Categories

اعلان

Loading…

افغانستان او پاکستان د طالبانو لپاره د دفتر په پرانستلو موافقه وکړه

تاند- افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې ډېر ژر هڅې پیل کړي چې د طالبانو دفتر په یوه درېمګړي هیواد کې پرانستل شي.

یوه پاکستاني چارواکي، چې له نوازشریف سره د کابل په وروستي سفر کې ملګری و، وویل: ښاغلیو کرزي او شریف په کابل کې موافقه وکړه چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د بهیر د چټکولو لپاره یو نوی میکانیزم جوړ کړي.

دغه پاکستاني چارواکي، د پاکستان تریبیون ورځپاڼې ته همداراز ویلي، دواړه خواوې به ژر په سعودي عربستان یا ترکیه کې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانستلو پر لارو چارو غور پیل کړي.

دغه پاکستاني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، زیاته کړه« نوازشریف د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د رسمي دفتر د پرانستلو په باب د افغان ولسمشر حامد کرزي غوښتنه ونه منله، او هغه ته یې وړاندیز وکړ چې د طالبانو لپاره دې سیاسي دفتر په ترکیه یا قطر کې جوړ شي.»

نوازشریف همداراز وویل چې پاکستان به د افغانستان د سولې په بهیر کې د یوه مشر په حیث نه بلکې د یوه مرستندوی هیواد رول ولوبوي او که طالبانو ته دا دفتر په پاکستان کې جوړ شي د پاکستان د اصولي دریځونو خلاف کار به شوی وي.

د پاکستان تریبیون ورځپاڼې له نوازشریف سره د کابل د شنبې د ورځې په سفر کې د ملګري پاکستاني سیاستوال له قوله همداراز ویلي چې په راتلونکو څو اوونیو کې ډېره هیله شته چې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستلو په برخه کې لوی پرمختګ وشي.

طالبانو د روان میلادي کال په جون کې د قطر په مرکز دوحې کې دفتر پرانست خو څلرویشت ساعته وروسته د افغانستان د ولسمشر د اعتراض له کبله وتړل شو.

337 total views, 1 views today

3 comments

  1. مزمل Reply

    دواره پالتو گان خبره اصل دامریکا ده

  2. مزمل Reply

    دواره پالتو گان دی خبره اصل دامریکا ده

  3. اوشتون Reply

    شايدطالبانودقطرده دفترسه عبرت اخستي وي بيانسي دوكه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸