Categories

اعلان

Loading…

سرتاج عزیز: پاکستان په افغانستان کې د چا ملاتړ نه کوي

تاند- کابل ته د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف د سفر په درشل کې د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن /جمعه/ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې غونډې ته وویل: پاکستان په افغانستان کې د چا ملاتړ نه کوي خو د افغانستان د سولې د بهیر ننګه کوي.

سرتاج عزیز وویل:«موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې د اسانتیا له راوستلو سره تر وسه وسه مرسته کوو. خو په افغانستان کې د کومې ډلې ملاتړ نه کوو.»

سرتاج عزیز دا څرګندونې کابل ته د نوازشریف له سفره یوه ورځ مخکې وکړي. ټاکل شوې ده چې نوازشریف د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان او سیمې د سولې پر امکاناتو خبرې وکړي.

د صدراعظم نوازشریف سلاکار د شانګهای د همکارۍ ټولنې له غړیو وغوښتل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله د دغه هیواد په چارو کې ښکېلتیا زیاته کړي.

پاکستان حاضردمه د شانګهای د همکارۍ ټولنې څارونکی دی خو د بشپړ غړیتوب غوښتنه یې کړې ده.

سرتاج عزیز وویل:«موږ هم احساس کوو چې د پاکستان بشبړ غړیتوب به د دواړو خواوو په ګټه وي او د سختو هدفونو ترلاسه کول به ممکن کړي.»

13 total views, 2 views today

3 comments

  1. باچا Reply

    که تاند دغه خبره چې لیکلي يي دي«د صدراعظم نوازشریف سلاکار د شانګهای د همکارۍ ټولنې له غړیو وغوښتل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله د دغه هیواد په چارو کې ښکېلتیا زیاته کړي.»په همداسې بڼه شوې وي، دا به په دې مانا وي چې همدا اوس پاکستان په افغانستان کې د خپلې لا نورې ښکېلتیا لپاره په ډاګه خبرې کوي او چمتووالی نیسي او د نورو هیوادو د ښکېلتیا خبره په حقیقت کې د خپلې ښکېلتیا لپاره د یوې پلمې پتوګه یادوي

    1. تاند Reply

      باچا صاحب په انګلیسي کې یوه اصطلاح ده (لاندې لیکل شوې) د دې معنا خامخا مداخله نه ده.. مثبته مداخله یا دخیل اوسېدل دي. ښه معادل مو ورته پیدا نه کړ بناً منفي یې مه ګڼئ،.
      تاند
      Engagement

  2. تمیم شاهد Reply

    رښتیا به هم وایی چی دچا ملاتړ نکوی ځکه پاکستانیان ډیر هوښیار دی داچی مونږ خپله خپل وطن ورانوو اویو بل په یونوم او بل نوم ختموو نونه هم پاکستان ملامت دی اونه هم ایران اوکه احیانا هغوی یی ملاتړ هم کوی نوبیاهم هوښیاردی ځکه خپله نه وژل کیږی اومونږ یی په خپلو مینځونو کی سره اچولی یو تاسی که محاسبه کړی چی یوازی په یوه کال کی به څومره دینی عالمان وژل شوی وی اویابه هم څومره انجینران چی هر انجینر کم ترکمه شل کاله زیارباسی اوپه تش نوم وژل کیږی او دی ته ورته نورمخه ور چی هره ورځ وژل کیږی ددی ګټه یوازی اویوازی پاکستان اوایران ته رسیږی اوزیان یی زمونږ خوار اوغریب ولس ته پاتی کیږی ،چی دتاریخ یا لرغونتوب خبره شی نووایو چی مونږ تاریخ لرو زمونږ پلرونه داسی ؤ یا هم هسی ؤ خوبیا په یونوم یا هم په بل نوم خپل ورونه وژنوپه هیچا هم رحم نکوو ټول فکرونه مو په دی کی مصروف کړی چی دا کافردی یا هغه مسلمان دی یاهغه دینی عالم دی یاهغه ددولت کارکونکی دی داباید وی دا نه وی تاسی یی ښه بیلګه هلته لیدلای شی چی څوکوره پښتانه وی نوچی اختر پری راشی په هر کورکی ژړا اوانګولا وی ځکه دچا زوی طالب وی وژل شوی وی اودچا هم زوی پولیس وی وژل شوی وی اودچاهم همدغسی دکور مشر انجینر،دینی عالم،ښوونکی ،ډاکتر اویاهم دمدرسی طالب وی چی دځای تش لیدو په صورت کی یی پاتی شوی دکورنی غړی ویرونه کوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *