WordPress database error: [Table 'taandcom_taand.wp_wfConfig' doesn't exist]
SELECT name, val, autoload FROM wp_wfConfig WHERE name = 'allowLegacy2FA'

WordPress database error: [Table 'taandcom_taand.wp_wfConfig' doesn't exist]
SELECT name, val, autoload FROM wp_wfConfig WHERE name = 'debugOn'

مسوولان: طالبان په کندهار کې د نسبي اوربند له ژمنې سرغړونه کوي - تاند

Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

۸

مسوولان: طالبان په کندهار کې د نسبي اوربند له ژمنې سرغړونه کوي

تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: امنیتي مسوولین وایي وسله وال طالبان په کندهار کې د تاوتريخوالي کمښت ته ژمن نه دي

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو دریو ورځو کې په بشپړ ډول د تاوتريخوالي د کمښت پرېکړه عملي کړې خو وسله والو طالبانو د تاوتريخوالي د کمښت په ددریو ورځو کي د کندهار په ښورابک، شاوليکوټ او معروف ولسوالیو کې پرلپسې سرغړونې کړي او د افغان ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو يې بريدونه کړي دي.

بارکزی وایي افغان امنیتي ځواکونه د سولې هرې هڅې ملاتړ کوي، خو په خبره يې د اصولو د نه مراعت په صورت کې غبرګون حتمي وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، هر ډز یې باید سرغړونه ونه بلل شي او دوی کوم عام اوربند نه دی اعلان کړی.

د تاند د معلوماتو له مخې طالبانو په تېرو دریو ورځو کې په کندهار، ارزګان، کندوز، بغلان او نورو ولایتونو کې د نسبي اوربند په لومړۍ ورځ ۱۰، په دویمه ورځ ۳ او په دریمه ورځ ۵ ولایتونو کې ۶ بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې نن په زابل کې د ملي اردو ۴ سرتېري په یوه چاودذنه کې ووژل شول.

د زابل ولایتي اداره وايي، دا پېښه سهار مهال د زابل په ارغنداب ولسوالي کې وشوه.

دا د جمعې له ورځې، چې د تاوتریخوالي کمېدا اعلان شوې، په زابل کې لومړنۍ پېښه ده.

له بلې خوا د اروزګان چارواکي وايي، د دې ولایت په خاص ارزګان ولسوالي کې طالبانو د داعش په نوم بریدونه کوي.

د دوی په وینا، دغه وسله وال چې مخکې طالبان وو اوس يي په سیمه کې د داعش توربیرغونه پورته کړي دي. خو طالبان دا ادعا ردوي. 

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"c5850838-796d-4afa-9f61-73abd6890c04","recipients":862,"external_id":"a8ea638f-2e4f-1e46-e5d1-a4f66deb210e","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
862

2 comments

  1. حسن Reply

    هغوی چې په خپل قول او عهد وفا نه کوي ، د اسلام مبارک دین کې ورته منافق ویل کیږي. منافقین به د دوزخ په ټیټه کنده کې وي. خپل مسلمان ورور وژل چې په هر دلیل وي داسې ده لکه چې ټول بشریت یې وژلي وي. طالبان خود کش ، بېګانه پرور دي.

  2. لوګی Reply

    ښاغلي حسن سلام
    دا کومه يادهونه چي تاسو پورته ليکللی که په د تاليبانو او دا تش په نامه سياسيونو ايمان او عقيده درلودلاي نن به په افغانستان کي کراره کراري واي
    دغو خلکو د اسلام دين يواځي د سياست اله کرزولي نه دمسلماني او دينداري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *