Categories

اعلان

Loading…

ناټو د وروستۍ حملې په خاطر رسماً بخښنه وغوښته

تاند- د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو نن /جمعه/ د هلمند ولایت د هغې حملې په خاطر، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل په ترڅ کې یې دوه کلن ماشوم وژل شوی، رسماً بخښنه وغوښته.

د ملکیانو تلفات د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون د لاسلیک یو اصلي خنډ بلل کېږي. له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د افغانستان د ولسمشر یوه اساسي غوښتنه دا ده چې امریکايي پوځیان به د افغانستان په خاوره کې هرراز عملیات پای ته رسوي.

کرزی وايي، امریکايي پوځیان دې د افغانستان په جګړه کې مداخله نه کوي او که د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي د افغانستان له پولو دباندې دې د هغوی پناهځایونه په نښه کړي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو یوه ویندوی وویل چې د دوی عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفرډ د هلمند له پېښې سمدستي وروسته ولسمشر کرزي ته ټېلفون وکړ او پر پېښه یې ژوره خواشیني څرګنده کړه.

ده وویل:«موږ په کور حمله نه ده کړې او نه مو کوم کور په نښه کړی دی. زموږ له معلوماتو سره سم هوايي حمله پر سړک شوې ده. له بده مرغه وژل شوی کس د حملې ځای ته نژدې و.»

ډنفرډ ولسمشر کرزي ته ویلي چې حاضر دی چې د دې برید په اړه، چې ایساف وايي د طالبانو یو قومندان یې په نښه کړی دی، څېړنې وشي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په هلمند کې پر یوه کور د امریکايي ځواکونو حمله، چې له کبله یې یو ماشوم ووژل شو او دوې ښځې ژوبلې شوې، په کلکه وغندله.

حامد کرزي، چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو یو مهم شرط د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د حملو پای ته رسېدا اعلان کړې وه، وویل چې د هلمند دا برید له امنیتي تړون سره د ده د مخالفت یو بل دلیل وباله

د ولسمشر کرزي ویندوی د دې برید په اړه وویل :«دا ښيي چې امریکايي پوځیان د لویې جرګې پرېکړو او د افغانانو ژوند ته هیڅ درناوی نه لري.»

فیضي همداراز ویلي:« د داسي عملیاتو د دوام په صورت کې به افغانستان هیڅکله له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي.»

307 total views, 1 views today

3 comments

  1. shakir Reply

    بښنه څه معنی لری؟ انسانان وژنی بیا بښنه غواړی، دا سی یی په کراتو کراتو بیګناه افغانان شهیدان کړی دی بس یوه بښنه وغواړی خبره خلاصه شی او بیا چی یو څه وخت تیریږی بیا ورته بد وکړی او بیا بښنه وغواړی. تر څو چی کرزی ته امریکایان د بیګنا
    افغانانو د نه وژلو ، د افغانانو د کورونو نه تلاشی کولو او د سولی ډاډ ورنکړی باید د امریکایانو سره تړون لاسلیک نه شی.

  2. yousuf amini Reply

    تاند اياپه بخښه هغه انسانان چه په بمباري کی مړه سوه بيرته ژوندي کيږی اوکه دآول وار دي دغه لوی جرګئ هم دامريکايانودپاته کيدورايه ورکړه،لکڅنګه چه هغه په ر يشتيآافغانه ميرمن چه په مجلس کیئئ ساین پورته کی اوپه ميړانه په لوړاوازوويل چه دتړون موافقت دملک سره خيانت دي؛اوپرهغه سربيره خيانت وسواوس هم کرزی ته فرصت سته چه تړون امضاءنه کي اودخاين دنوم څخه ځان وژغوری۰

  3. Mohammad faisal totakhail Reply

    Salam alaykum.
    Nato aw amricayi zwakona zamong pa chal poy shawi hagha dase che kala ham doy da afgahanano pa korono nanawatali ya hamla ye kare no bya pa yawa aadi bakhane zan ye wistale de. No os bayad mog da haghoy sara khpal chaland badal kro. Bayad yaw qanon jor shi da haghoy da hamalato da wadrawalo lapara. Zama pa nazar haghoy bayad da har yaw cha da zwand pa badal ki dere zyate payse warkri. Ka la de na bal ham kha qanon wi no hagha de pre tatbiq kri.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2