Categories

اعلان

Loading…

نړیوال افغانستان کې د فساد اصلي جرړې! / حکمت الله نورزى

  افغانستان روان کال( ٢٠١٣م) کال کې  يو ځل بيا په نړۍ کې د مفسدو هېوادونو په سر کې راغى، تېر کال هم د روڼتيا نړيوال سازمان په راپور کې افغانستان دسر په کتار کې ځاى درلود.

دا چې ٢٠١٤ زېږديز کال را په نږدې کېدو دى او بهرني ځواکونه غواړي، چې له افغانستان نه ووځي، نو  امریکا غواړي نړۍ ته دا فکر ورکړي چې که بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي، نو له امینت سره سره به د فساد کچه هم لوړه شي او افغانستان به یو ځل بیا له بدبختیو سره لاس او ګرېوان وي.

  امريکا په دې لټه کې ده،  چې اوس په یوه نه په یوه لاره امنیتي تړون لاسلیک کړي او هغه هم باید مخکي له دې چې سوله تامین شي یاهم افغان ځواکونه پر خپلو پښو ودرول شي. د روڼوالي د څار نړیوال سازمان د ۲۰۱۳ کال د څېړنې په نوم یې یو راپور خپرو کړی چې افغانستان د نړۍ په کچه اداري فساد کې د درېيو لومړيو هېوادونو په ليکه کې راغلى دى.

   افغانستان په داسي حال کې د اداري فساد په نوم لړ کې په لومړۍ کتګورۍ کې لومړى ځای خپل کړی ،چې په دغه هېواد کې امریکا او افغانستان لا تراوسه د امنیتي تړون پر سره کومې هوکړي ته نه دي رسېدلي او امریکا هم هر ډول فشارونه پر افغان حکومت راوړي چې باید ژر تر ژره دغه تړون لاسلیک شي.

په افغانستان کې د فساد په اړه باید ووایو ،چې فساد په پراخه کچه شته، هم په دولتي ارګانونو کې او هم په یو شمېر شخصي ارګانونو کې خو ورته ډېر ځیر شو نو دا به هم جوته شي ،چې هغه فساد چې په بهرنیو ارګانونو کې دی د هغه په اندازه د افغانستان په دولتي ارګانونو کې نشته او بل داچې فساد د بهرنیو ځواکونو زېږنده ده نړیوال په افغانستان کې د فساد اصلي جرړې دي.

   فساد هم د نظام  پيل کېږي او هم یې نظام ریښې له منځ وړای شي، اوس په افغانستان کې فساد له نظام پيل دی او ټول واکمن په اداري فساد کې ښکېل دي، چې ډېره برخه د فساد بهرنیان جوړوي دا ځکه چې اوس په افغانستان کې زیاته اندازه بهرنیان دي بیاد ووایو چې اویا او اتیا سلنه پر واکمن نظام بهرنیان واکمن دي، نو ځکه ویلای شو چې نړیوال په افغانستان کې د فساد اصلي جرړې دي.

 نو په پای کې دومره ویلا شو، چې تر هغې چې بهرنیان په افغانستان کې وي او د دوی سیوری پر حکومت پروت وي، دا به هم لري نه وي چې افغانستان نوم به د لېست په لومړي سر کې را ځي، د دې فساد نه ګټه بهرنې اخلي او نوم د افغانستان بد دی.

له دې بحران نه د وتلو يوازځنۍ لاره داده، چې افغان دولت غښتلې سياسي اراده او پياوړې اداره ولري، په هېواد دننه مالي سرچينو او مرستو د څار منظم سيستم وضع کړي او له مفسدينو د معافيت کلتور لرې او په شديد ډول يې مجازات کړي.

260 total views, 1 views today

1 comment

  1. ناقد Reply

    د خدای ظالمانو د کلمو ته لږ پام کوئ، افغانستان د نړۍ له مفسدو هیوادونو وشمیرل شو، وه وروره دا څه وایاست؟ اداري فساد، هغه هم په حکومتونو کې یوه ډیره بیله کیسه ده، کله چې پښتو ته دا څیزونه را وژباړل شي سمې ښکنځلې ترې جوړې کړئ. افغانستان مفسد نه دی، د افغانستان حکومت په اداري فساد اخته دی… البته دا انتقاد مې یواځې په دغه لیکوال نه دی، دا ستونزه حتی په معتبرو رسنیو کې ما لیدلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2