Categories

اعلان

Loading…

چارواکي: غزني کې طالبانو ۲ پولیس له موټره ښکه کړي او وژلي یې دي

تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: د غزني چارواکي وايي چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو دوه تنه پولیس وژلي دي.

د ولایت د مطبوعاتو د څانګې مرستیال، سمیر احمد احمدي وایي، دغه پولیس تیره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د قره باغ ولسوالۍ په نوروزخېلو کلي کې له موټره ښکته کړي او وژلي دي.

دی وايي دواړو پولیسو په ګیلان ولسوالۍ کې دندې لرلې

احمدي زیاته کړه، دغه دوه پولیس یو د قره باع او بل هم د ګیلان ولسوالۍ مربوط وو، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي

دا په داسې حال کې ده چې نن د نسبي اوربند دریمه ورځ ده، خو تاند ته د طالبانو د نظامي کمېسیون د غړي مولوي مزمل غږیز کلیپ رسېدلی دی چې طالب جنګیالیو ته امر کوي له خارجیانو پرته افغان پوځیان که په پوستو کې ویشتلی او په نښه کولی شئ هم صرفه پرې مه کوئ.

مولوي مزمل د طالبانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان  ځواکونو له تېرېدونکو کاروانونو سره څه ډول چلند وکړي؟ ویلي، په خپاره شوي مکتوب کې راغلي چې په کابل، غونډونو، قول اردوګانو، فرقو به طالبان بریدونه نه کوي، مګر نور چې هر چېرته افغان پوځیان ګوري له برید څخه دې پرې ډډه نه کوي.

مولوي مزمل په دغه کلیپ کې وايي: (( چې په دا بنده لار رانه شي چې په پوسته کې هم عسکر وي ویې ولئ، کله بندیز دئ، چې په پوسته کې عسکر وي ویې ولئ، څه مشکل په کې دی؟ دا خو چې دوی پر لاره لاري، نو ورته وایه په دا مکتوب کې چې کوم شیان ذکر شوي د هغو پوښتنې مه کوئ.))

مولوي مزمل همدا راز وايي، له خارجیانو سره ډېر پام وکړئ او نور چې په مکتوب کې هر څه لیکل شوي همغه وکړئ: (( دغه د عسکرو تګ راتګ دا خو اوربند نه دی، دا خو تخفیف دی، د کابل، ولایتونو مرکزونه، غونډونه فرقې او ټول خارجیان په دې کې معاف دي په هغوی دې کار نه لرل کېږي، دا د پکتیکا او غزني لاره چې له څلور کالو راهیسې بنده ده، نو که دوی پرې راځي، خامخا دې یې وولي.))

مولوي مزمل زیاتوي، که عسکر له یوې پوستې بلې ته هم تلل، ویې ولئ، بندیز پرې نشته.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"c344b274-ee7e-42d6-b503-fe6077c5738b","recipients":862,"external_id":"0cac268e-e8dd-8b06-4554-854b6bb11d9a","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
862

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    عجیبه ده چی مخکی افغان نظامی ځواکونه ددی لپاره وژل چی تاسی امریکایی ځواکونو همکاران یاست مګر اوس له امریکا سره کار نلری مګر افغان امنیتی پوستو او ځواکونو باندی جګړه د تل په څیر روانه ساتلی

    http://www.taand.com/archives/144936
    د طالبانو نظامي کمېسیون: عسکر په پوسته کې هم وولئ، په خارجیانو کار مه لرئ

    دا یوه ښکاره خبره او حقیقت دي چې افغان حکومت او ولس تل دا خبره په زغرده کوله چې طالبانو د پردیو په لمسون او د هغوي د ناوړو موخو او ګټو لپاره زمونږ د مظلوم او کړیدلی ولس پر وړاندې د اسلام او جهاد له مقدسو نومونو او د هغوي له پاکو احساساتو څخه د ناوړې ګټي اخیستني تر نامه لاندې تاوتریخوالي او وحشت پر مخ وړي، چې اوس دغه ترهګره او افغان وژونکي ډله په خپله دا مني چې مونږ به د دغې هوکړه لیک په ترڅ کې تاوتریخوالی کموو.

    http://www.taand.com/archives/54035
    ملا منصور: د حمید ګل مړینې د طالبانو دوهم لاس پرې کړ

    http://www.taand.com/archives/36379
    حمیدګل وايي طالبان به په افغانستان کې له جګړې لاس وانخلي

    http://www.taand.com/archives/23232
    حمید ګل وايي: بېنظیر راته وویل چې جلال اباد ونیسئ

    http://www.taand.com/archives/103700
    پاکستان له افغانستان څخه خپله مُستعمِره اوکنډواله جوړوي

    http://www.taand.com/archives/104308
    پنجابي استعمار افغاني طالبان څنګه اداره کوي؟

    http://www.taand.com/archives/99460
    فضل الرحمن: د جمعیت علمای اسلام له مرستې پرته د پاکستان پوځ ترهګر ځپلی نه شوای

    http://www.taand.com/archives/142781
    مولانا فضل الرحمان: آی ایس آی د غرب په فرمایش افغان جګړې ته د مدرسو پښتانه استولي

    http://www.taand.com/archives/100381
    جنرال باجوه رښتیا له مدرسو شکایت کوي؟

    http://www.taand.com/archives/118564
    مولانا فضل الرحمان وايي، د طالبانو روانه جګړه جهاد نه دی

    http://www.taand.com/archives/142890
    د ملا فضل الرحمن عقل اوس سر ته راغی

    http://www.taand.com/archives/132644
    د شمال طالبان د پاکستاني جنرال شیخ مطیع الله په رهبرۍ جګړه کوي

    http://www.taand.com/archives/7582
    د پاکستان سوال د افغانستان ځواب

    http://www.taand.com/archives/108163
    د پاکستان یو متقاعد ډګرجنرال په افغانستان کې وژل شوی

    http://www.taand.com/archives/86180
    مشرف: له طالبانو څخه مو د افغانستان پر ضد کار واخیست

    http://www.taand.com/archives/42182
    پروېزمشرف اعتراف وکړ چې پاکستان د نیابتي جګړې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي

    http://www.taand.com/archives/64868
    پاکستان ولي اوس په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرانو پر موجودیت اعتراف کوي

    http://www.taand.com/archives/35654
    مشرف وايي، د پاکستان له لوري د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل یو حماقت و

    http://www.taand.com/archives/48239
    پاکستان مجبور دی غني ته لاس ورکړي

    http://www.taand.com/archives/112728
    د پاکستان د جوړېدا اصلي لامل او له امریکا سره يي اوسنی اړیکي

    http://www.taand.com/archives/96268
    پاکستان هم ګواښونه کوي هم مرستې غواړي اوهم د ننواتې ځولۍ ګرځوي

    http://www.taand.com/archives/132705
    پاکستانی وزیر: پر کابل د طالبانو بریا د پاکستان بریا ده

    http://www.taand.com/archives/131622
    امریکا ته د عمران خان سفر او په افغان سوله یې اغېزې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸