Categories

اعلان

Loading…

خاطره/ محمد نعمان دوست

 د امارت د عدالت فیض یوازې نظامي مرکزونو او لوړو مقاماتو ته رسیده. د همدوی دسترخوانونه به له لذیذو طعامونو ډک وو. ښه مې یاد دي، په واورینو شپو کې به تر ناوخته وړو ماشومانو دروازې ټکولې او یوازې یوه مړۍ وچه ډوډۍ به یې غوښتله.

د قلعه فتح الله په څلورم سړک کې خیرات و. زه هم ور بلل شوی وم. شیبه وروسته دوه نفري غوري کیښودل شول. غوري له ازبکي پلاوه ډک وو.

د زیرې خوندور بوی ترې پورته کیده. پر سر یې نازک پاستي ایښي وو او په منځ کې یې د واړه مال غوښه لکه ماین خښه کړې وه. ماته مخامخ دوه نفره یوه غوري ته راتاو وو.

یوه ژر ځان موړ کړ او لاسونه یې د دسترخوان په څنډه وچ کړل، خو دا بل عجیبه حالات درلود. یوه مړۍ به یې وکړه، بیا به کوږ شو. بیرته به یې ځان سم کړ. ور سره ناست سړی ترې جګ شو.

د ده غوری لا تش شوی نه و، خو بل یې هم ځانته را کش کړ. هر حرکت نه مخکې یې نږدې کسان څارل، خو ما په داسې انداز ورکتل، چې را پام یې نشي. هغه سره یو تور پلاستیک و. زنګانه لاندې یې پټ کړی و او هر دوه مړۍ وروسته به یې یوه مړۍ وریژې ور وغورځولې. خلک پورته شول. خو دی ناست و،د شاوخوا غوریو پاتې شونې وریژي یې ژر ژر کڅوړې ته کړې او بیا یې د دعا په بڼه لاسونه پورته کړل.

 پر اوږه مې ورته لاس کیښود، خو ده خپله کیسه شروع کړه: له وظیفې یې لرې کړی یم. عملیات یم. کار نشم کولای. بیګاه شپه مو په نهره تیره کړې. ماشومان دي، د ولږې توان نه لري. نن مې لکه چې ښه ځان وشرماوه، خو څه وکړم؟ هغه ډیرې کیسې کړې وې، خو ما نه وې اورېدلې، ما زمکې ته کتلې. ماته د خپل پیغمبر هغه وینا یادیده چې ویلي یې و: هغه زما له امته نه دی چې خپله موړ وي او ګاونډی یې وږی وي. په ځان وه ویریدم. په شاوخوا کسانو چې یوازې ظاهراً پر سنتو برابر و، وویریدم. ما ویل موږ لکه چې پیغمبر صاحب خپل امت کې حساب نکړي.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *