Categories

اعلان

Loading…

ښار ته سوله، کلي ته جگړه│سلیم پاینده

په هندوکش کې د تاوتریخوالي د کچې کمول د شنبې «فبروري ۲۲» څخه پیل سول، کچیري بریالي پر مخ ولاړل د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د راډیکالې اسلامي ډلې تر منځ به د فبروري پر ۲۹مه تړون لاسلیک سي او وروسته تر هغې به د افغان حکومت او طالبانو خپلمنځي مذاکراتو ته لار پرانیستل کېږي.

امریکا او طالبانو پتیلې چې د تاوتریخوالي او مرگژوبلې کچه را ټیټه کړي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر ټویټر ولیکل چې تر لسېزو تضاد، وژنو و جگړو وروسته امریکا د طالبانو سره د تاوتریخوالي پر کمولو یوه خوله سوي. دا د افغانستان په اوږدې او مبهمې جگړې کې د نه اټکل کېدونکې سولې لپاره یو مهم و ارزښتمن قدم دی. افغان حکومت باید له دې روانو بدلونونو څخه د فرصت په توگه گټه پورته کړي او د فبروري د ۲۹مې د امریکا-طالب له تړون وروسته چې د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو پړاو پیلیږي، د افغان جگړې و سولې یو نوی فصل او خورا بې ساری او حساس تاریخي پړاو پیلیږي. د مثبتې و منفې سولې هره ممکنه پایله د افغان انسان راتلونکی برخلیک، اقتصاد، سیاست، هویت او ازادي متاثیره کولی سي.

د امریکا-طالب په تړون کې د امریکايي ځواکونو وتل، په افغان جغرافیه کې د تروریزم د ځالگیو بیا نه پالل، افغان خاوره د نورو ملتونو د تهدید لپاره نه کارول او له نړیوال تروریزم سره د طالبانو او نورو متشددو ډلو د اړیکو له منځه وړل تر ټولو داغ موضوعات دي. خو د افغانانو لپاره تر دې ور هاخوا ډېره مهمه اندیښنه د واک او قدرت د بیا تنظیم، وېش او شریکولو ده، ځکه افغانان د طالبانو د تورې او بشرضد حکمرانۍ  یادونه لا اوس هم په خاطر کې لري. اوس که بې له کوم قانوني تضمین پرته هغوئ په افغانستان کې د واک و قدرت شریکان کېږي او یا دا چې ددې تضیمن پر ژمنتیا څومره باور کیدلی سي؟ که دا انديښنې همداسې ناڅرگنده پاته سي، دا به د ۱۹۹۶مو کلنو تکو تیارو ته د بیا ستنیدنې د دوهمې سناریو په مانا وي.

د امارت تر سیوري لاندې سوله

که څه هم په ښکاره د امریکا-طالب تړون او له هغې وروسته د بین الافغاني مذکراتو څخه ستر هلیمنتیا د مثبتې او تلپاتي سولې ده چې افغان مشروع حکومت، طالبانو، سیاسي اقشارو او میرمنو په گډون به په راتلونکي افغانستان کې د واک د شریکولو او سولیز چاپیریال رامنځته کولو باندې تاکید کوي، خو د اسلامي بنسټپالنې او طالبي تفکر تر سیوري لاندې څومره ممکنه ده چې د ښځو حقونه او انساني ازادي، ‌ډيموکراتیک ارزښتونه او زموږ د نسل سیاسي و ټولنیزې ارزو گانې په کې ولیدل سي؟ ایا طالب پر ښاورندي حقونو باورمن دی؟ د یوه جګړیز جریان په حیث  پر انسان ، آزادۍ، انساني کرامت، بشري حقونو او جنسیتي تساوي ایمان لري؟ زما په څیر د یوه افغان‌انسان پر ټولنېز او سیاسي قرارداد او د یوه ژمن انسان په حیث د افغان ښاروند اعتقادات زغملی سي؟ او له دې هاخو د طالبانو پر ژمنو څومره باور کېدلی سي؟ تر هغه چې د طالبانو په سیاسي تفکر کې د مثبتې سولې لپاره بدلون نه وي راغلی، د مرمیو نه کارونه به د سولې زیری را نه وړي.

ښار ته سوله، کلي ته جگړه

له شنبې «فبروري ۲۲» راهیسې چې د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ شروع سوي طالب اورپکو د ښار پر ځای په کلیو او لیري پرتو سیمو کې له خپلو بریدونو او وژونو لاس نه دی اخستی او یوازې تیره ورځ حداقل پنځه ولایتونو کې يې لسگونه افغان سرتیرو ته مرگژوبله اړولې  ده او په زرگونه کورنیو ته يې د تازه او نویو غمونو داغونه ورکړي دي. دا څه ښيي؟ ایا سولې ته همدا د طالبانو ژمنتیا ده؟ ایا په رښتیا طالبان افغانستان کې امن او ډزبندي غواړي؟ که یې غواړي ولې د تاوتریخوالي د کمولو شعار ته ژمن نه دي، ولې یې اوربند ونکړ؟.  د طالبانو ویاند پر ټویټر کې پیغام ورکړ چې د تاوتریخوالي کمولو څخه باید تر دې لوړه توقعه ونلرئ، دا څه پیغام لري؟ ایا هغوئ غواړي په سوله کې د ترور ترخې نغمې جاري وساتي؟

بې‌لښکره سرلښکر سره تړون

د طالب جنگیالیو مشرانو تل پر جنگیدونکي طالب قشر معامله کړي ده، د هغوئ له بې علمۍ او خراب اقتصادي حالت څخه یې په ګټه اخستنه او ډېرې اسانۍ خپلې خيټې او جیبونه پړسولې دي. همدا تازه د پاکستان  حکومت د طالبانو د مخکیني مشر ملا اخترمحمد منصور په میلیونه ډالره جایدادونه کنگل کړل چې د اسلام اباد او پنجاب په مهمو گران بیه اقتصادي نقطو کې یې درلول، په همدې ترتیب د اوسني مشر ملا هیبت الله اخند د کورنۍ اکثریت غړي د برتانیې په شمول د اروپا په پرانیستو ټولنو کې کاروبارونه، زده کړې او ژوند لري. ایا د سولې په خبرو او امریکا-طالب په توافقاتو کې طالبان ښکیل دي، قومندان یې په جریان کې دي؟ ایا هغوئ یوه خوله او یوه دریځ دي؟ د حقاني شبکې په گډون بیلیدونکې او له چوکاټ ایستونکې ډلې به راتلونکی حالت له بل بحران سره مخ نه کړي؟

منفي سوله، نه سوله

د طالبانو په دوره کې د افغانستان اقتصاد، کار، بازار، انساني ازادي، د پيسو نرخ، ملي اقتصاد او زیربینا، دولتداري او ټولنیز جوړښتونه سقوط ول او هغوئ خو له بنسټه پر دې موضوعاتو باورمن نه دي. هغوئ د افغان انسان لپاره د ژوند پیغام نه لري، یوازې مرگ او ویر… اوس که دا بې‌فرهنگه ډله د واک پر گدۍ بې جیوله او بې مهاره شریکه کېږي د افغانانو د ژوند او پرمختگ مسول به څوک وي؟ له یوې خوا به جگړه نه وي پایته رسېدلې له بل خوا به د حکومت خپل منځي اختلافات اوج کې وي او بل اړخ ته به د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې پای ته رسېدلې وي او ددې بیړنۍ تش په نوم لاستنه راوړنې درد به بیا هم افغان ولس زغمي.

…………….

د لیکوال په اړه:

ښاغلی پاینده د هند په مایسوري پوهنتون کې د جگړې-وروسته ډيپلوماسۍ او بهرني سیاست کې د ماستري پروگرام محصل دی او په افغانستان کې د مډرنې دولتدارۍ، پرمختیايي اقتصاد، بشري حقونو او میرمنو د پیاوړتیا په هکله لیکنې کوي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"2b86c77c-6821-47c1-bf90-74040f7d2e35","recipients":863,"external_id":"d3898f2b-4bcb-620a-d6b5-b3ca6a15a9b3","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
863

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    له یوې خوا د تېرې دلوې په نهه ویشتمه نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهایي نتایج اعلان شول چې له ګڼو کورنیو مخالفتونو سره مخ شول؛ خو په بهرنۍ کچه لا د تایید او تردید فضا تر ډېره بریده ګونګه ده؛ خو بریښي داسي چې ولسمشر غني په خپل تصمیم کې جدي وي؛ ځکه ویل شوي چې حکومت د فبرورۍ پر اووه ویشتمه نېټه، د تحلیف مراسم ترسره کوي. طبیعي ده چې د دې مراسمو له ترسره کېدو سره به نور د اجرائيه رياست ټغر ټولېږي، چې ښایي دا قدم پر بل شوي اور لا تېل و پاشي. همدارنګه د شویو څرګندونو له مخې د روانې فبرورۍ پر ۲۹ مه نېټه د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې موافقه لیک، لاسلیکېږي، چې ښایي له دې لاسلیک سره د توافقنامې جزئيات را څرګند شي؛ ولیدل شي چې په دې توافق لیک کې د افغانستان ګټې او ملي حاکمیت ته څومره درناوی شوی، د راتلونکي حکومت په باب په کې څه ویل شوي، او په افغانستان کې د امریکایي پوځونو موجودیت او یا له دې هېواده يې د وتلو موضوع څه ډول ده. تر اوسه زیاتره مسایل د یوه اټکل له مخې سنجول کېږي او اصل حقیقت خو د توافق د دواړو لوریو تر منځ دی چې معلومه نه ده پر څه یې توافق کړی.

    په همدغه حال کې د حقاني شبکې د اوسني مشر او د طالبانو د مرستیال سراج الدین حقاني یوه لیکنه نیویارک ټایمز خپره کړې ده چې غټ ټکي یې دا دي چې افغان ولس نور له جنګه ستړی شوی او موږ دې ته چمتو یو چې په افغانستان کې یو پراخ بنسټه حکومت را منځته شي همدارنګه بین الافغاني مذاکراتو ته هم اشارې شوې دي. په عین وخت کې ویسا ورځپاڼې پخپله پرونۍ ګڼه کې (۱۳۹۸ د کب ۳ مه) د افغان حکومت له خو یو ناتأیید شوی خبر چې ادعا کېږي نورو سرچینو دا خبر تأیید کړی خو حکومت پټ ساتلی دی، خپور کړ چې د پاکستان لوی درستیز جنرال باجوه له خلیلزاد سره یو ځای د هغه په الوتکه کې بګرام ته پټ سفر کړی او له افغان لوړ پوړو چارواکو سره یې کتلي چې ښایي ولسمشر غني هم دغلته د خبرو له پاره ورغلی وي او ځینو سرچینو خو لا دا هم وویل چې جنرال باجوه نه و راغلی او د آی اس آی (I.S.I) رییس راغلی و؛ خو که حقیقت هر څه وي که دا ټول جریانات سړی څنګ پر څنګ کښېږدي؛ نو یوې داسې نتیجې ته رسېږي چې ښایي یوه نوې سناریو د را منځته کېدو په حال کې وي چې په هغې کې به څه نوي جوړجاړي را منځته کېږي او نوي امتیازات به سره تبادله کېږي؛ ځکه امریکا مجبوره ده پاکستان ته امتیاز ورکړي او پاکستان امریکا ته، همدارنګه افغانستان مجبور دی چې پاکستان ته امتیاز ورکړي او پاکستان احتمالاً افغانستان ته چې د پاکستان امتیاز ښایي تر دې بل څه نه وي چې د طالبانو په راضي کولو کې مرسته وکړي. په طالبانو کې حقاني شبکه هغه شبکه ده چې د ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ له وخته تر اوسه پورې یې د افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو پر خلاف تر ټولو سخت عملیات ترسره کړي او خپل مقابل لوري ته یې سخت زیانونه اړولي دي. ښه؛ دا هم یوه د پام وړ خبره ده چې د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني ډېره موده له افغان حکومت سره بندي و چې بالاخره په لوړه کچه تبادله شو او دا تبادله د امریکا د فشار په نتیجه کې وشوه. کېدای شي انس حقاني له یوه داسې پیغام او د حالاتو له یوه داسې تصویر سره خپلې ډلې او خپل ورور سراج الدین حقاني ته ور ګرځېدلی وي چې د هغه په پخواني دریځ کې د څه تغییر باعث شوی وي؛ خو که د دې شاګرځ دلیل هر څه وبولو له یوې خبرې نه انکار نه شي کېدای چې سراج الدین حقاني او په مجموع کې د طالبانو ډله د خپلو بهرنیو ملاتړو خصوصاً د پاکستان له خوښې پرته یو ګام هم نه شي اخستلای. زه باور لرم چې په طالبانو کې حتماً د مستقل مزاج والا خلک وو او لا هم شته؛ خو کله چې هغوی خپله اراده او خپل مافی الضمیر څرګند کړی له سخت غبرګون سره مخ شوي، حتی چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی. یوه ډېره لویه ستونزه دا ده چې نه افغان حکومت مستقل دی او نه هم طالبان، هغوی که د هر تصمیم اعلان کوي، طبعاً د خپلو بهرنیو ملاتړو په خوښه؛ ځکه چې دا دواړه لوري بهرنیو مرستو ته اړ دي، که بهرنۍ مرستې نه وای ښایي ولسمشر غني ولسمشرۍ ته نه وای رسیدلی او طالبانو دغومره اوږد مقاومت نه وای کړی؛ ځکه موږ ګورو چې حتی یوه ان جي او (N.G.O) له بهرنۍ مرستې پرته نه شي چلېدای، تر کومه چې له کوم لوري فنډ ورکول کېږي، خپل وجود او حضور ساتلی شي؛ خو چې فنډ پرې قطع شو، سبا ته یې بیا دروازې تړل شوي دي. همدغسې دا اوسني سیاسي ګوندونو او د مدني شبکو په نامه حرکتونه دا ټول بهرني فنډ ته اړتیا لري؛ نو یو داسې قوت چې اتلس یا نولس کاله له یوه نړیوال نظامي ائتلاف سره جنګېږي، هغه په کومو پېسو، په کومو وسلو او کومو ترانسپورتي او لوژستیکي امکاناتو.

    که چېرې د سراج الدین حقاني په نامه په نیویارک ټایمز کې خپور شوی مطلب حقیقت ولري چې ښایي حقیقت هم ولري؛ ځکه تر اوسه یې د حقاني له خوا تردید نه دی شوی؛ نو زه دا د طالبانو او په ځانګړې توګه د حقاني شبکې په سیاسي تګلاره کې یو د عطف ټکی بولم؛ خدای دې وکړي ټول طالبان دې نتیجې ته رسیدلی وي، د سیمې او ګاونډ هېوادونه هم او بالاخره امریکا هم چې په افغانستان کې د روان حالت تداوم لږ تر لږه د افغانستان، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادو په ګټه نه دی؛ لکه څرنګه چې پاکستاني چارواکي وایي یو سوله ییز افغانستان زموږ په ګټه دی، دغسې افغانستان ته هم یو سوله ییزه پاکستان په ګټه دی، ښایي پاکستان له امریکا نه د یو څه امتیازاتو د ترلاسه کولو له پاره تر اوسه ورسره منډه ترړه کړې وي؛ خو که پاکستان لږ اوږد نظر وکړي؛ ښایي راتلونکې پخپله ګټه و نه ګوري؛ ځکه د نړۍ او سیمې حالات همېشه په یوه حال نه پاتې کېږي، ښایي پاکستان به د امریکا هغه نقشه نه وي هېره کړې چې تر (۲۰۲۰) کال پورې یې پر دوو لویو اسلامي هېوادونو اندونیزیا او پاکستان د بطلان کرښه را کاږلې وه، دا چې خدای (ج) و نه غوښتل هغه خو جلا خبره ده؛ خو د امریکا خو نیت همدا و. همداسې په یوویشتمه پېړۍ کې د امریکا د نوي نړیوال نظام پر اساس کښل شوې نقشه عملي نه شوه، نه لوی پنجاب جوړ شو، نه لوی پښتونستان، نه لوی کردستان او نه د هغې استعماري نقشې نور جزئيات؛ خو دلته دا پوښتنه هم مهمه ده چې امریکا د سیمې په کچ خپله ستراتیژي څومره د بریا پر لور بوتللای شوه. ښه؛ داسې به نه هم نه وي چې امریکا به هېڅ لاس ته نه وي راوړي؛ خو داسې هم نه چې هر څه یې لاس ته راوړي دي. امریکا چې دا اوس د فلسطین په اړه کومه شیطاني نقشه را وړاندې کړې هغه هم د سیمې او نړۍ په کچه له مخالفتونو سره مخ شوه هیله ده هلته یې هم پوزه په خاورو پورې و موښل شي.

    زه تر ټولو مهم دا بولم چې د طالبانو په شمول ټول افغانستان او په سر کې یې سیاسي قوتونه د خپل هېواد د بقا او سلامیتا په باب عمیق فکر وکړي. یو څه چې په دا تېرو څلوېښتو کالو کې ثابت شول، هغه دا دي چې په افغانستان کې یوه ډله هم مستقل حکومت نه شي کولای؛ خلقیانو او پرچمیانو و نه کړای شو، د مجاهدینو خاصو ډلو و نه کړای شو، طالبانو و نه کړای شو او اوس هم همدا خبره ده. که چېرې ولسمشر غني په دې فکر کې وي چې له لویدیزه د را وستل شویو څو د سیکولریزم په خم کې د رنګ شویو کسانو په وسیله به دلته یوه بریالۍ حکومتولي را منځته کړي، دا ماته خوب و خیال ښکاري، دغسې دې طالبان هم دا خوبونه نه ګوري چې بیا به د هغوی په لاس مستقل یو حکومت جوړېږي دا ناممکنه ده، باید ټولې افغاني ډلې سره لاسونه ورکړي او د مستقبل له پاره یو کامیابه نقشه جوړه کړي.

    که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو

    دا کاڼي به لالونه او دا بوټي به لونګ شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸