»

په سمندرونو کې د خوږو اوبو د نویو زېرمو کشف د نړۍ هغو سیمو ته کافي اوبه برابرولی شي چې د څښاک د اوبو له کموالي سره مخامخ دي.

د ملګروملتو له څېړنو سره سم تر ۲۰۳۰ میلادي کال پوري به د نړۍ نیمايي نفوس د څښاک د اوبو له کموالي سره مخامخ شي.

په سمندر کې د خوږو اوبو کشف د دې لپاره هم په زړه پوري دی چې انسانان له خپلې کُرې په لکونو، حتي په ملیونونو کیلومتره لېرې تحقیقات کوي خو خپل کور او شاوخوا یې سم نه پېژني.

د دې ادعا ښه ثبوت دا دی چې که په سمندرونو کې د وروستۍ یوې میاشتې د کشفونو لیست کتار شي ښايي یو کتاب ترې جوړ شي.

نو حیرانوونکې به نه وي چې که یوه ورځ په سمندرونو کې انسانانو ته د ورته ژوو او یا سمندري ښاپېریو د کشف خبر واورو.

48 total views, 1 views today

2 comments

  1. ګنډېری Reply

    دا ساینس پوهان خو هم په یوه اوداسه کې نه دي. د میاشتې په سر کې یوه خبره کوي، په نیمایي کې یې وایي یره په دې کې باید مونږ یو ځل بیا فکر وکړو او په پای کې یې وایي چې نه هغه خبره سمه نه وه دا اصلا داسې وه. له دوی نه خبریالان ډېررررر ښه دي. کله چې غلطي وکړئ وایي وبخښئ خو ساینس پوهان دومره شخ سترګي دي چې بخښنه هم نه غواړي. تاسو باور وکړئ چې زه یې پوره کانفیوزډ کړی یم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *