Categories

اعلان

Loading…

د ډاکتر مهاتر محمد سیاسي هلوځلو ته کتنه

 ډاکتر مهاتیر محمد  له ۱۹۸۲څخهتر ۲۰۲۰ د مالیزیا په سیاسي ډګر کې فعال رول ولوباوه

لیکنه: نبی حبیبی – مالیزیا

د مالیزیا صدراعظم ډاکتر مهاتیر محمد خپل پاچا ته د چوکۍ څخه استعفا وړاندې کړه. مهاتیرمحمد په ۱۹۸۲ کې د خپل نفوذلرونکي ګوند (UMNO) مشر او بیا صدر اعظم شو. د ډاکتر مهاتیر ځوان شاګرد انور ابراهیم چې په مالیزیایی مسلمانانو او په تېره بیا د ځوانانو په منځ کې محبوبیت درلود، له ډاکتر مهاتیر سره اوږه په اوږه ملګرتیا کوله.

۱۹۸۲ کال – ځوان انور ابرهیم لهد UMNO ګوند سره یو ځای شو.

په ۱۸۸۳ م کال انور ابراهیم په خپل ګوند (امنو) کې د مالیزیایی ځوانانو نمایندګي کوله. او په ګوند کې وځلید او د UMNO سیاسي حزب معاونیت یې په مخ ووړ.

نبي حبیبي

۱۹۹۸ کال – انور ابراهیم په دې وخت کې درې مهمې سیاسي چوکۍ په لاس کې لرلې. د مالیزیا د نړیوال پوهنتون ریاست، د مالیی وزارت، او د صدراعظم مرستیالي. خو په دې کال کې یو امریکایی پانګه وال جورج سورس د مالیزیا او اسیايي بانکونو څخه خپله پانګه وایستله چې په نتیجه کې یې ایشین فایننشل کرایسیس یا د اسیا اقتصادی بحران رامنځته شو.

۱۹۹۹ کال – انور ابراهیم د مالیې وزیر په توګه ملامت، محکوم  او بیا بندي شو.

۲۰۰۳ کال – پس له ۲۲ کالو ډاکتر مهاتیر محمد قدرت پریښود او په خپله استعفا یې پارلمان حیران کړ.

۲۰۰۳ کال – ډاکتر عبدالله بدوي صدراعظم شو، او انور ابراهیم یې له بند څخه خلاص کړ.

۲۰۰۴ کال – انور ابراهیم بیا په اخلاقي جرمونو تورن او له انتخاباتو مخکې زنداني شو.

۲۰۰۹ کال –  نجیب تون رزاق د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو.

۲۰۱۳ کال –  کې د مالیزیا اقتصادي حالت ډیر خراب شو. نجیب تون رزاق د 1DBM په قضیه کې چې ډیر نور هیوادونه هم پکې شریک ول تورن شو. د مالیزیا کرنسۍ خپل ټیټ حد ته راغله. د مالیزیا سیاسي مشران د ډاکتر مهاتیر محمد ته لاس په ګریوان شول او ځینې ویې غوښتل چې د مالیزیا سیاسي او اقتصادی حالت له بحرانه وباسي. سیاسي مشرانو ورځنې خواهش وکړ چې د نجیب تون رزاق د حکومت څخه هم ورته نجات ورکړي. ډاکتر مهاتیر محمد په دې پوه وو چې د دې کار لپاره باید اول پخپل لاس جوړ کړی پخوانی  UMNO ګوند تقسیم کړي. او انور ابراهیم بیرته پخلا کړي.

۲۰۱۵ کالکې د نجیب تون رزاق حکومت لخوا انور ابراهیم په نوي قضیه کې تورن او زندان ته استول کیږي.

۲۰۱۶ کال –  ډاکتر مهاتیر محمد له خپل پخوانی سیاسی حزب UMNO څخه رسما استعفا ورکوي.

۲۰۱۷ کال – ډاکتر مهاتیر محمد او انور ابراهیم د یو سیاسي تفاهم په مټ یو سیاسي ګوند د هره پن پکتکن یا HP په نوم ایجاد کړ. انور ابراهیم د ډاکتر مهاتیر لخوا بیرته قدرت کې د شریکېدلو او د صدراعظمۍ چوکۍ ته د رسیدلو ډاډ ورکوي. په دې سیاسي تړون کې ډاکټر مهاتیر محمد د مالیزیایی مسلمانانو په منځ کې یو ځل بیا محبوبیت پیدا کوي. هاغه محبوبیت چې د انور ابرهیم په قضیه کې یې له لاسه ورکړی.

۲۰۱۸ کال – کې ډاکتر مهاتیر محمد د مې په ۹ مه د مالیزیا نوي سیاسی ایتلاف چې د هره پن پتکن HP په نوم ایجاد کړی وو، UMNO د مالیزیا قوي دولت جوړونکي حزب ته انتخاباتو کې سخته ماتې ورکړه.

۲۰۱۹ کال –  پاچا انور ابراهیم ته بښنه اعلان کړه.

۲۰۲۰زمریز کال – داکټر مهاتیر محمد انور ابراهیم ته د صدراعظمۍ لاره هواره کړه.  پاچا ته یې استعفا وړاندې کړه او ملت یې د نجیب تون رزاق چې حکومت یې په فساد تورن کړی و، نجات ورکړ.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"2bef62f7-1e13-4b49-a063-e6244ffc40d8","recipients":861,"external_id":"2fafc686-0aa4-97ff-fc52-58ba6da161ea","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
861

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸