Categories

اعلان

Loading…

باد (لنډه کیسه) لیکواله: صفیه وردک

–    ما نه غوښتل هر څه دومره بدل شي.
–    نو چا وغوښتل؟
پاڅېده د کړکۍ څنګ ته يې اوږه ووهله.
–   شرایطو.
–   موږ باید د شرایطو تابع وو؟
خبره مې ښه پرې ونه لګېده.د چای پیاله يې ور واخیسته.د پیالې په ژۍ يې ورو ورو ګوته کشوله.مخ يې راواړاوه:
–   ژوند د چا په خوښه نه درومي.
له چایه يې غوړپ وکړ:
–   نه د چا په اشارو دی.
–   که تابع وو هر وخت به مو راڅرخوي.
–   تابعیت مانا نه لري.انسان به یوازې ګوري چې باد کوم لور ته ځي.
–   یانې څه؟
غږ يې ونه کړ.په پیاله کې يې کاچوغه ووهله.غټ غوړپ يې وکړ.
–   شرایط خو انسانان جوړوي.
–   انسانان یوازې لوبېږي.
راغله کښېناسته.سترګې يې بې نمه وې لکه وچه چینه.له غابه يې یوه ټوټه کېک ور پورته کړ.څو غوړپه چای يې ژر ژر له مرۍ تېر کړ.
–   موږ د دنیا په اشارو چلېږو.
د کړکۍ پرده تېزه تېزه باد ووهله.سیوری يې پر مځکه ګډوډ پرېووت او ورک شو.

پای
د ډسمبر ۲۸مه ۲۰۱۹

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"835600a0-e682-4823-9c49-dd3939f80e6b","recipients":862,"external_id":"7e980e2a-2589-cd56-f453-3347d3ef351e","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
862

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸