WordPress database error: [Table 'taandcom_taand.wp_wfConfig' doesn't exist]
SELECT name, val, autoload FROM wp_wfConfig WHERE name = 'allowLegacy2FA'

WordPress database error: [Table 'taandcom_taand.wp_wfConfig' doesn't exist]
SELECT name, val, autoload FROM wp_wfConfig WHERE name = 'debugOn'

اتم هنري د انګلستان پاچا | زکریا رحیمي - تاند

Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

۸

اتم هنري د انګلستان پاچا | زکریا رحیمي

Henry VIII of England

اتم هنري د جون مېاشتې په ۲۸ نېټه، کال ۱۴۹۱، د انګلستان د لندن ښار د ګرینوېچ په پلاسنشیا ماڼې کې زېږېدلی او د جنوري په ۲۸ نېټه ۱۵۴۷، په لندن کې مړ شوی. د ۱۵۰۹ کال د اپرېل له ۲۲ نېټې د ۱۵۴۷ کال د جنورۍ تر ۲۸نېټې پورې د انګلستان پاچا وو. د ۱۵۰۹ کال د جون په ۲۴ یې تاج په سر کړ. د خپل پلار اووم هنري ځای ناستی وو او له مرګ وروسته یې زوی شپږم اډوارډ پاچا شو. د ۱۵۴۷ کال د فېبرورۍ په ۱۶ نېټه خاورو ته سپارل شوی.
 
شپږ ودونه یې کړي: لمړی واده یې په ۱۵۰۹ کې کترین اف اراګون سره کړی او په ۱۵۳۳ کې ترې جلا شوی، په ۱۵۳۳ کې یې له ان بولین سره نکاح کړې او په ۱۵۳۶ کې ترې جلا شوی، په ۱۵۳۶ کې یې له جېن سیمور سره نکاح کړې، جېن سیمور په ۱۵۳۷ کې مړه شوه، په ۱۵۴۰ کې یې له ان اف کلیو سره واده کړی او په همدې کال کې یې طلاق کړه، په همدې کال یې له کترین هورډ سره نکاح کړې شپاړس میاشتې وروسته په کترین د زنا تور پورې شو او بلاخره په عام محضر کې سر ترې ووهل شو. په ۱۵۴۳ کې یې له کترین پار سره واده وکړ. مور یې الیزابېت اف یارک نومېده. مذهب یې عیسویت وو او د ۱۴۹۱–۱۵۳۴ کلونو تر منځ رومان کتولیک ډله کې وو خو له دې وروسته یې د ۱۵۳۴–۱۵۴۷ کلونو ترمنځ د عیسویت انګلیکن ډله خپل رسمي مذهب کړ.
 
دوېم تودور پاچا ګڼل کیږي. د خپل پلار اووم هنري ځای ناستی وو. د نامتوالي لامل یې شپږ ودونه دي په ځانګړې توګه له کترین اف اراګون سره یې واده چې وروسته یې طلاق کړه. د ایټالیا له پاپ سره یې په دې واده او طلاق اختلاف رامنځته شو او بلاخره یې له پاپ څخه د انګلستان کلیسا جلا کړې او اصلاحات یې پکې رامنځته کړل. همدې اصلاحاتو ته په تاریخ کې (English Reformation) وایي. کله یې چې د انګلستان کلیسا ګانې د پاپ له واک څخه ازادې کړې خپل ځای یې د انګلستان د کلیسا ګانو ریس وټاکه. د (convents and monasteries) په نامه هغه تعمیرونه یې منحل کړل په کوم کې چې مذهبي خلک اوسېدل او له همدې امله دې مذهبي کسانو د خپلې ټولنې غړیتوب ترې واخیسته.
 
هنري د انګلستان د سمندري ځواک پلار هم ګڼل کیږي. په سمندري ځواک یې لویه پانګونه وکړه او له یو څو بیړیو یې شمېر تر ۵۰ بېړیو زیات کړ. د انګلستان په داخل کې یې د نامتوالي لامل د انګلستان په اساسي قانون کې افراطي بدلون دی. د پاچا واک یې زیات کړ او د دې ترڅنګ یې د پاچا کړنې د خدای رضا او خوښه وګڼله. کومو کسانو به چې د پاچا مخالفت وکړ او یا به له پاچاي جلا شول د خیانت او الحاد په جرم به یې اعدام کول. او ډیری کسان به پرته له محکمې او یا هم
اعدام کېدل. خپلو ډېرو موخو ته د رسېدو لپاره یې خپل وزیران وسیله کړل. کله به چې پوه شو نور یې وزیر پکار ندی نو یا به یې جلا وطن کړ او یا به یې تور پرې ولګوه او اعدام به یې کړ. په ډېرو چارو کې یاد شوي وزیران یې
دي.
 
زیات اصراف کوونکی هم وو او د خپل اصراف د لګښت پوره کولو لپاره یې هغه پیسې چې مخکې د روم پاپ ته ورکولې د پاچايي عاید کړ. همداسې یې هغه مصرف چې په مذهبي دیرو کې کېده دېرې یې منحل کړې او بودیجه یې خپل جیب کې واچوله. له دې پرته زیات لګښت یې په جګړو کړی لکه د فرانسې له ( Francis I of France) پاچا سره او د روم له ( Holy Roman Emperor Charles V) پاچا سره جګړه. د ایرلنډ لمړی پاچا (Crown of Ireland Act 1542) هم ګڼل کیږي او همداسې یې د وېلز په اړه (Laws in Wales Acts 1535 and 1542) قانون جوړ کړ.
 
د هنري د عصر خلکو هنري با سواده او عصري او له زیاتو وړتیاو برخمن پاچا ګڼلی. هنري کمپوزر او لیکوال هم وو. له زړېدو سره یې وزن زیات شو او وزن زیاتېدو یې روغتیا خرابه کړه او بلاخره یې په ۱۵۴۷ کې د هنري په مړینه کې هم مرسته وکړه. د ژوند پای کې یې په عیاشۍ پیل وکړ، زیات خودپسنده یا ځانخوښی شو، غوسه کوونکی او نورو ته خطرناک پاچا شو. له مرګ وروسته یې زوی شپږم ایډوارډ ( Edward VI) پاچا شو.
onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *