Categories

اعلان

Loading…

خاطره/ محمد نعمان دوست

مازیګر قضا تورخم ته ورسیدو. ځنځیر لکه وږی مار پروت و او چا د نږدې ورتګ جرئت نشو کولای. دلته شاوخوا په سلګونو کسان راټول شوي وو او ټولو د وطن پریښودلو هڅه کوله. را پنډ شوي کسان، لکه غرڅې چې له خپلو وړو کبلیو سره د ښکاریانو له ویرې منډې وهلې وي او نور یې پښو کې زور نه وي پاتې، همداسې ګډوډ د پښو پر سر ناست وو.

 دوی له کابله راتښتیدلي وو، له تنظیمي ښکاریانو. دغه ښکاریان په خپلو کې دواک په سر، سره نښتي وو.جګړه په ټول شدت روانه وه، د وژلو، لوټ، تالان او بې سیرته کولو بازار ښه تود و.

له مزې اخوا رڼا ګانې وې او دیخوا د خلکو اسویلیو نوره هم فضا ترږمۍ کړې وه. باران شروع شو، خو ماته باران نه ښکاریده، ما دې باران ته د رحمان بابا په نظر کتل.

هغه فرمايلي و:

دا باران له وریځو نه دی چې وریږي       د مرغانو په رحمان باندې ژړا شوه

دلته د سړک په غاړه یو دهلیز ته ورته ودانۍ وه. یوازې د څو کسانو ځایدو ګنجایش یې درلود. خو تعداد زیات شو. زه داسې ځای کې ناست وم چې پر پښو مې باران وریده.

زړه مې را وپړسید، را پورته شوم. ما ویل: خدایه! دا څه حال دی؟ دا ولې دومره بې قدره شو؟ همدې خیالونو کې روان وم. دیخوا مې پام شو: یوه میرمن د سړک په غاړه ناسته وه. درې غټ بایکونه یې مخې ته ایښي وو. له تور ټیکري یې سپین مخ را وتلی و.

یوې ماشومې یې غیږ کې سر ایښی و، میرمنې خپل پلو پر ماشومې خور کړی و. له ټیکري به د باران څاڅکی تیر شو او چې د ماشومې پر مخ به ولوید، سر به یې ټکان وخوړ. هغه یې خوب ته نه پریښوده.خو ماشومه لکه چې کابل کې میزایلو،هاوانونو او راکټونو دومره ویرولې وه چې د باران څاڅکو سترګې نشوې پرانیستلی.

همداسې یې سترګې پټې وې… تر ډیره ورته ولاړ وم، نور مې نه غوښتل باران نه پټ شم. اوبه رانه څڅیدې خو زه همداسې پښه نیولی ولاړ وم. چې نن هم کله زموږ تنظیمي مشران شرمنده کیږي، زه یې د هماغې شپې د ښیراوو له برکته ګڼم.

نعمان دوست

43 total views, 1 views today

1 comment

  1. ملیار Reply

    دوست صاحب په لکونو داسی خاطری شته چه دماغزه والا انسانانو دزړه تل ورباندی سوه ځی ښه می په یاد دی چه دبورډ په بازارکښی کوم چه وطنی هوټلونه جوړشوی وه اوجهادی قومندانانو به پکښی داشکه داره قابلی خوړلی (یعنی له پلوسره به یو غټ هډوکی هم وه )ولی کومه مهاجره سوالګره به چه راغله ددوی به تندی ډیرورباندی ګونځی شوحتی یوه روپی به یی نه ورکوله باوروکړی مایوه ورځ پکښی ډوډی وخوړله بیا می جورت ونکړ ځکه له ستونی می نه تیریدله دا چه انقلاب دومره لوی شو اودیوه خارجی په مقابل کښی 44 رقمه راغلل ګناه زمونږ خپله دی ځکه مونږ رحم ونکړ نو الله به پرمونږ رحم نکوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *