Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

۸

خوځون: راتلونکو دوه ورځو کې د عبدالله د تحلیف مراسمو نېټه اعلانوو

تاند، جمعه، د حوت ۲مه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله چې د نهايي پایلو له منلو یې انکار او د یو همه شموله حکومت اعلان کړی دی اوس وايي ډېر ژر به خپله کابینه او د لوړې د مراسمو نېټه اعلان کړي.

د دې ډلې ویاند فریدون خوځون ویلي، د دوی په همه شموله حکومت کې به ټول قومونه، مهم کادرونه، ټول سیاسي لوري برخه ولري.

نوموړي ټینګار کړی چې راتلونکو دوه ورځو کې به د لوړې د مراسمو او نورو مواردو په اړه اعلان وکړي: (( په دې تړاو مو کمېټې هم جوړې کړې دي چې د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم چمتو کړي.))

خو بلخوا ولسمشر اشرف غني ګواښ کړی دی چې هیڅوک د افغانانو ملي بقا، اساسي قانون او جمهوریت نه شي انحلالولی.

هغه څو ورځې وړاندې همدا راز ویلي وو چې د ده په حکومت کې به ټول لوري برخه ولري او د فصل پر ځای به د وصل تګلاره باندې عمل وکړي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"91d7fcff-2858-466a-a404-30806b03a618","recipients":863,"external_id":"bf5f509d-0401-9eda-82b9-4e4056f714d1","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
863

2 comments

  1. دوکتور غروال Reply

    دا غل او قاتل عبدالله اوس هم د هوای ډزو څخه کاراخلی او غواړی چی پدی غورپش بیا نمونئي اغا ونومول شی او بیا خپل فیشنی بیماری ته دوام ورکړی ، بلی افغانستان کښي غیرتی ملت د ۴۱ کالونو څخه زیات د تاسو مردودو کفارو له خوا کړیږی او تاسی بیا هم چیغی وهۍ چی نوموړۍ مکروب به همه شامل حکومت اعلان کړی او شخصیتونه لکه قاتلان دوستم ، خلیلی ، حقوقی ؟ ( د قتلونو حقوقی ) ، قانونی ، احمد ضیا مسعود او ورور ئي ، غل احدی او غل کرزای اوددوی په شان نور قاتلان او غله به شامل وی د بچة سقاؤ ، غلامو تنظیمونو او غلامو طالبانو وختونه اوس په تیریدو دی ، د ستا غوغاوو څخه به نتجه منفی او د ستا غوغا په وسیله لا نور هم تاسو دملت له خوا رټل کیږۍ !!!! که ۱۰ فیصده انسان وی نو باید پوه شی

  2. یفتلی Reply

    د عبدالله د ټیم نماینده د څو پیسو په مقابل کی دغه غیر قانونی او ملی منافعو ضد کمپاین نه جلوی او د عبدالله ټیم دی ددی عظیم ملت تاریخ یووار بیا د نظره تیر کړی ، روانی جنګ دی بس کړی ، دغه د مملکت د تجزیی کوم دروند مسءلیت یی چه په غاړه اخیستی دا ګز دا میدان چه وګورو
    دوی دغه شرمآوره طرحه څنګه عملی کوی ، ددی طرحی سره ددوی دجنګی تجارت سیاست د تاریخ کندی ته لویدونکی دی ، یاد شان باشد ، باز نګویند که نګفته باشم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *