ټولي

اعلان

Loading…

افغانان د سوریې په جګړه کې د ښکېلو خواوو په ملاتړ جنګېږي

تاند- فارن پالیسي خپرونې په یوه راپور کې ویلي چې افغانان د سوریې په جګړه کې د ښکېلو وخواوو په ګټه جنګېږي.

خپرونه وايي، د بشار اسد رژیم سږ کال وروسته له دې پر خپلو کورنیو پاڅون کوونکو بر لاسی شو چې د لبنان د حزب الله، د عراق شیعه ګانو او د ایران د شیعه رژیم پوځيانو او سلاکارانو یې ملا وروتړله.

خو اوس د اسد د رژیم په ننګه له افغانستانه هم یو شمېر جنګیالي سوریې ته رسېدلي چې د اسد د رژیم د مخالفانو پرضد په جګړه کې ګډون وکړي.

د خپرونې په وینا دا جنګیالي افغان شیعه ګان دي.

خپرونه وايي چې که افغان شیعه ګان د بشار اسد د رژیم په دفاع کې جګړې ته ورګډ شوي نو یوه بله وړه ډله افغان جنګیالي، چې سنیان دي، د اسد د رژیم د مخالفو وسله والو د ملاتړ لپاره په سوریه کې جنګېږي.

خپرونه وايي چې د سعودي عربستان او ګڼو نورو سني هیوادونه جنګیالي په جګړه کې د سوریې د رژیم د مخالفانو مرسته کوي.

د ایران په حکومت کې سخت دریځو ته نژدې د ایران تسنیم خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې لس تنه افغان جنګیالي د بي بي زینب د زیارت په دفاع کې په سوریه کې «شهیدان» شول.

د دغه خبري اژانس د راپور له مخې د وژل شویو افغانانو مړي ایران ته ولېږل شول او په تهران، مشهد، اصفهان او قم ښارونو کې خاورو ته وسپارل شول.

فارن پالیسي د ځینو کارپوهانو په قول وايي چې افغان شیعه ګان به د اسد د رژیم په ملاتړ کې جګړې ته د ایران د رژیم له لوري استول کېږي.

6 comments

  1. کابلی والا Reply

    داخومره شه متل ده:

    تاکه احمق در جهان باشه ؛ مفلس بند نمیمانه

  2. ګنډېری Reply

    یعنې زمونږ خلک جنګي ټټوګان دي خلک یې د جنګ له پاره په بیه اخلي او یو د بل په مقابل کې یې جنګوي. یو وخت ګلبدین افغانان بوسنیا او اذربایجان ته لیږل او د میاشتې به یې درې سوه ډالر ورکول او اوس د ایران لعنتي رژیم افغان شیعه ګانو ته پیسې ورکوي او د بشار د حکومت ملا پرې تړي. د هغوی خرتوب خو په خپل ځای دا نور ځناور ګوره چې د مخالفو ډلو په ملاتړ د خره په اروا جنګیږي، نه پیسې ترلاسه کوي او نه بل څه.

  3. dr abdul basir Reply

    كنديريه لز انسان شه
    تبصيره د كه شكنجل دي كريدي
    تاند با يد داسي تبصيرى خفره نه كري
    أفغانستان جي داسي خلك فه كشي وي خداى خبر جي جور به سي
    ماته زور كمونست شكاري

  4. Safi Reply

    که زما اوري دا ټول شعیه ګان دې ولاړ شي چې مونږ ترې خلاص شوو..

  5. AMARKHIL Reply

    “سلام،ځما په آندګنډیری یوڅه واقعیت لیکلۍ،خوپه ډیروتریخوالفاظو۰بایدڅېولیکم داکټرهم په جیب کې ټاپه ګرځوی”ده کجاودرختهاکجا

  6. اکرم Reply

    ګنډیری صیب حقیقت لیکلی ! هو رښتیا تراخه وي . جنګي جهادي ټټوانو ته ووایی چه ټټوان یاست نو دوی ډیر ژر خوابدی کیږيٍ خو حقیقت دا دی د چه دی خلکوتل په جنت کی ناستو حورو ته خپل سامان خیرلی وي او په همدی نیت یی ټول وطن دړی وړی کړ ! آخر ولی ؟ د سیاف ، رباني او ګل بی دین ټټو توب خو ټولو ته ښکاره دی ! اوس نو افغان به د کشمیر ، بوسنیا ، سوریه او د نړۍ هر ځای کی د جنګ لرګۍ به اوسي!! افغانان په دی رنځ او بدبختۍ چا اخته کړ ؟؟ د حقاني زوی په کافر آباد کی په قصر کی شپی سبا کولی خو زما د وطن خوار طالب یی غر ته پورته کړی ؤ چه هله د جنت حوری د افغانستان په غرونو کی بربنډۍ ګرځي !! دا منافقت ندی نو نور څه دی ؟؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

۸